په حقیقت کې د اوسنۍ نړۍ په هره شېبه کې یو بدلون نغښتی او د یوې بې انډوله څرخ په څېر ګرځېدلې، تحولات دومره په چټکۍ سره رامنځته کیږي چې شنونکی انسان هم حیران پاتې شوی دی، بې ثباتي دومره حاکمه شوې چې هیڅ تحلیل خپل ثبات دایمي نه ګڼي او هیڅ شنونکی خپل باور نهايي او تلپاتې نه بولي.
پدیدې په چټکۍ سره رامنځته کیږي، په چټکۍ سره وده کوي او له بلې خوا، ځکه چې اصالت او ریښه نه لري – په چټکۍ سره له منځه ځي او ړنګیږي، په دې نړۍ کې چې دومره د بدلون په حال کې ده، که د داعش ترهګرې ډلې ته وګورو، نو وبه وینو چې د داسې ډلو نشتوالی به نړۍ څومره ارامه او باثباته کړي، د داعش څخه پرته نړۍ به دومره ښکلې او ارامه وي، چې د اوسني وضعیت په اړه د تر ټولو خوشبینه انسانانو په تصور کې به هم راشي.
د داعش پدیدې د نړۍ والو په ذهنونو کې دومره وېره رامنځته کړې وه، چې هیڅ ډول ارامتیا پاتې نه وه، داعش په خپلو ترهګریزو عملیاتو سره چې هیڅ ډول انساني او دیني پولې یې په رسمیت نه پېژندلې، په نړۍ کې یوه ډېره پراخه وېره خپره کړې وه، که موږ نړۍ د داعش او هغو ډلو څخه پرته تصور کړو چې دا عقيده (د وحشت او دهشت عقیده) په خپل ذهن او عمل کې لري، نو دا به یوه ډېره ارامه او سولهییزه نړۍ وي.
نوی نسل او نوی عصر د ټولو پخوانیو عصرونو او نسلونو په پرتله سولې او ارامۍ ته ډېره اړتیا لري او د سولهییز ژوند او په سوله او ارامۍ کې د اوسېدو لپاره هلې ځلې کوي، د نوي عصر او نوي نسل ورک شوی شی په ژوند کې ارامتیا او په عقیده کې هوساینه ده، هر هغه عامل چې دا عناصر له منځه یوسي او یا یې وګواښي، د نوي عصر او نوي نسل په فکر او عقیده کې ځای نه لري او د دوی له خوا به کرکه ورڅخه وشي، په حقیقت کې د ترهګرۍ او وحشت پدیده په اسلامي افکارو او ښوونو کې هم ځای نه لري او غندل شوې ده.
داعش په هغه تګلاره چې اوس یې غوره کړې، که نور ګامونه هم پکې واخلي، نړۍ به په یوه توره تباهۍ بدله کړي، خو که د نننۍ نړۍ د خلکو ټولنیز او دیني ژوند ته مثبته کتنه وکړو او د بشر د راتلونکي په اړه د خیر غوښتنې او مثبت فکر پر بنسټ، داعش او د دوی په څېر تورې داخلي ډلې له نړۍ څخه لرې او جلا کړو، نړۍ به څومره ښکلې او ارامه شي؛ نو د داعش څخه پرته نړۍ به یوه ډېره ارامه او سولهییزه نړۍ وي.
د داعش په فکر کې د وحشت او ترهې پدیده یو اصل دی او د هماغه اصل او قضیې پر بنسټ خپل شتون انځوروي، د داعش څخه پرته نړۍ په حقیقت کې هماغه نړۍ ده چې سوله غوښتونکي او سوله خوښوونکي خلک یې په لټه کې دي؛ ځکه چې د داعش څخه پرته نړۍ کې داسې وحشت شتون نه لري چې پرته له کوم قید او شرط او استثنا څخه پر خلکو پلي شي.
د داعش څخه پرته نړۍ کې، مجرم به د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي، خو مظلوم او هغه څوک چې پرې ظلم شوی، له سزا څخه به خوندي پاتې شي. د داعش څخه پرته نړۍ کې به لانده او وچ سره نه سوزي، هغه څوک چې د له منځه وړلو مستحق دی؛ له منځه به ځي او هغه څوک چې د اجر او ژوند مستحق دی، خپل ژوند به په ښکلا او خوښۍ سره تېروي.
د داعش څخه پرته نړۍ کې به، نړۍ د خبرو اترو سره ډګر ته راشي او مبارزې به د دیني اصولو او اساساتو او انساني ښوونو پر بنسټ مدیریت شي، د داعش په شتون کې به هیڅوک خوندي نه وي، هیڅ فکر او عقیده به له تیري څخه خوندي نه وي او هیڅ انسان به د انسان په توګه خوندي نه وي، په هغه نړۍ کې چې داعش ډله او د هغې تورې عقیدې حاکمې وي، انسان به په ریښتینې مانا انسان نه وي، ځکه چې د نژادي برترۍ فکر د دوی په عقیده کې شتون لري او ترڅو چې دا عقیده د دوی په ذهنونو کې ځاله لري، د انسانیت په اړه به د دوی لیدلوری بدلون ونه کړي.
د داعش څخه وروسته نړۍ به په مثبتو تګلارو او ثابتو ګامونو سره مخته ځي، د داعش څخه پرته نړۍ کې به لاندې چارې نور په نړۍ کې په دې شدت سره شتون ونه لري: له محکمې پرته قصاص، عمومي وحشت، د انسان بې حرمتي او د انساني کرامت له پامه غورځول، په راتلونکو بحثونو کې به د دې مواردو په اړه نوره رڼا واچوو او بېلابېل تحلیلونه او لیدلوري به وڅېړو.