له اسلام پرته خلافت! پنځمه برخه

خلیل

داعش او د قدرت په وسیله باندې د فقهې بدلول

کله چې د داعش فقهي احکام او د هغوی افراطي دیني تعبیرونه څېړو او تحلیل کوو، دې ته متوجه کېږو چې موږ له یوه عادي، دیني او د معتبر علمي اجتهاد څخه راوتلي فقهي نظام سره مخ نه یو. اوس اصلي پوښتنه چې مطرح کیږي دا ده چې د دې ټولو جعلي فقهې، د احکامو جوړونې او د دین له افراطي تعبیرونو څخه وروستی هدف څه و؟ ځواب باید د قران کریم او د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) په سنتو او د خلفاوو او مجتهدینو امامانو په سیره کې ونه لټوو، بلکې د داعش په قدرت غوښتنې او سلطه‌طلبه منطق کې یې باید ومومو.

هغه څه چې داعش د خپل برید په دوره کې فقه بلله، په حقیقت کې د جعلي او تحریف شویو قواعدو یوه ټولګه وه چې د یوه واحد هدف لپاره جوړه شوې وه، او هغه د خلافت په نوم د یوې ځانګړې ډلې د حاکمیت رامنځته کول، ساتل او پراخول دي. په حقیقت کې دا جعلي فقه، د دین د سمې پېژندنې لاره نه وه، بلکې د قدرت ایډیالوژۍ لپاره یوه وسیله وه. د دوی تحریف شوې فقه په دریو تړلو پړاونو کې تحلیل کیدای شي:

په لومړي ګام کې، داعش ډلې اړتیا درلوده چې د دین او فقه په جعلي تحریف سره، خپل بې حده تاوتریخوالی مشروع او حتی مقدس وښیي. د دې کار لپاره، یې د «جهاد» مفهوم په داسې ډول بیا ځلي تعریف کړ چې د نظامي او غیر نظامي، دفاع او برید، او حتی د مسلمان او غیر مسلمان ترمنځ هیڅ سرحد پاتې نشي.

په دې چوکاټ کې، د خلکو وژنه قصاص ونومول شوه، ترهګري د حد اجرا وګڼل شوه او د ښارونو اشغال اسلامي فتح وبلل شوه. دا بیا تعریف، له یوې خوا جذب شویو کسانو ته یو اعتقادي او احساساتي انګېزه ورکوله او جرم یې د عبادت په لباس کې ښوده، او له بلې خوا، بهرنۍ نړۍ ته یې پیغام ورکاوه چې دا ډله د خبرو اترو او روغې جوړې نه ده او یوازې د تاوتریخوالي ژبه پیژني.

په دویم پړاو کې، داعش ډله د خپل دوام لپاره مجبوره وه چې یوه بشپړه اطاعت کوونکې او یو لاس ټولنه رامنځته کړي. دې هدف ته د رسیدو ترټولو مهمه وسیله پراخه تکفیر و. دې ډلې ادعا کوله چې یوازې د دوی غړي ریښتیني مسلمانان دي او نور ټول (له شیعه او سني څخه چې ورسره موافق نه وو نیولې تر صوفي او غیر مسلمانو پورې) د کفر په صف کې دي، په دې کار سره یې د ځان او نورو ترمنځ یو سخت او خونړی هویتي سرحد رامنځته کړ.

د دې فکر په اساس د داعش پیروان په یو ډول ذهني محاصره کې راګیر وو؛ یوه نړۍ چې په هغې کې ټول دښمن دي او د خلاصون یوازینۍ لاره د داعش د ډلې له مشرانو څخه بشپړ اطاعت دی. په پایله کې، د فرد پخواني هویتونه، لکه ملیت، قومیت او حتی د کورنۍ دودیز دینداري، له منځه لاړل او ړنده فرقه يي وفاداري په ترټولو لوړ فضیلت بدله شوه. او په دې تاوتریخوالي کې هر ډول پوښتنه یا انتقاد هم د خیانت په توګه ګڼل کیده.

په دریم پړاو کې، کله چې داعش ډلې پر ځانګړو سیمو واکمنه شوه، نو د دې قلمروونو د اداره کولو لپاره یې یو میکانیزم ته اړتیا پیدا کړه. د ښځو په اړه سخت احکام، ډله‌ییزې سزاګانې، خپل سري مالي قوانین او سخت امنیتي مقررات هغه څه و چې په توسط یې غوښتل د یو پولیسي او نظامي حکومت قانون جوړ کړي.

دې قوانینو څو اساسي ځانګړتیاوې درلودې، لومړی دا چې هیڅ ډول انعطاف او د تعبیر امکان یې نه درلود او د بشپړ تعبیر اختیار یې د ډلې نظامي مشرانو په لاس کې و. دویم دا چې د خلکو د ژوند ټول اړخونه یې تر کنټرول لاندې راوستل. درېیم دا چې د اعدام، شلاقو باندې وهل او د بدن غړو پرې کولو په څېر د سختو مجازاتو په علني پلي کولو سره، اصلي هدف د عمومي ویرې خپرول او د هر ډول اعتراض یا نافرمانۍ مخنیوی و. په دې ځای کې فقه او قانون د عدالت لپاره نه، بلکې د وحشت له لارې د سلطې د ټینګښت لپاره کارول کیده.

په پای کې ویلای شو چې د داعش فقه، د صالحو سلفو ته د بیرته ورتګ له ادعا سره سره، په حقیقت کې یوه عصري او سیاسي پدیده وه. دا فقه، د تکفیري افراطیت، عصري سازماندهۍ او سختې استبدادۍ یوه خطرناکه ترکیب و. پر هغې حاکم منطق، د یو ځانګړي سازمان او ډلې د بقا او پراختیا منطق و، نه د دیندارۍ او دیني استنباط منطق. حتی د جنسي غلامۍ یا د تاریخي اثارو ویجاړولو په څیر اقدامات، نه د دین له متن څخه، بلکې د داعش ډلې له رواني او سیاسي اړتیاو څخه سرچینه اخیستې وه.

له همدې امله، د داعش او ورته جریانونو سره مقابله، یوازې په نظامي ځواک سره اغیږمنه نه ده. دا مقابله باید دوه اړخیزه وي: له یوې خوا د دوی د فزیکي جوړښتونو د له منځه وړلو لپاره امنیتي مبارزه او له بلې خوا د دې تاوتریخوالي او قدرت غوښتونکي څیرې د افشا کولو لپاره معرفتي او فکري مبارزه. د دې جریانونو وروستی ماتې هغه وخت رامنځته کیږي چې مفاهیم لکه جهاد، خلافت، شریعت او امت، د تحریف کوونکو له پنجو څخه راوباسي او دا تاوتریخوالی روایت، د مسلمانانو په ذهن او وجدان کې، په ښکاره توګه رد او محکوم شي.

Exit mobile version