كله چې خوارجو دکوفې ښار ونيوه، امام ابو حنيفه رحمه الله يې راوست او ورته يې وويل: ای شيخه له کفر څخه توبه وکاږه!
امام صيب ورته وويل: زه الله رب العالمين ته له هر ډول کفر څخه توبه ګار يم. هغوی پريښود.
چې کله روان شو دوی په خپلمنځ کې وويل: امام صيب له کفر څخه توبه وويسته، خو مقصد يې هغه څه دي چې تاسې ورباندې ياستئ، راويې ګرځوئ.
مشر يې ورته وويل: شيخه! تا خو له کفر څخه توبه وباسله او مقصد دې ترې هغه څه دی چې موږ ورباندې يو؟
امام ابو حنيفه رحمه الله ورته وويل:
دا خبره دګمان له مخې کوې او که يقين دی درته؟
هغه ورته وويل: دګمان له مخې.
امام ابو حنيفه رحمه الله ورته وويل:
الله تعالی فرمايې: { يا أيها الذين آمنوا اجتنبوا كثيرا من الظن إن بعض الظن إثم }
دا ستا يوه خطا ده او هره ګناه ستا په نزد کفر دی، نو لومړی ته له کفر څخه توبه وباسه!
دخوارجو مشر وويل: تا رښتيا وويل ای شيخه، زه له کفر څخه توبه ګار يم!