مغلوبه فتنه

عزیز الدین مصنف

د سیمې په سیاسي وضعه د اسلامي نظام تأثرات د سوداګرۍ له نرخه در قیاس کړئ، د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ثبات د دې خپلواک اسلامي شرعي نظام د استقلالیت یو روڼ دلیل دی، د عربي نړۍ د انحطاط له مرحلې را نیولې تر دې وخته د ختیځ او لویديځ کفار هڅه کوي ترڅو مسلمانان په خپلمنځي شخړو کې راښکېل کړي او یا هم داسې سر خوږی ورته رامنځته کړي چې یواځې وینه تويېدل یې پرهر وي.

دوی د خپل دې شوم هدف لپاره له نن څخه یوه نیمه لسیزه وړاندې د داعشي خوارجو په تشکیلاتي میکانیزم ګډ کار وکړ، ختیځ او لویدیځ په ظاهري توګه سره بیل دي مګر که تاسو د فلسطین اوسنۍ قضیې ته په ژورو سترګو وګورئ حتماً به پکې ومومئ چې فلسطین ته په لومړي ځل ۴۰۰۰۰ يهودان د روسیې لخوا د یرغل په نیت داخل شوي، یواځې دا نه بلکې د فلسطین له اشغاله تر دا مهاله یې د مسلمانانو ترمېنځ د شر جوړونې پلانونه په ګډو کمیټو کې طرحه کړي.

که بحث حاشیو ته یوسو، وبه وینو چې په عربي نړۍ کې له داعشي خوارجو مخکې جهادي فعالیتونه د یوې واحدې رهبرۍ لاندې ترسره کېدل، د القاعدې مجاهدینو د یو واحد قیادت لاندې ټوله عربي نړۍ د کفارو لپاره سره تبۍ ګرځولې وه، له دې سره هم مهاله د روسیې په لویدځه څنډه قفقاز کې د مجاهدینو تحرکات د پرمختګ په حال کې وو، خو کله چې د امریکا د ځانګړې حربي بودیجي په مرسته داعشي خوارجو د دې جهادي تحرکاتو کړۍ وشولوله، مسلمه امت له یوه ګونګ حالت سره مخ شو، ظاهراً د اسلام په ننګ نعرې وهونکي (خوراج) دومره بې رحمه وو چې د خپل پلیت جنګ په ټولو مرحلو کې یې د کفارو په خلاف عادي یو مزاحمت هم ونکړ، بلکې همیش به یې د بې ګناه او بې دفاع مؤمنانو په وینو لاسونه لړلي وو.

کله چې د انګلستان او امریکې په ګډو هڅو د جنوبي آسیا تر پولو داعشي خوارج په منظمو فوځي سکوټ کې راوستل شول، هماغه وخت د اسلامي امارت د بصیرت سترګو د دې سترې فتنې را پورته کیدونکي اضرار حس کړل، هماغه و چې د وخت اميرالمؤمنین شهید منصور صیب تقبله الله د اسلامي امت په تندي د دې تور داغ محوه کولو ته مټې را ونغاړلې، په لومړیو کې د اسلامي امارت پراخ او مدبرانه لیدلوری د مصلحت په اساس ولاړ و، ګومان داسې و چې ګوندې دا خبیث فتنه اچوونکي به په نیمه وپوهېږي خپله لمن به ورټوله کړي، مګر کله چې د دوی نظامي تحرکات بربنډ شول سمدلاسه د ټول هېواد له مجاهدینو نظامي قطعات ترتیب او د یوه پیاوړي امیر په قیادت کې یې د خوارجو خلاف د جهاد اعلان وکړ،

په دې مبارکه معرکه کې د اسلامي امارت د رهبري مشران به په لومړنیو لیکو کې جنګېدل، د دې پلیتې فتنې په محوه کولو کې د امارت نابغه مجاهدین هم شهیدان شول، مګر د همدې شهادتونو او د مجاهدینو د پوره اخلاص ثمره وه چې د خوارجو تخم یې د دې مبارکې ځمکې له سره ورک کړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version