شکست خورده نړۍ او ورته اُمېدوار کېمپ ميشتي

احمد منصور

 

معاصره پېړۍ کې د کبرجنو پرلپسې غورځېدا او شکست د محصورو خصوصاً محمدي امت هيلې را ژوندۍ کړي، تېر برم ته د ورګرځېدا هوډ يې ور پياوړی او الهي نصرت يې يقيني کړی. له انګرېز او روس روسته د امريکا شرمېدلې تېښته او د دوحې تړون ورته عمري شرم دی، له مادي پلوه د کمزوري خو معنوياتو له لحاظه د شتمن ملت تاريخ جوړوونکی لقب ورسره زيب کا او حق يې دی.

 

دوښمن له ماتې پس د غچ اخيستو ، د خپلو طمعو او اهدافو د تقرر هڅې بې انتها وکړې، فشارونه يې وارد او بنديزونه يې ولګول، د فکري جګړې ټول وسايل يې وه آزمايل خو بې پايلې ثابت شول، د خدای کړو ته وګوری ټول معاصر قوتونه یې د نړۍ هغو اطرافو کې مصروف کړل چې ترې خلاصون به يې کافي وخت واخلي تر هغه زمان به د سپين کاروان منزل نېژدې يا رسېدلی وي. د ځینو په حال خندا راشي ځانونه يې کامل هوښيار فرض کړي وي خو بې خبر له دې چې د ناپوهي او سادګي پرې تمامه ده، پرونيو د غرب ساتونکو او نننيو کېمپو مېشتو پورې را ياده شوه له مړو د بېرته ژوندي کېدو په هيله دي، فکر کوي چې بيا به د کومې ټکنالوژۍ په بدرګه/مرسته افغانستان اشغال کړي خو د سريښو ډنډونه او پې تړل شوي ځنځير ورته نه ښکاري. اوکراين، فلسطين او يمن د کېمپ مېشتو هيلې دفن کوي او د بيا راتګ خوبونه يې شيطاني تعبيروي.

 

کېمپ مېشتو ته وايم: ښه به وي چې د ځانو له تېرايستلو تېر شی، افغانستان اسلامي هېواد دی، د خپلولو يا پلورلو فکر يې تر فکر محدود وساتی، تاسو ورته شرقيان او غربيان راوستل خو نه يې دريځ بدل شو او نه ټکنالوژيو ته ساجد شو، نړۍ ته اُمېدواري به مو د مزيدې بې عزتۍ په سرحد ودروي ، شل کلنو بادارانو وژونکي هر ډول وسلې راوړې وې، هېڅ رحم يې په مونږ نه درلود خو دا چې دلته ثابت قدمي مو سادګي بلل کېده دا ده هماغه سادګي په بریا تمامه شوه. په فعلي وضعيت کې څوک پاتي؟ چې تاسو يې غيږې ته ځانونه ور واچوی او نه اولس واښه خوري چې ستاسو توره سابقه ورنه هېره شوې وي ، پس له دې ناکامې د فشار آلې کېدای شی خو د کوم قؤة د باور مرجع نه، د دوحې تړون معمولي مه بولی ملا ټوله نړۍ پې تړلې که يې زمونږ پر ضد محاذونه فعال کړل، مونږ يې هم مخالفين پالو بیا هغه مهال د افغانستان حق دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version