فلسطین؛ د داعش او اسلامي امارت دریځونه

ماهر بلال

نن ورځ په افغانستان کې د امنیتي کمیسیون له لوري یو کانفرانس ترسره شو چې د افغانستان د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ د فلسطین د قضیې په اړه هم پکې بحث وشو.
په کانفرانس کې د امنیتي او تصفیوي کمیسون مشر او د د دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد د فلسطین د قضیې یادونه وکړه؛ په غزه او نورو سیمو کې د یهودو سره جنګیدونکي مجاهدین یې په حقه یاد کړل او دا جهاد یې د فلسطیني مسلمانانو مسلم حق وبللو، د نړۍ په ټولو مسلمانانو یې غږ وکړ چې د فلسطیني مظلومانو سره په برحقه مبارزه کې په قوت خپل غږ اوچت کړي او د دې مظلوم قشر هر ډول مرسته وکړي.
دا هغه څه دي چې د اسلامي امارت حقانیت په ډاګه کوي او هغو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي چې وایي اسلامي امارت سره د امت غم نشته. په ډیر تکرار سره یو وار بیا د اسلامي امارت یو لوړپوړي چارواکي په زغرده نړیوالو ته ظالمان وویل، نړیوالو ته یې یادونه وکړه چې ستاسو اوسنی سیاست له دوه مخي توب او ظلم څخه ډک دی، باید تاسو خپل شیطاني سیاست ته تغیر ورکړئ او د بشریت سره له دې کلکې دښمنۍ لاس واخلئ.
په دین اسلام کې بیت المقدس له حرمینو څخه وروسته ډیر اهمیت لري، بیت المقدس هر مسلمان ته مقدس ځای دی، د بیت المقدس آزادي د هر اصیل مسلمان مسؤلیت دی.
د نورو غمیزو سربیره د اولې قبلې بیت المقدس غمیزه یو له ترټولو سترو غمیزو څخه یوه ده، زه نن په ډیر تأسف سره دا خبره کوم چې نړۍ له مسلمانانو ډکه ده خو څوک دې ته تیار نه دي چې د بیت المقدس د پاکې خاورې د خپلواکۍ لپاره جهاد ته مخه کړي او د کفارو له اشغاله یې خلاصه کړي.
په فلسطین او د فلسطین شاوخوا نورو سیمو کې د یهودو سره په جګړه بوخت مجاهدین یقینا د دې وخت اصیل او سپیڅلي مجاهدین دي ځکه همدا مجاهدین دي چې د مسلمانانو د اولې قبلې بیت المقدس د استقلال لپاره جنګیږي، همدا مجاهدین دي چې په خپل جهاد سره یې له مسلمانانو هیره شوې مقدسه جګړه بیا وریاده کړه، دا مجاهدین جګړه کوي ترڅو د اسلامي امت یو مظلوم قشر د بدبخته کفارو (یهودو) د جبر څخه خلاص کړي.
دوی په ډېر څه ارزي، خو ارمان چې زمونږ لاسونه لا د کفارو او د دوی د غلامانو څخه خلاص نه دي.
له پخوا تراوسه اسلامي امارت د نړۍ د هر مؤمن درد خپل درد بللی او د امت مسلمه د حقیقي استقلال لپاره د هر کوشش کونکي مبارزه یې حقه بللې، خو بل طرف یوه ډله ده چې ځان د امت مسلمه د هرې وړې و غټې مسئلې ټیکه داران بولي خو د کردار او داعیې ترمنځ یې د ځمکې او اسمان فرق دی، یوه ډله ده چې له خپلو علاوه ټول مؤمنان کفار او مرتدین شماري، یوه ډله ده چې په یو څو جعلي کارونو ځان د خلافت حقدار بولي خو د خلافت په اصل معنی تراوسه خبر نه دي.
دا ډله د وخت خوارج داعشیان دي چې هر حق پرست مؤمن یې له ظلم خلاص نه دی. داعش چې ځان د وخت پاک مؤمنان ښیي او ځانونه د مسلمانانو خیرخواهان ګڼي خو په اصل کې د امت مسلمه په لمن تور داغونه همدوی دي.
د وخت خوارجو (داعشیانو) د فلسطین قضیې په اړه خاموشي اختیار کړې، ددې نه ختمیدونکي خاموشۍ ترڅنګ دوی د فلسطین مسلمان مجاهدین (حماس) مرتدین وبلل او د یهودو پرځای یې د مجاهدینو وژلو ته لومړيتوب ورکړ.
ما مخکې یادونه کړې وه چې داعشي خوارج تل د یهودو په خدمت کې وي نو دا ځل د فلسطین په اوسنۍ قضیه کې د لامتناهي خاموشۍ ترڅنګ داعش د یهودو طرفداري وکړه او د فلسطیني مؤمنانو د درد دوا کیدو پرځای د هغوی دښمنان وګرځیدل، د فلسطین مجاهدین یې مرتدین وګڼل او په مقابل کې یې د جنګ فتوه ورکړه خو دا کومه د حیرانتیا خبره نده چې څوک پرې تعجب وکړي چې ولې داعشي خوارجو داسې وکړل؟ د وخت خوارج (داعشیان) به خامخا همداسې کوي او پکار هم ده چې داسې وکړي ځکه دا د کفارو جوړه شوې ډله نو باید د کفارو لپاره کار وکړي (نه د مؤمنانو لپاره) لکه څنګه چې یې کوي او جریان لري.
بل خوا بیا دغه د جهنم د سپیو ټولی اسلامي امارت (هغه صف چې د فلسطین د قضیې ترڅنګ د ټول امت غم خپل غم بللی او د خپل توان په اندازه مرستې ته یې چمتو شوی) باطل بولي او پر ضد یې خپل مسخره جنګ د جهاد په نوم یادوي. دا ډله د فلسطین په اړه بیخي خاموشه ده او هرڅوک چې د اسلام خیرخواه وي، د مسلمه امت د درد دوا وي دوی یې په مقابل کې پاڅون کوي.

داعشیان چې خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفیﷺ خوارج یاد کړي او د جهنم د سپیو صفت یې ورکړی ځینې وخت ویډیوګانې خپروي چې دوی په یهودو حملې کړي یا یهود په نښه کوي دا مطلق درواغ وایي. دا ویډیوګانې اکثریت جعلي وي او داعشیان یې د خپلو موخو دپاره جوړوي ترڅو یو څو جذباتي ځوانان دوکه کړي او په توسط یې خپل شوم اهداف ترلاسه کړي.
څه وخت مخکې د ابو عطاء صنعاني په نوم یو کس چې د خوارجو (داعشیانو) له ټولي جلا شوی وو هغه په ثبوتونو سره دا خبره واضحه کړه چې داعش د بعضو موخو لپاره جعلي ویډیوګانې او نور رسنیز درواغ جوړوي ترڅو خپلو فریبونو ته ادامه ورکړي نو یو ټولی چې په درواغو کې دومره مهارت لري او په کذب خپل اهداف ترلاسه شوي بولي نو د هغوی نه د امت د خیر تمه کیدای شي؟
نه هیڅکله نه! ځکه جعل او درواغ دواړه په اسلام کې ځای نلري نو جعلي مجاهدین هم په اسلام کې ځای نلري.

د دواړو جهانونو سردار حضرت محمدﷺ فرمایي:
دعْ ما يُريبُكَ إلى ما لا يُريبُكَ فإنَّ الصدقَ طُمأنينةٌ وإنَّ الكذبَ رِيبَةٌ.

الله تعالی په قران کریم کې د درواغجنانو په اړه فرمایلي دي:

فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكٰذِبِينَ
ژباړه: كه هر څوك درواغجن وي، پر هغه دي د خداى لعنت وي.” (سورت ال عمران:۶۱ )

همدا ډول په بل ایت کې فرمایلي دي:

إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ
ژباړه: الله داسي يو چا ته هدايت نه كوي چي له حده تېرېدونكى او ډېر درواغجن وي. (سورت المومن غافر:۲۸)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version