مناظره

لهٔ خوارجو سره د امام ابو حنيفه رحمه الله مناظره!
کله چې خوارج پهٔ کوفه باندې مسلط شول، امام ابو حنيفه رحمه الله ته يې وويل:
اې شيخ! لهٔ کفر څخه توبه وباسه! ابو حنيفه رح وويل: ما د هر ډول کفر څخه الله تعالی ته توبه کړې ده.
بيا يې امام صاحب رحمه الله خوشی کړ کله چې هغوی لاړل ځينو خلکو ورته وويل: لهٔ توبې څخه د امام ابو حنیفه رحمه الله مطلب ستاسو عقائد دي .
بيا يې هغه را وغوښت او د خوارجو امام هغه ته وويل: اې شيخ! لهٔ کفر څخه توبه کولو مطلب دې زمونږ عقائد دي؟
ابو حنيفه رح وويل: آيا تهٔ د ګمان لهٔ مخې دا وايي؛ او که د يقين لهٔ مخې؟ هغهٔ وويل: د ګمان لهٔ مخې.
ابو حنيفه رحمه الله وويل: الله تعالی فرمايي :[یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا کَثِیرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ] (حجرات: ۱۲).
ژباړه : ای مؤمنانو! لهٔ ډېرو ګمانونو څخه ځانونه وژغورئ! يقيناً چې ځينې ګمان ګناه ده .
نو د خوارجو امام یی لا جوابه کړ!
بیا کله چې خوارج خبر شول چې ابوحنيفه رح مرتکب د ګناه کبیره کافر نهٔ بولي٬ يو کس يې پهٔ نوم د وفد هغه ته د مناظرې لپاره وروليږهٔ.
وفد ابو حنيفه رحمه الله ته وويل: د دروازې پهٔ مخه کې دوه جنازې دي٬ يوه جنازه د داسې کس ده چې ډېر شراب به يې څښل او بله جنازه د زنا کارې ښځې ده چې کله يې تولد کولو ځان وژنه يې وکړه.
ابوحنيفه رح هغه ته وويل: دا دوه کسان لهٔ کوم دين څخه دي؟
لهٔ يهوديت څخه دي؟ ځواب يې ورکړ نه.
لهٔ مسيحيت څخه دي؟ ويې ويل نه.
لهٔ مجوسيت څخه دي؟ ويې ويل نه.
ابو حنيفه رح وويل: نو هغوی د کوم دين والا دي؟
هغه خارجی وويل د هغه دين دی چې پهٔ (لا اله الا الله محمد رسول الله ) عقيده لري.
ابوحنيفه رح وويل: کلمه د ايمان څومه حصه ده؟ آيا دريمه، څلورمه، که پنځمه حصه؟
ويې ويل: ايمان دريمه، څلورمه، او پنځمه نهٔ لري.
امام ابو حنيفه رحمه الله وويل: نو کلمه د ايمان څومه برخه ده؟ هغهٔ وويل: ټول ايمان دی.
امام ابوحنيفه رح ورته وويل : نو ولې زما څخه د هغو دوو کسانو پهٔ باب پوښتنه کوې چې تهٔ خپله اعتراف کوې چې هغوی مؤمنان دي یعنی کلِمه وایي او تهٔ کلِمه ټول ایمان هم ګڼې.
ويې ويل: دا پرېږده آيا هغوی جنتيان دي؛ او که دوزخيان ؟
ابوحنيفه رح وويل: اوس دې چې انکار وکړ نو زهٔ د هغو پهٔ حق هغه څهٔ وايم څهٔ چې ابراهيم عليه السلام د خپل قوم پهٔ باره کې چې ګناه او جرم يې تر دغو دوو کسانو ستر او لوی وو ويلي دي چې:
[رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ کَثِیرًا مِنَ النَّاسِ فَمَنْ تَبِعَنِی فَإِنَّهُ مِنِّی وَمَنْ عَصَانِی فَإِنَّکَ غَفُورٌ رَحِیمٌ] (إبراهیم: ۳۶) .
ژباړه: اې زما ربه! يقيناً دغو (بتانو) لغزولي او ګمرا کړي دي ډير لهٔ خلکو نو هر چا چې متابعت کړی دی زما؛ نو يقيناً هغه لهٔ ما ( زما د ملت ) څخه دي او هر چا چې نافرماني کړې ده زما؛ نو يقيناً چې تهٔ ښهٔ بخښونکی او ډېر مهربان يې.
او د دغو دوو کسانو پهٔ باره کې هغه څهٔ وايم څهٔ چې عيسی عليه السلام د خپل قوم پهٔ هلکه چې د دغو دوو کسانو څخه يې ګناه لويه وه؛ ويلي وو:
[إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُکَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ] (المائده :۱۱۸) .
ژباړه: (اې الله!) که عذاب ورکړې دوی ته، نو يقيناً دوی ستا بندګان دي او که بخښنه وکړې دوی ته نو يقيناً تة هم دا تهٔ يې ښهٔ غالب او حکمت والا.
ابوحنيفه رحمه الله وايي: اسلحه يې وغورځوله او ويې ويل: پهٔ کوم دين چې زهٔ وم لهٔ هغهٔ څخه بېزاره يم، او پهٔ هغه دين چې تهٔ يې، د الله تعالی بنده ګي کوې، تسليم شوم، الله تعالی پر تا فضل کړی، تا ته يې علم او حکمت درکړی دی .
( مناقب أبی حنیفه، للمکی (۱۰۸، ۱۰۹)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version