مولوي احمد جان
داچې خوارج په دین نه پوهېږي، نو نبي علیه السلام هم د دوی په اړه فرمايي: چې خوارج به سفهاء الاحلام او حدثا لاسنان یانې بې عقله به وي او عمرونه به يې هم ډېر نوي (نوي به ځوانان شوي وي)، نو طبعي خبره ده، چې یو څوک بې عقله هم وي او د عمر په اعتبار سره هم پوخ نه وي، نو په هغه کې به فقاهت هم نه وي، په دې وجه په طول د تاریخ کې چه نورې څومره فِرقې ضاله (ګمراهې ډلې) تیرې شوي دي، د هغوی تفصیلي تاریخ معلوم دی، طبقات يې معلوم دي، لوی لوی علماء پکې تېر شوي خو خوارج يواځينۍ باطله فرقه ده چې دوی کې جید او ممتازه علماء نه وي او دوی همېشه په مشکل حالاتو کږ وخت تیروي او ډېره بقا ورته هم نه وي، شر يې ډېر تیز وي خو بقا او وجود يې ډېر نه وي لکه څرنګه چې نبی علیه السلام فرمايلي دي: چې “کلما طلع قرن قطع” يانې چې کله هم سر راپورته کړي نو کټ کېږي به، نو په همدې وجه د دوی مرتب تاریخ، افکار او عقائد نه دي ذکر کړای شوي.
البته په مجموعي توګه کې په ټول خوارجو که اوسني دي او که زاړه دوی په دې یوه خبره کې سره متفق دي چې په غیر مکفِره شي (عمل) باندې د مسلمانانو تکفیر کوي، کله به هغه غیر مکفِره څيز (عمل) ګناه کبیره وي او کله به ګناه هم نه وي، بلکې امر مشروع به وي لکه د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین په دور کې چې وجود ته راغلل او د علي رضي الله تعالی عنه او د هغه د ملګرو او د معاویه رضي الله تعالی عنه او د هغه د ملګرو تکفیر يې شروع کړ، نو هغه کبیره ګناه نه وه بلکې یو مشروع او مطلوب امر و، چې مصالحت بین المسلمین وو، خو داچې دوی په دین زیات نه پوهېږي، کم عمره، بې عقله او جذباتیان خلګ وي نو د “ان الحکم الالله” نعره يې پورته کړه او د ځان نه علاوه د هغه دور د ټولو مسلمانانو تکفیر يې شروع کړ او هم د هغوی خلاف يې مسلح فعالیت شروع کړ.
دکتور مصطفی حلمي په خپل کتاب “الخوارج” کې د دوی باره کې ليکي: ومن العسیر الوقوف علی معتقدات الخوارج من واقع کتبهم فالغالب ان مکتبات المسلمن عاریة عن مؤلفاتهم.
ژباړه: ډېره مشکله ده چې د دوی عقايد د دوی د خپلو کتابونو څخه معلوم کړای شي، ځکه د مسلمانانو کتب خانې (کتابتونونه) د دوی د مؤلفاتو او تصنیفاتو څخه خالي وي، ځکه دوی همېشه په سختو حالاتو کې ژوند کوي، د لیکلو او تصانیفو فرصت ورسره هم نه وي، په دې وجه د هر دور خوارج په فکري او عقيدوي اعتبار سره د بل دور د خوارجو څخه توپير او فرق لري، البته په یوه خبره کې متفق وي چې په غیر مکفِره څيزونو (کړنو) باندې د مسلمانانو تکفیر کوي، یانې داسې خبره، عقیده او عمل چه هغه کافر کونکی (مخرج عن الملة) نه وي، دوی يې کافرونکی او مخرج عن الملة بولي، لکه شیخ الاسلام حافظ إبن تیمه رحمه الله هم فرمايي: وكذلك الخوارج لما كانوا أهل سيف وقتال ظهرت مخالفتهم للجماعة حين كانوا يقاتلون الناس وأما اليوم فلا يعرفهم أكثر الناس وظهرت الخوارج بمفارقة أهل الجماعة واستحلال دمائهم وأموالهم.
ژباړه: دوی مسلح او جنګيالي خلګ وو، د مسلمانانو د جماعت سره د دوی مخالفت هغه وخت راښکاره شو چې د خلګو سره په جنګ شو او نن سبا اکثر خلګ دوی نه پېژني، خو بس داسې ښکاره شول چې د مسلمانانو د جماعت او ټولي څخه ووتل او د مسلمانانو وینه او مال يې ځان ته مباح وګڼل، یانې د خوارجو پېژندل اصلاً د هغوی د کړنو او اعمالو څخه کېږي، یانې چې کله د مسلمانانو تکفیر کوي او د هغوی وینه او مال مباح ګڼي، نو بس هم دغه خواج دي، ورنه څوک به هم داسې پیدا نشي چې ځانته خارجي وايي، بلکې ځانته به کلک سني وايي، کله کله لیکل يې هم د اهل السنت والجماعت د عقیدې سره موافق وي، خو د هغه تطبیق بلکل په مختلف شکل سره وي لکه العلامه دوکتور اوېس المظهر لیکي: فالخوارج یتم الحکم علیهم من استقرار الاحوال و تتبع المواقف ولن تجد رجلاً منهم یصرح لک انه خارجی بل قد یکون کتبه التی یکتبها کلها موافقة لعقیدة أهل السنة و عند التنزیل یکون الأمر مختلفاً.
ژباړه: ترڅو پورې چې د دوی د احوالو، موقفونو او دريځونو پوره تالاش، څېړنه او تحقیق نه وي کړای شوی، په دوی پوره حکم څوک نشي لګولای چې دا خارجي دی ځکه څوک هم ځانته خارجي نه وايي، بلکې کله کله خو يې لیکنې هم د سني عقیدې مطابق وي، خو عملاً صورتحال او تبطیق يې د دېنه مختلف او بدل وي.
او همداراز دکتور اویس المظهر بل ځای کې فرمايي: چې د معاصرو خوارجو سره زموږ مشکل او اختلاف په هغه اصل او مرجع کې نه دی، د کوم نه چې دوی استدلال کوي، بلکې که معاصر خوارج دي او که زاړه خوارج دي، دوی چې د کومو عموماتو څخه استدلال کوي، هغه صحیح دي خو تطبيق يې خطا کوي، اصل اختلاف ورسره زموږ په تطبیق کې دی، چې په چا تطبیق کوي هغه یې مصداق نه وي لکه ابن عمر رضي الله تعالی هم فرمايي: چې خوارج هغه آیاتونه چې د کفارو باره کې راغلي، په مسلمانانو يې تطبيقوي، نو د دوی سره اصل مشکل د دوی د غلط فهم او تاویل په وجه دی، لکه دکتور اویس المظهر پدې اړه داسې فرمايي: و نؤکد أن المشکلة لیست فی التاصیل، فالعمومات التی یستدل بها الخوارج قدیما و حدیثاً هي عمومات صحیحة ولکنهم ینزلونها علی غیر واقعها، فالمشکلة فی التنزیل کما جاء عن السلف فی وصف الخوارج أنهم ینزلون الآیات التی نزلت في الکفار علی المؤمنین و لذالک فمشکلتهم فی التأیل الفاسد.
حافظ ابن حجر رحمه الله هم فرمايي: وکان یقال لهم القراء لشدة اجتهادهم فی التلاوة والعبادة الا أنهم کانوا یتأولون القرآن علی غیر المراد منهم و یستبدون برأهم و یتنطعون فی الزهد والخشوع و غیر ذالک.
ژباړه: د ډېر تلاوت او عبادت په وجه به دوی ته قرآء ویل کېدل، (بعضي روایاتو کې ورته نساک ویل شوي دي، نساک مانا ډېر عبادت ګزار) مګر ګمراه په دې وو چې د قران کریم مطلب او تفسیر به يې داسې کولو چې هغه به نه وو، (یانې مصداق کې به خطا وو، لکه مصالحة بین المسلمین يې د “ان الحکم الا لله” آیت په تناظر کې د الله تعالی سره په صفت د حاکمیت کې شرک ګڼلو او په خپله رايه کلک وو تردې چه ځانونه يې ورباندې قرباني کول او د دغې رايې مخالفین يې مرتد او واجب القتل ګڼل او نني داعشي خوارج هم دغه شان دي، د کتاب الله او سنت رسول صلی الله عليه وسلم د نصوصو په مطلب او تفسیر کښ خطا کېږي، په علمي لحاظ سره سطحي معلومات لري، متبحر او جید علماء ورسره نشته، د کتاب او سنت د نصوصو غلطه تشریح کوي، او په خپله رايې باندې کلک وي لکه شیخ الاسلام حافظ إبن تیمیه رحمه الله فرمایي: و لکن بدعة الخوارج کما یقولون کان قصداهلها متابعة النص والرسول لکن غلطوا فی فهم النصوص و کذبوا بما یخالف ظنهم من الحدیث ومعانی الایات.
ژباړه: دخوارجو بدعت لکه څرنګه چې ويل کېږي پدې شکل و چې د دوی مقصد د نص د کتاب الله او سنت د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او تابعداري وه، خو د قرآن او سنت د نصوصو په فهم کښ غلط شوي وو، یانې دوی د نصوصو د کتاب الله او سنت رسول څخه یو خطا فکر او عقیده اخيستې وه او د دغې بدعي عقیدې او فکر څخه به چې کوم حدیث مخالف و، د هغه تکذیب به يې کولو، دغه شان د قرآن کریم د کوم ایت فهم او مطلب به چې د دوی د ځان څخه د جوړ کړای شوي فکر او عقيدې څخه مخالف و، د هغه تفسیر به يې هم تکذیب کولو، نن سبا هم دغه شان ظاهراً د کفر څخه برأت کونکي دي، خو د قرآن او حدیث په فهم کې خطا شوي دي، هر هغه عالم چې د دوی د رايې سره موافق نه وي، هغه ته عالم سوء وايي او باطل پرسته ورته ښکاري، هر هغه حدیث چې د دوی د باطلې عقیدې او مفکورې خلاف وي، د هغه تضعیف کوي او هم د قرآن کریم د هر هغه تفسیر تکذیب کوي چې د دوی د فکر او عقيدې خلاف وي، لکه د ډېرو مسلمانانو، اسلامي جماعتونو او تحریکاتو تکفیر په مباح، معصیت یا آن تردې چې په مشروع او مطلوب کارونو کوي.
و ما علينا إلا البلاغ