عار او شرم د روسیې لپاره ښه انتخاب

مسعود پکتین

روسیه دې شرم وکړي چې د ټول شوروي اتحاد په ملاتړ یې د وخت مظلوم قشر د مغلوبه کولو او اشغالولو انتخاب یې کړی وو، روسیه دې وشرمېږي چې د وخت د ټولو ضروري جنګي وسائلو په بدرګه د یو غریب قوم څخه په تېښته بریالي شول، ټوله روسیه دې په یو غړپ اوبو کې ومري چې د سلګونو زره لښکرو، نړیوال اتحاد او سوپر پاور د تغمې له درلودلو سره سره هم د وخت له کمزورو مؤمنانو وتښتېده، روسیه دې د خپل رواجي کتاب نوم ”د تېښتې شرم“ کېږدي چې د لکونو فوځ درلودو باوجود یې زرګونه فوځي تجهیزات افغانانو ته غنیمت پرېښودل او وتښتېدل، روسیه باید له افغانستانه د شرمناکې تېښتې پخاطر د عار په توګه ځان ته د غاړو طوقونه جوړ کړي، روسیه/شوروي دې په ۲۶م د دلوې د عام ماتم سرودونه زمزمه کړي، روسیې ته شرم پکار دی چې د یو وار کاملې ماتې وروسته بیا هم په افغانستان کې د منافقت لاسوهنه کوي او د افغانانو په مقابل کې نور غلامان روزي، د تېر وخت د زبرځواک مډال لرونکی قوم دې نور د نړۍ له ټولو سهولتونو ځان بې برخې وګرځوي او هغه روسان چې د مؤمنانو له ټاټوبي ګران افغانستان ژوندي ووتل د تل لپاره د احسان په توګه دا ځان سره یاد وساتي چې کم از کم ژوندي له افغانستان وتښتېدل.

زه د یو خپلواک افغان په صفت د روسیې اوسني حکومت ته په ډاګه، ډاډه زړه او په زغرده وایم: چې اوس هم وخت دی تاسو مات شوي باید افغانانو نه د بخښنې په اساس افغانانو سره د ښه تعامل لاس اوږد کړئ او د بیا ټول وخت لپاره د نه منافقت ژمنه وکړئ، د بیا لپاره افغانانو سره پنجه مه وهئ کنه دا ځل به ستاسو وطنونو ته ستاسو د ګورونو تر انګړه د انتقام شغلې درورسي.

یو ځل بیا افغان ویاړلي ولس ته د شوروي ظالمانو په زور ویستلو افتخار او مُبارکي ورکوم! هغه غیور افغان ولس ته دې مُبارک وي چې شوروي یرغل ته یې د اشغال په سترګه کتلي وو او په مقابل کې یې پاڅون کړی وو.

ویاړلو مُبارک مو شه!

هرماس الافغاني
Exit mobile version