له داعش څخه د خلکو کرکه ولې؟

أحمد سادات

#image_title

الله جل جلاله هر انسان ته د درک او احساس قوه ور کړې ده، انسانان فطري داسې جوړښت لري، چې له ښو شیانو سره علاقه او مینه پیدا کوي او له بدو شیانو څخه کرکه کوي.

د دین احکام فطرتاً داسې دي، چې مسلمانان مینه ور سره لري، ځکه همدا د دین احکام دي، چې انسان تر خدای جل جلاله رسوي، جنت او د خواږه پیغمبر دید او ملاقات ور بښي، خو د دین په احکامو کې، د نورو په پرتله؛ د جهاد مینه ډېره وي، په ځانګړې توګه ځوانان له جهاد او استشهاد سره ډېره مینه لري، همدا وجه ده چې د جهاد په صفونو کې ځوانان تر نورو عمر لرونکو ډېر وي.

خو، هغه خلګ چې د جهاد توان نه لري، یا نور محدودیتونه د جهاد اجازه نه ور کوي؛ د نورو جهادي ډلو او د دې سپېڅلي لارې له لارویانو سره زیاته مینه لري، د هغوی له مېړانې او سرښندنې خوند اخلي، داسې ګڼي چې خپله د همدې لارې لاروی دی.

د اسلامي امارت؛ د بنسټ او اساس څو لسیزې کېږي، خو د خلګو مینه ور سره ورځ تر بلې زیاتېږي، د امارت بنسټ د یوې خړې حجرې څو طالبانو کېښود؛ خو نن دا دی په میلیونونو خلګ لري، ټوله وګړي او ولسونه لېونی مینه ور سره لري، همدې مینې د یوه سپيڅلي هیواد د ازادۍ او یوه شرعي نظام د بقاء او نفاذ لاره هواره کړل.

القاعده؛ یوه جهادي او اسلامي ډله ده، چې له لسیزو فعالیت کوي، عرب او عجم ور سره ولاړ دي، دې جهادي ډلې د شازلمیو او غیور اولس په همکارۍ او مینې د امریکا د غرور برجونه ونړول، له سرحداتو، کړیو، اغزنو تارونو او زريي برجونو څخه تېر شول او د امریکا د غرور هسک څلی یې ړنګ کړ.

حماس؛ د ننني القدس، فلسطین او غزې څخه یوه شهکاره جهادي ډله ده، چې پر صیهونیستي رژیم یې خوب حرام کړی، ددې جهادي ډلې په بریا ټوله مسلمانه نړۍ ویاړي او په غم ور سره ژاړي، موده وړاندې ددې ډلې ستر قاید شهید اسماعیل هنیة تقبله الله په شهادت ورسېد، خو غم یې په درستې اسلامي نړۍ ماتم خپور کړ.

د دې ډلو سره د خلګو د بې کچې مینې لامل؛ یوازې او یوازې د دوی حقانیت دی، دوی په رشتیا هم اسلام غواړي، دوی د شرعي قانون د نفاذ لپاره تورې ویستلې دي، دوی د حضرت محمد صلی الله علیه وسام رښتینې امتیان او د حصرت خالد رضی الله عنه د صف سپاهیان دي.

خو؛ بلې خوا ته د اسلام په نوم یوه غربي پروژه، چې ځان ته د جهادي ډلې نوم ور کوي؛ داعش ده، دا ډله له زیات او کم یوې لسیزې څخه فعالیت کوي، خو د خلګو کرکه ور سره ورځ تر بلې زیاتېږي، خلګ یې رټي، په وړاندې یې غږ پورته کوي، د ظالمانو او د تیارو د لارویانو لقبونه ور کوي.

خو؛ ولې؟!
حال دا چې دوی ځان ته د اسلامي ډلې نوم ور کړی، نو کرکه ولې ور څخه وشي؟
لامل یې دا دی، چې دوی ځان ته د اسلامي او جهادي ډلې نوم ور کوي، خو جهاد او اسلام دواړه بدناموي، دوی په زرګونو مجاهدین او عام مسلمانان په شهادت ورسول، جماتونه یې ړنګ کړل، اسلامي برم یې ونړاوه، ستر مجتهدین یې شهیدان کړل او اسلامي أمت یې د غم په ټبر کښېناوه.

نو ولې به خلګ کرکه نه ور څخه کوي؟! دوی د غرب د لاس آلې شوې، اسلامي منهج یې تغیر کړ، اسلام یې د وحشت او بربریت دین معرفي کړ، انسانیت یې د بې ګناه انسانانو په وینو داغدار کړ.

عاصم جلال
Exit mobile version