قدس؛ د امت ټپي زړه! نهمه برخه

ابو هاجر الکردي

د استعمارګرو کړنې او د مسلمانانو ویښتابه:

کله چې د عثماني خلافت ستنې ونړېدې، د ختیځ او لویدیځ کفارو، په ځانګړي ډول یهودو او مسیحانو، خپلې پخوانۍ شخړې شا ته پرېښودې، چې یهودو به حضرت عیسی علیه السلام نامشروع اولاد باله (العیاذ بالله) او مسيحانو به یهود د حضرت عیسی علیه السلام قاتلان ګڼل.

خو له دې سره سره، دوی په یو واحد صف کې د مسلمانانو پر وړاندې راټول شول، د اسلامي امت ستره خاوره یې د ځناورو غوندې ټوټه ټوټه کړه او د سرطان ناوړه بوټی (اسرائيل) یې د اسلامي نړۍ په زړه (فلسطین) کې ځای پر ځای کړ.

د مسلمانانو نورې سیمې یې په کوچنیو امارتونو وویشلې او هلته یې خلک فکري او کلتوري غلامۍ ته اړ کړل، د دې کوچنیو هېوادونو په سرنوشت کې یې داسې واکمنان وګمارل، چې د دوی تر امر لاندې یې د استعمارګرو استازیتوب کاوه، ترڅو خلک فکري ارتداد ته کش کړي.

بیا یې داسې سازمانونه او بنسټونه رامنځته کړل، چې د اسلامي امت هویت کمزوری کړي، دوی هڅه وکړه، ترڅو د مسلمانانو تر منځ اختلافات خپاره کړي، د مذهبونو، ګوندونو او ډلو تر منځ نفاق جوړ کړي او خلکو ته د اسلام اصول داسې وښيي چې ګواکي د ژوند د سمون لپاره کفایت نه کوي.

تر ټولو خطرناک برید یې د تعلیم او تربیې په ډګر کې وکړ، دوی کوښښ وکړ، ترڅو د مسلمانانو د صنعت او ټکنالوژۍ په پرمختګ کې خنډ شي او هغوی وروسته پاتې وساتي، د دې لپاره یې اوږدمهاله پلانونه جوړ کړل، ترڅو د مسلمانانو راتلونکي نسلونه د مادي او معنوي لحاظه له خپل دین څخه پردي کړي او د دوی له نظام سره ټينګ پاتې شي.

که څه هم دا هڅې په اوږده موده کې نتیجه ورکوي، خو زیان یې ژور او خطرناک دی، دا هر څه، چې د “روښنفکرۍ” او “خیر غوښتنې” تر نقاب لاندې ترسره کېدل، یوازې د دې لپاره و، ترڅو عام خلک دوکه کړي؛ کله چې استعمارګرو قدرت ترلاسه کړ، نو خپل ناوړه قوانین یې پلي کړل، خلک یې وډبول او د ولس اراده یې تر پښو لاندې کړه.

دوی همدا تګلاره په ترکیه، سوریه او نورو ځایونو کې پلي کړه، کمال اتاترک لومړی د ملي یووالي په شعار واک ترلاسه کړ، خو کله چې واک ته ورسېد، نو د اسلام ټول احکام یې د خلکو له ژوند څخه واېستل او د غرب بې‌دیني یې پر ترکیې وتپله، چې ملت یې د تل لپاره له ستونزو سره مخ کړ.

استعمارګرو یوازې د فکري غلامۍ په رامنځته کولو قناعت ونه کړ، بلکې د خلیج د تېلو د شتمنیو د لاسته راوړلو لپاره یې یو له بل سره سیالي پيل کړه، خو د دوی تر ټولو ستر خنډ افغانستان و، چې استعمار ته یې سر ټيټي نه کوله.

شوروي اتحاد بله لاره ونه موندله، پرته له دې چې افغانستان له مخې لرې کړي، له همدې امله یې په ۱۳۵۸ هـ ش کې، شوروي اتحاد په بشپړ پوځي ځواک سره پر افغانستان یرغل وکړ، دا جګړه نهو کلونو ته وغځېده او د “سیلونکي” د څېړنو له مخې، ۹ سلنه خلک معلول او ۳۳ سلنه بې‌کوره شول.

خو د خدای جل‌جلاله قدرت دا و، چې دغه لوی استعمار د بې‌وزلو مؤمنو مجاهدینو په وړاندې ماتې کړي، رب‌العالمین څومره ښکلي فرمایي: [وكَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةٌ كَثِيرَةً بِإِذْنِ الله وَالله مَعَ الصَّابِرِينَ].(البقرة: 249)

“او څومره وړې (د جنګياليو له اړخه لږ) ډلې شته چې د الله تعالى په حکم يې پر غټو (زياتو) ډلو غلبه کړې ده او الله تعالى د صابرانو سره دى!”(البقرة: 249)

شوروي اتحاد نه یوازې په دې جګړه کې ماتې وخوړه، بلکې له دننه هم ړنګ شو، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نور مسلمان‌میشتو سیمو خپلواکي اعلان کړه، د شوروي له سقوط وروسته، لویدیځ ځان د نړۍ یوازینی ځواک وباله او خپل استعماري پلانونه یې لاپسې پراخ کړل.

په دې برخه کې، پر ټولو مسلمانانو او د اسلامي هېوادونو پر مشرانو لازمه ده، چې د الله جل‌جلاله د پر قطعې وعدو یقین ولري، د خپل حالت بیا کتنه وکړي او هېڅکله د اسلام د دښمنانو (ختیځ او لویدیځ) مخې ته د اړتیا لاس وغځوي، بلکې باید پر الله جل‌جلاله توکل وکړي، رښتیني رجوع ورته وکړي او تل دا الهي حکم په ذهن کې وساتي، چې فرمایي: [وَلَا تَرْكَنُوا إِلَي الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ الله مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ].

(د ظالمانو لور ته میلان مه کوئ، که نه نو د دوزخ اور به مو را ونغاړي او تاسو ته به پرته له الله جل‌جلاله هیڅ ملاتړ نه وي، بیا به مرسته هم ونه مومئ!)

همدا راز، رب‌العالمین مسلمانان په سورة المائده کې سخت خبروي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ الله لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ].

“ای مؤمنانو! یهود او نصارا خپل دوستان مه جوړوئ، هغوی د یو بل دوستان دي، هر څوک چې له تاسو د هغوی دوستي غوره کړي، نو بېشکه چې له هغوی څخه ګڼل کېږي او الله تعالی جل‌جلاله ظالمانو ته هدایت نه ورکوي”

Exit mobile version