اسلام پر انسانیت باندې یوه الهي لورینه ده!

یوسف بدري

د اسلام له مبارک ظهور وړاندې، انسانیت د تاریخي ذلت، وحشت، جهل او بد اخلاقۍ تر ټولو ژورې کندې ته لوېدلی وو، نړۍ د جهالت په داسې تیارو کې ښکېله وه، چې نه یوازې فکري او عقلي اړخونه یې بې‌ لارې وو، بلکې اخلاقي، انساني او ټولنیز حیثیت یې هم پر ځمکه رالوېدلی وو.

د انسان ارزښت تر پښو لاندې سوی و؛ ژوند یوازې د زور، قبیلې، جنس، او مادي امتیازاتو پر بنسټ ارزول کېدی، ښځې بې‌ حیثیته، یتیمان بې‌ سر و صاحبه او بې‌ وسه انسانان تر سخت ظلم لاندې وو، د ماشومو نجونو ژوند د زېږېدو سره سم خاتمه موندله. سود، فحشا، شرب خمر، چور، لوټ، بت‌ پرستي، جادو او وحشت هر لور ته خپور وو، انسان د خپل رب له پېژندلو بې‌ برخې او د شهواتو بندي وو.

خو الله تعالی چې کله پر دغه لار ورکي بشریت باندې د فضل اراده وکړه، نو د خپل رحمت، عدالت او حکمت له مخې یې د خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم له لارې نړۍ ته داسې یو دین راولېږه چې د انسان ارزښت یې راژوندی کړ، فکرونه یې بیدار کړل، اخلاق یې تصفیه کړل او ټولنه یې له جهل څخه د هدایت لور ته رهنمایي کړه.

اسلام انسان ته د هغه فطري عظمت ور یاد کړ؛ دا چې انسان د خدای خلیفه دی، عزت یې یوازې د تقوا او صالح عمل په معیار سنجول کېږي؛ نه د قبیلې، رنګ، قوم او دولت له مخې. اسلام د ظلم پر ضد، د عدالت، انصاف، مشورې، امانت، صبر، وفا، عفو، کرامت، رحمت، تواضع، توحید او تقوی یو نظام رامنځته کړ، چې د تاریخ ستر تمدن یې وزېږاوه، هغه انسان چې د وحشت بوتانو ته یې سجده کوله، اوس د وحدانیت لوی پیغام‌ ورکوونکی شو.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مبارک قیادت کې، دا تر ټولو بې‌ ارزښته انسانان د نړۍ لپاره لارښوونکي سول؛ هماغه خلک چې د ژوند له معنا نا آګاه وو، د انساني ژوند مخکښانو سول، اسلام نه یوازې انسانان له ځوړ څخه راویستل، بلکې هغوی ته یې د خدای د پېژندنې، د نفس د تزکیې او د ټولنې د اصلاح واضح نظام ورکړ.

دا د اسلام لوی احسان دی چې بشر ته یې یو ځل بیا د انسانیت جامه ورواغوستله، هغه یې د ځمکې له ظلمته د آسمان تر رڼا ورسوی او له شرک، ظلم، جهالت او وحشت څخه یې توحید، عدل، علم او رحمت ته راوګرځاوه.

خو حیرانتیا دا ده چې سره له دې ټولو ښکلو حقایقو، بیا هم ځینې انسانان، ملتونه او فاسد نظامونه د اسلام، د هغه د پیروانو او د الهي هدایت پر وړاندې دښمني کوي، هغوی اسلام بدناموي، اسلامي ارزښتونه تحریفوي، د مسلمانانو وینه تویوي او د اسلامي دعوت مخنیوي ته مادي او فکري جګړې کوي.

مګر موږ دغسې خلکو ته وایو، که تاسې د سلیم عقل څښتنان یاست، یو ځل له تعصب، کرکې او سیاسي لید پرته اسلام ته وګورئ، دا دین مطالعه کړئ، حقیقت یې درک کړئ او د خپلې فطرتي رڼا پیروي وکړئ. نو که مو ونه پېژانده، نو تاوان ستاسې د کمزورو عقلونو دی، خو که مو وپېژانده او غاړه مو ورته کېښوده، نو هیڅکله به یې لذت هېر نکړی.

Exit mobile version