د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! څلور ویشتمه برخه

أبو ریان حمیدي

د «ذی أمر» غزا:

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېد چې د بنو ثعلبه او محارب قبیلې د «ذی أمر» په سیمه کې د مسلمانانو پر ضد د جګړې او پر مدینه منوره د یرغل لپاره سره راټولې شوې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدستي له څلور نیم سوه (۴۵۰) ملګرو سره وخوځېد. کله چې دغه قومونه خبر شول چې د اسلام لښکر ورته را روان دی، نو وتښتېدل او په غرونو کې تیت و پرک شول.

اسلامي لښکر د «ذی أمر» په سیمه کې د یوې چینې تر څنګ تم شو، هلته یې شاوخوا یوه میاشت تېره کړه، څو د دښمنانو په زړونو کې د مسلمانانو د قوت وېره نوره هم زیاته شي. دا غزا د هجرت په درېیم کال کې شوې ده، او د مدینې منورې سرپرستي هغه مهال حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه ته سپارل شوې وه.

متعال رب به مې ژغوري!

په همدې شپه یو سخت باران وشو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جامې یې هم لمدې کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو لږ لرې، د یوې ونې لاندې ناست و او جامې یې وچولې، په همدې حال کې، یو مشرک چې دعثور بن الحارث نومېده (د بنو ثعلبه سردار او یو زوردار سړی)، متوجه شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې ناست دی. دی ورغی، توره یې را وایسته، او ویې ویل: «اوس به تا له ما نه څوک ژغوري؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «الله، متعال رب به مې ژغوري!»

په همدې شیبه، د الله جل جلاله په قدرت، د مشرک له لاسه توره ولوېده. رسول الله صلی الله علیه وسلم توره راواخیسته، او له ده څخه یې وپوښتل: «اوس به تا څوک له ما نه ژغوري؟»
مشرک په حسرت‌ناکو سترګو وکتل او ویې ویل: «هیڅوک نه!»

ډېر وخت نه و تېر شوی، چې دعثور د دې پېښې له برکته د الله تعالی قدرت درک کړ، زړه یې خلاص شو، ایمان یې راووړ، او کلمه یې وویله. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله توره بیرته ورکړه، او هغه خوشي شو، دعثور لاړ او خپل قوم ته ورسېد.
قوم یې ترې وپوښتل: «څه وشول؟»
ده ځواب ورکړ: «زه له یو اوږده سړي سره مخ شوم، په سینه یې ووهلم او پر شا یې وغورځولم، نو پوه شوم چې دا یو فرښته ده. وروسته مې ایمان راووړ، او د محمد صلی الله علیه وسلم پیرو شوم.»
تر دې وروسته، دعثور د اسلام داعي شو او خپل قوم یې د اسلام حق ته راوباله.

د «بحران» غزا:

دغه غزا د هجرت په درېیم کال، د جمادی الاولٰی په میاشت کې وشوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم له درې سوه (۳۰۰) ملګرو سره د «بحران» په نامه سیمې ته ولاړ، یاده سیمه د مکې او مدینې ترمنځ پرته ده، او موخه یې له بنو سلیم قبیلې سره جګړه وه، خو هغوی له وړاندې تښتېدلي وو، نو جګړه ونشوه.
اسلامي لښکر لس ورځې هلته تېرې کړې او بیا بیرته مدینې منورې ته راستانه شو.

د کدر، سویق، ذی أمر او بحران له غزاګانو اخیستل شوي درسونه:

۱. د کدر غزا دا ثابته کړه چې:
که څوک درسره جګړه کوي، ته هم ورسره وجنګېږه، که سوله کوي، ته هم ورسره سوله وکړه، دا هغه نبوي تګلاره ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یهودو په وړاندې هم غوره کړې وه.

۲. د دې غزاګانو له برکته دا هم معلومېږي چې:
د اسلامي لښکر استخباراتي نظام ډېر پیاوړی وو، مخکې له دې چې بنو سلیم، بنو ثعلبه او محارب قبیلې د مسلمانانو پر ضد مستقیمه جګړه پیل کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی پلانونه شنډ کړل.
اسلامي استخباراتي شبکو معلومات راوړل، او د همدې پر بنسټ، اسلامي لښکر د دښمن پر غونډو، مشورو او نظامي مراکزو حملې وکړې، دوی یې تیت و پرک کړل.

۳. ننني اسلامي حرکتونه او لښکرونه هم باید له همدې تګلارې زده‌کړه وکړي:
فتنې باید پرېنښودل شي چې وده وکړي، پراخه شي او مسلمانانو ته زیان ورسوي. بلکې باید تر خپرېدو مخکې یې مخه ونیول شي او بېخې له منځه یووړل شي.

Exit mobile version