په اوسني حالت کې پاکستان د یوه ژور سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران له سخت پړاو سره مخ دی، چې بنسټیز لاملونه یې د پوځ په دننه کې تفرق، د قدرت پر سر شخړې او د یوه واحد ملي لیدلوري نشتوالی بلل کېږي. د جنرال عاصم منیر تر مشرۍ لاندې، د پوځ مشرتابه له خپل اساسي، مسلکي او دفاعي ماموریت څخه منحرفه شوی او د هېواد پر ځای یې د شخصي ګټو، سیاسي انتقام او داخلي واکمنۍ پر لور تمرکز کړی دی.
جنرال عاصم منیر، نه یوازې د سیاسي ګوندونو تر منځ واټنونه نور هم زیات کړل، بلکې د پوځ دننه یې د مشرتابه پر ضد ژور اختلافونه راولاړ کړل. د واک تمرکز، د اختلاف نظرونو ځپنه او د ولس له ارادې سره ټکر، د دې لامل شول چې د پاکستان نظامي، سیاسي او اقتصادي ثبات د زوال پر لور روان شي.
د پوځ دغه غیريمسلکي لاسوهنې نه یوازې د ولس اعتماد ته زیان رسولی، بلکې د همدې هېواد نړیوال حیثیت او د ګاونډیانو سره اړیکې یې هم له بحران سره مخ کړې دي. په دې حالت کې، پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه انځور شوی، چې نه خپل کورنی نظم ساتلای شي، نه هم د سیمې د سولې او ثبات لپاره مسؤل رول ادا کولای شي.
دا بېثباتي یوازې د اداري ناکامیو تر کچې محدوده نه ده پاتې، بلکې د داعش او شر او فساد ډلي د ودې او پراخېدو لپاره یې یوه خطرناکه زمینه برابره کړې ده. او نن خپله د ددغي ډلي اصلي پټنځای، تمویلونکی او حمایتي بستر ګرځېدلی.
په ځانګړي ډول، داعش ته د فعالیت ساحه پراخول، د هغوی لپاره د امکاناتو برابرول او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هغوی له وجوده استفاده کول، ښيي چې پاکستان هڅه کوي دا ډله د جیوپولیټیکې وسیلې په توګه وکاروي. خو دا لوبه نه یوازې د سیمې، بلکې د پاکستان لپاره هم یو ناورین زېږونکی ګام دی، چې پایله یې لا زیاته تجزیه، بېثباتي او داخلي جګړو ته لمن وهل دي.
په همدې هېواد کې د پوځ دننه د لوړو رتبو افسرانو ترمنځ اختلافات، د ISI او نورو امنیتي ادارو ترمنځ رقابت او د مدني ادارو دوامداره تضعیف، د دغه هېواد د نظامي-سیاسي جوړښت بنسټونه سخت زیانمن کړي دي. دا اختلافات یوازې نظریاتي یا تشریفاتي نه دي، بلکې د تصمیم نیولو، د واک وېش او ستراتېژیکو اولویتونو پر سر د کړکېچ بڼه غوره کړې ده.
د پوځ هغه نظم او تسلسل چې پخوا د نظام د ثبات ضامن بلل کېده، نن د شخړو، شک او رقابتونو ښکار شوی. د ISI کړنې، چې تر ډېره پټ پتې وې، اوس د پوځ له نورو برخو سره په ښکاره ټکر کې دي او دا چاره د همدې هېواد امنیتي پالیسۍ ګډوډه کړې ده.
په همدې حال کې، د مدني ادارو ارزښت او حیثیت د پوځ تر سیورې لاندې تر پښو لاندې شوی، ولسي حکومتونه تشکيلاتي نمائش ته پاتې شوي او ولسي غږونه ځپل شوي دي. د ولس او پوځ ترمنځ، چې پخوا یوه نسبي همغږي موجوده وه، اوس د بېباورۍ، ناخوښۍ او انزجار واټن په کې ورځ تر بلې پراخېږي. دا نارضايت، چې پخوا به یوازې د خواشینۍ تر سرحده محدود و، اوس په پراخو مدني احتجاجونو، سختو نیوکو او آن پر پوځ د تورونو په توګه خپل موجودیت څرګند کړی. د دې حالاتو دوام، نه یوازې د پوځ، بلکې د ټول پاکستان د راتلونکي لپاره یوه ستره اندېښنه ده.
په داسې یوه ژور بحراني وضعیت کې، پاکستان هڅه کړې چې خپلې داخلي ستونزې د پردې تر شا پټې کړي. د دې پر ځای چې په خپلو داخلي چارو او تګلارو کې اصلاحات راولي، د ولس او نړيوالو د پاملرنې د اړولو لپاره، همدې هېواد د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې ته مخه کړې ده. دا غیرمسؤلانه ستراتیژي نه یوازې د افغانستان، بلکې د هند، ایران او نورو هېوادونو سره د تاوتریخوالي او بېباورۍ فضا نوره هم ژوره کړې ده. دا کړنې د سیمې امنیتي ثبات ته جدي ګواښ متوجه کړی او د احتمالي پراخو سیمهییزو کړکېچونو دروازې پرانیزي.
له بل اړخه، د پاکستان اقتصادي حالت له کنټروله وتلی دی. د روپۍ ارزښت پرلهپسې سقوط کړی، وارداتي توکي د خلکو له لاسرسي وتلي او ولس د بېکارۍ، فقر او اقتصادي ناورین سره مخ دی. نړیوال مالي بنسټونه، لکه IMF او World Bank، پر پاکستان د باور له سره ارزونه کوي او پانګوال یې له بازار څخه وتلي دي.
د اقتصادي بېثباتۍ ترڅنګ، سیاسي فشارونه، ولسي نارضايت او ناکامه ډیپلوماسي، پاکستان له دننه داسې خوړلي، چې هرې خوا ته د ماتېدو نښې پکې لیدل کېږي. که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، نو پاکستان به نه یوازې خپل نړیوال حیثیت له لاسه ورکړي، بلکې د کور دننه به د یو ستر کړکېچ شاهد هم وي، چې بیا به یې مهارول خورا ستونزمن وي.
په پای کې ویلای شو، چې دا ټولې هغه «لاسته راوړنې» دي چې د جنرال عاصم منیر له مشرۍ سره سم، پاکستان یې تجربه کوي، لاسته راوړنې نه د پرمختګ، بلکې د زوال، بېثباتۍ او شخړو په معنا. که د پاکستان مسلمان ولس، سیاسي مشران، او مدني ټولنه اوس هم چوپ پاتې شي او جدي اصلاحات، د پوځ دننه پاککاري، د داعش تکفيري ډلي پر ضد صادقانه مبارزه او له ګاونډیانو سره د احترام او همکارۍ پر بنسټ اړیکې ونه ساتي، نو دا روان بحران به د هېواد د بشپړ سقوط لامل شي.
اوسنی حالت د یوه نوي ملي تفکر، حسابورکونې، شفافیت او ولسمحور نظام غوښتنه کوي. د ولس او پوځ ترمنځ د باور بیارغونه، د ادارو غیرسیاسي کول، او د بهرني سیاست د توازن تأمین هغه موارد دي چې که عملي نه شي، نو پاکستان به له هغو تېروتنو څخه زدهکړه ونکړي چې اوس یې په کړکیچونو کې راګیر کړی دی. وخت ډېر حساس دی، او انتخاب یوازې د پاکستان د ولس په لاس کې دی.
