د مسلمانانو دنده:
د الله تعالی حکمت او مشیت تل داسې و چې د بشر له پیل څخه حق او باطل په جګړه کې دي او وي به؛ لکه څنګه چې د باطل پلویانو هیڅکله د حق په وړاندې له چل، توطیې او دسیسې لاس نه دی اخیستی، د حق پلویان هم باید د باطل پر وړاندې هیڅکله کمزوري او بې وسه نه شي.
لکه څنګه چې الله تعالی په خپل تل پاتې کلام کې فرمایي: [وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا]
ژباړه: «هغوی (کافران او مشرکان) به تل له تاسو سره جګړه کوي تر هغه چې تاسې له خپل دین څخه واړوي که يې وس ولري».
د دې ایت په تفسیر کې علماء وايي: چې دلته د «يُقَاتِلُونَكُمْ» او «وَلَا يَزَالُونَ» صیغې مضارع فعلونه دي او د تجدد استمراري معنی لري، په دې تفسیر سره چې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې چل او توطیه د اسلام له پیل څخه وجود لري او تر هغه وخته به وي تر څو چې مسلمانان په خپل دین او عقیده ټینګ وي.
دا چلونه او دسیسې به د هر وخت او ځای سره په عصري او مختلفو لارو او د پرمختګ او بدلونونو سره سم دوام وکړي، له همدې امله، موږ ګورو چې الله تعالی په خپل تل پاتې کتاب کې په بې شمیره ایتونو کې له مجاهدینو او هغو کسانو څخه چې د الله د کلمې د لوړولو لپاره جهاد کوي، قدرداني کړې ده او في سبیل الله کې یې د جګړې او جهاد لپاره هڅونه او تشویق کړی دی.
په ځانګړې توګه یې په دې خبره ټینګار کړی دی چې شهیدان که څه هم په ظاهره وژل شوي دي، خو په حقیقت کې مړه نه دي، بلکې هغوی له هغه لوري څخه ځانګړی ژوند لري او له ډول ډول نعمتونو برخمن دي او ښاد او خوشحاله دي.
[وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ الله أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللهُ مِن فَضْلِهِ].
ژباړه: «ګومان مه کوئ، چې د الله په لار کې وژل شوي کسان مړه دي، بلکې دوی ژوندي دي، د الله په دربار کې روزي ورکول کيږي او په هغه څه خوشحاله او ښاد دي چې رب د خپل فضل څخه ورکړي دي».
او په بل ځای کې فرمایي:
[وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِله].
ژباړه: «تاسو (ای مسلمانانو له دوی سره) جګړه وکړئ تر څو چې هیڅ فتنه (د کفر غلبه) پاتې نه وي او دین ټول د خدای لپاره وي».
او په بل ځای کې فرمایي: [وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ الله الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ]. «تاسو د الله په لار کې له هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسو سره جګړه کوي».
د الهي حکمت داسې غوښتنه وه چې د ځمکې اصلاح او د الله د شعائرو او مساجدو بقا د دفاع په قانون ولاړ وي.
لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: [وَلَوْلَا دَفْعُ الله النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ]. «که چیرې الله د ځینو خلکو شر د ځینو نورو په واسطه لرې نکړي، نو ځمکه به فساد ونیسي، مګر الله په جهانیانو باندې فضل او احسان لري».
او په بل ځای کې فرمایي: [وَلَوْلَا دَفْعُ الله النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ الله كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ الله مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ الله لَقَوِيٌّ عَزِيز].
ژباړه: «که چیرې الله د ځینو خلکو (فساد) د ځینو په واسطه لرې نه کړي، نو د عیسویانو دیرونه او کلیساګانې او د یهودانو کنشتونه او د مسلمانانو مساجد چې په هغو کې د الله نوم ډیر یادېږي، تخریب او ورانېږي، او یقیناً الله د هغو کسانو سره مرسته کوي چې د هغه مرسته کوي. الله ډیر ځواکمن او غالب ذات دی».
علماء فرمایي چې جهاد په څلور ډوله دی:
۱. له کفارو سره جهاد
۲. له شیطان سره جهاد
۳. له نفس سره جهاد
۴. له منافقینو سره جهاد.
د الله تعالی په نزد تر ټولو کامل بنده هغه څوک دی چې د جهاد ټول مراتب یې خپل کړي وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تر ټولو کامل او مقرب بنده و، ځکه چې د جهاد ټول ډولونه یې بشپړ کړل او د (الله) په لار کې یې جهاد ادا کړ او د بعثت له پیل څخه تر وفات پورې په جهاد بوخت و، رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله د کلمې د لوړولو لپاره د بعثت له پیل څخه تر وفات پورې هم پخپله جهاد وکړ او هم یې خپل امت تشویق او وهڅاوه.
د خدای پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قِيامُ ساعَةٍ فِي الصَّف لِلْقِتالِ فِي سَبيلِ اللهِ خَيْرٌ مِنْ قيامِ سِتِّينَ سَنَةً». «د الله په لار کې د جګړې لپاره په صف کې یوه لحظه درېدل د ۶۰ کلونو عبادت څخه غوره ده».
او همداشان فرمایي: «حَرَسُ لَيْلَةٍ فِي سَبِيلِ الله أَفْضَلُ مِنْ أَلْفِ لَيْلَةٍ يُقَامُ لَيْلُهَا، وَيُصَامُ نَهَارُهَا». «د الله په لار کې یوه شپه حراست (نګهباني او پېره) د زرو شپو څخه غوره ده چې شپې یې عبادت او ورځې یې روژه ونیول شي».
بل ځای فرمایي: «لَغَدْوَةٌ فِي سَبِيلِ اللهِ أَوْ رَوْحَةٌ، خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا». «د الله په لار کې سهار یا ماښام وتل له دنیا او هغه څه چې په هغې کې دي غوره دي».
همداشان فرمایي: «ما اغبرت قدما عبد في سبيل الله فتمسه النار». «داسې نه کیږي چې د چا قدمونه دې د الله تعالى په لاره کې ګرځمن شي او بیا دې د جهنم اور هغه لمس کړي»
د جهاد د فضیلت لپاره همدا بس ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په شخصي توګه هیله کوي چې څو ځله د الله په لار کې د اسلام د دښمنانو په توره شهید شي. لکه څنګه چې هغه فرمایلي دي:
«… وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَوَدِدْتُ أَنِّي أَغْرُو فِي سَبِيلِ اللهِ فَأُقْتَلُ، ثُمَّ أَغْرُو فَأُقْتَلُ، ثُمَّ أَغْرُو فَأُقْتَلُ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس (واک) کې ده، زه خوښوم چې د الله په لاره کې ووژل شم، بیا ژوندی شم، بیا ووژل شم، بیا ژوندی شم، بیا ووژل شم».
جهاد د دې سبب شو چې اسلام په نړۍ کې خپور شي او خلک د بندګانو له اسارت څخه خلاص شي، د الله وحدت او لا شریکه بندګۍ ته راشي او د غیر الهي دینونو له ظلم څخه د اسلامي عدل او د دنیا له تنګوالي څخه د هغې پراخوالي ته انتقال شي، د جهاد د همدې اهمیت او د نړۍ په جوړولو کې د هغه د اغیزمنې ونډې ته په کتو سره.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «… الْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ بَعَثَنِي الله إِلَى أَنْ يُقَاتِلَ آخِرُ أُمَّتِي الدَّجَّالَ لَا يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ، وَلَا عَدْلُ عَادِلٍ». «جهاد زما د بعثت له پیل څخه تر هغه وخته پورې روان دی چې زما د امت وروستی کس له دجال سره جګړه کوي، د هیڅ ظالم ظلم او د هیڅ عادل عدالت هغه نه شي لغوه کولی».
خو په دنیا باندې بوختیدلو او هغې ته رغبت کولو او د جهاد ترک کولو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرداری ورکړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الْجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلَّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ ، قَالَ أبو دَاوُدَ».
«هرکله چې تاسو په بار بار معاملې پیل کړې، او د غواګانو لکۍ مو ونیولې او په کرنه خوښ شوې او جهاد مو ترک کړ، نو هغه وخت به الله تعالی پر تاسو داسې ذلت مسلط کړي چې له تاسو څخه به نه لرې کيږي تر څو چې تاسو بیرته خپل دین ته راشئ».