فکري یرغل هغه خطرناک برید دی، چې د ټوپک یا بم په څېر نه وي؛ بلکې له ذهن او فکر څخه شروع کېږي. دا داسې جګړه ده، چې د انسان عقیده، فکر، او فرهنګ په نښه کوي، ترڅو ملتونه له دننه کمزوري کړي.
د فکري یرغل لومړنی ګام د خلکو اذهان، مفاهیم او د هغوی اصطلاحات بدلول دی، هغه شیان چې پخوا به ښه ګڼل کېدل، بد معرفي کوي او هغه څه چې بد و، د “آزادۍ” او “تمدن” تر نامه لاندې ښکلي معرفي کوي.
له پېړیو راهیسې مسلمانان او اسلامي خاورې د ډول ـ ډول جګړو او خارجي اشغالونو سره مخ دي. دغه جګړو، نه یوازې د مسلمانانو خاوره او شتمني قبضه کړې؛ بلکې تاریخ، هویت او کلتور یې هم تر اغېزې لاندې راوستلی.
فکري جګړه یعنې د ملي افکارو، اصطلاحاتو او ارزښتونو بدلول او پر ځای یې نور مفاهیم، افکار او اصطلاحات نصبول؛ دا جګړه د اشغال تر ټولو ستره وسیله ده، چې اشغالګر یې د ملتونو د ذهن او فکر بدلولو لپاره کاروي، ترڅو له دننه یې سره وشني او دوی ته یې کنټرول اسانه شي. که چا د افغان ـ امریکا جنګ تعقیب کړی وي او تر شا یې د استعماري ځواک او غربي تشکل پټه څیره تر پلټنې لاندې نیولي وي؛ نو دا به ورته څرګنده شوې وي، چې د پوځي تهاجم ترڅنګ په عقایدو، ثابتو افکارو، ارزښتونو او کلتورنو باندې هم جګړه روانه وه.
موږ لیدل، چې استعماري ځواکونو به د بمونو د استعمال ترڅنګ په سلګونو داسې اصطلاحات، مفاهیم او محتواوې هم خپرولې، ترڅو حقایق تحریف کړي، زموږ هویت او تاریخ بدنام کړي او د خلکو عقاید او باورونه بدل کړي.
هغه څه چې د تېر شل کلن جنګ پر مهال موږ په سترګو لیدل، هغه دا و، چې له لومړۍ ورځې نه اشغالګرو کوښښ کاو، چې په هر ډول ممکنه وي، فکري او کلتوري جګړه روانه وساتي او د دې په پار یې بیلابیل عنوانات او ډول ډول تخریبي او ترهګريز وسایل هم استفاده کړل، ترڅو مو ټولنیز ارزښتونه، تاریخ او تمدن، کلتوري عنعنات، فکري عادتونه او مذهبي یادګارونه له منځه یوسي.
اشغالګرو زموږ تاریخي میراثونه ونړول، آثار یې لوټ کړل، مذهبي یادګارونه یې شهیدان کړل. هدف دا و چې زموږ د زرګونو کالونو اصیل فِکر او کلتور ضعیف کړي، زموږ دود او ارزښتونه بدل کړي او پرځای یې د غربي او بیګانه ارزښتونو یو مخلوط راوړي او ټولنیز هویت مو له اصل څخه جدا کړي.
دوی لومړۍ ملي ژبې هدف وګرځولې، حقایق یې جعل او تاریخ یې تحریف کړ، د اصطلاحاتو په اړولو یې مهم هدف ترلاسه کول غوښتل، چې هغه زموږ ټولنیز، اخلاقي، دیني او اصیل کورنۍ جوړښت ورانول و. دا د دوی ستراتیژي وه او په دې یې میلیارډونه ډالر هم مصرف کړل؛ ځکه دا هغه څه دي، چې د اشغال په وړاندې خنډونه بلل کیږي او د ملتونو سیاسي واک او اتحاد تضمینوي.
اشغالګر تر یو بریده په خپلو اهدافو کې بریالي هم شول؛ دوی د عقلونو په غلا کولو، حقایقو په جعل، د تاریخ په تحریفولو او د ځینو ارزښتونو، یادګارونو او مفاهیمو په بدلولو سره دا کار ترسره کړ، بشپړ اسلام سره تړاو ترهګري وبلل شوه، د اشغال په مقابل کې جهاد او مبارزه تاوتریخوالی وګڼل شو او د خپلې خاورې او مقدساتو څخه دفاع تیری وبلل شو.
د ثابتو افکارو او ارزښتونو په له منځه وړلو سره څرګنده شوه، چې اشغالګر غواړي اصیل مفاهیم ګډوډ او ترمنځ پرتې پولې او توپیرونه له منځه یوسي او همداسې وشول، خیر به د شر مساوي و، فاسد به شریف و، ظالم به د مظلوم په څېر و، متجاوز د مدافع په څېر او نیواکګر د حق لرونکي په څېر و، او دا هغه څه دي، چې دوی غوښتل.
مطلب دا چې په فکري جګړه کې اصلي هدف د خلکو فکر وي، ځکه کله چې د یو ملت دا بنسټیز باور ونړیږي؛ بیا هغه ملت خپله لار ورکه کوي او د کنټرول لپاره اسانه هدف ګرځي. له همدې کبله غرب هر وخت د ښایسته شعارونو لکه «آزادي» او «ډیموکراسي» تر شا فکري پروګرامونه پرمخ بیایي، ترڅو په ټولنه کې نفوذ وکړي.
که څه هم افغانستان له فزیکي اشغاله خلاص دی؛ خو ولې لا هم د فکري جنګ د تباه کوونکو اهدافو او مرامونو د نه پیژندنې په وجه زموږ ټولنه یو څه تر فکري اشغال لاندې ده. که د فکري اشغال پر خطرونو او تاوانونو باندې خبر نکړل شي، د مبارزې د ثبات فکتورونه او د فکري نفوذ څخه د ساتنې لارې چارې ونه سنجول شي؛ نو دلته شته غربي نظریات به زموږ د راتلونکې نسل اصلي افکار وي، چې دا به د افغاني ټولنې فکري او اخلاقي جوړښت ته ډیر سخت زیان ورسوي. د ټولنې د ژغورنې لپاره باید ټولنیز ثبات زیات او فکري درزونه وتړل شي او زموږ بنسټیز ارزښتونه ټینګ شي.
نو کله چې موږ له داسې تهاجم سره مخ یو، چې زموږ عقاید، ثابت افکار، کلتور، هویت، تاريخ او تمدن هدف ګرځوي؛ نو تر هر وخت زیات مکلف يو، چې خپل ځان او خپله ټولنه په هر ډول لارو محفوظه کړو، ځکه کله چې د یو ملت بنسټونه، کلتور، خاوره او حاکمیت ته تهدید پیښیږي؛ نو په هغه ملت لازمه ده، چې ټول امکانات او ځواکونه د هغوی د دفاع لپاره وکاروي.
دا کار پرته له دې نشي کیدای، چې ترڅو عقل او فکر د بیګانه نفوذ څخه محفوظ نه شي. هر ډول پردي او زموږ له عقایدو او ارزښتو څخه لرې افکار او ارزښتونه رد نشي او پخپلو ثابتو او اصيلو اسلامي اصولو او ارزښتونو کلکې منګولې ونه لګول شي او ښه پیاوړي شي، ځکه دا زموږ لپاره اصلي مرجع او زموږ د بقا تضمین دی.
