طاهر احراريقتلون اهل الاسلام ويدعون اهل الاوثان. (الحديث)نن به تاسې د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د وينا حقيقت او حقانيت پخپلو سترګو ووينئ.!د حدیث شریف ژباړه:هغه مُبارک فرمايي: چې ﺯما په اُمت کې به يوه ډله څرګنده شي، واک او اختيار به يې د ځوانانو سره وي، دوى به د عقل په لحاظ کمعقل وي، په خبرو کې به د نبي کريم (ص) احاديث وړاندې کوي، د قرانکريم تلاوت به کوي خو قرانکريم به د دوى ﺯړونو ته نه ښکته کيږي، د مسلمانانو سره به جنګ کوي او کفار به پرېږدي، نو تاسې له هغوى سره جګړه وکړئ، که بيا راپيدا شول، بيا ورسره وجنګېږئ، که بيا راپيدا شول بيا ورسره وجنګېږئ، که بيا راپيدا شول بيا ورسره وجنګېږئ.د پاکستان د کوېټې په ښار کې د جمعيت علماء په نوم د يو تنظيم پر خلکو د بريد مسٶليت داعش ومانه. جمعيت علماء په پاکستان کې د لسګونو ﺯره علماوو او مسلمانانو تنظيم دی، د معلوماتو له مخې 32000 ديني مدارس، تبليغي مراکز، خانقاوې په فکري ډول له جمعيت علماء سره وصل دي، اکثره مشهور مشايخ، مفتيان، مهتميمين د همدغه تنظيم غړیتوب لري، دغه تنظيم د ديني ادارو د تحفظ لپاره کار کوي، موږ د دې تنظیم مشر ته برأت نه ورکوو، هغه به په سياسي لحاظ نيمګړتياوې لري، خو په مسلمانانو داسې بريدونه چې عامه وژنه يې کيږي ناجائز او حرام دي.داعش د مسلمانانو وينې بهوي او کفار مزې کوي، بيا په ټوله نړۍ کې ځانونه د خلافت دعویداران بولي.همدغه علامه يې نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) په پورتني حديث مُبارک کې ﺫکر کړې.مخکې نبي کريم (ص) فرمايي: بهترين غاﺯيان هغه دي چې دوى ووژني، بهترين شهيدان هغه دي چې د دوى په لاس شهيدان شي.د ټولو هغه شهیدانو شهادت د مُبارک وي چې د دوى په لاس په شهادت رسېدلي وي.
مسلمان وژونکي داعش
- ابوحمزه مؤحد
- Categories: خوارج العصر, سیاسي لیکني, شنني او لیکني
- Tags: #داعش #مهم #افغانستان #نړۍ
اړونده محتوی
د هنيه د شهادت کلیزه؛ له شهیدانو سره د تړون تجدید!
لخوا
هرماس الافغاني
جولای 31, 2025
د اسلامي نظام مزاياوې! پنځمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
جولای 30, 2025
د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! څلورمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
جولای 30, 2025
د داعش د رواني تبلیغاتو ابعاد!
لخوا
هرماس الافغاني
جولای 29, 2025
د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! څلوېښتمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
جولای 29, 2025
داعش خوارج؛ د اسلام پر وړاندې د لوېدیځ نوې وسله! پنځه ویشتمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
جولای 28, 2025