په اسلامي فرهنګ کې شهادت یوازې یو تاریخي پېښه یا د ژوند په تقویم کې یوه شېبه نه ده، بلکې دا یوه تلپاتې لاره او ژور حقیقت دی چې د امت د غیرت او ایمان له رګو نه جاري کېږي، دا لوړ میراث، چې د اسلام د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شوی، نه یوازې د ایثار او فداکارۍ لوړه څوکه څرګندوي، بلکې د مؤمن انسان هغه بېساری روح انځوروي چې د الله تعالی جل جلاله د لارې په اوږدو کې روان وي.
نن مو د اسلام او وطن د یو غیرتي زوی، خلیلالرحمن حقاني، د شهادت خبر ترلاسه کړ چې د اسلام او بشریت دښمنانو په مظلومانه ډول شهید کړ، هغه چې د زمانې توپانونو یې سر نه شو ټیټولی او تل یې په استقامت او جهاد کې ثابت قدمونه اخيستل، د تقوا او شجاعت یو رهبر و، هغه چې د خپل ژوند ډېر کلونه یې د وخت د دوو زبر ځواکونو(شوروي او امریکا) په وړاندې د جهاد په سنګرونو کې تېر کړل، د تقوا او زړورتیا له مشالونو څخه وو.
د اسلامي امارت د واکمنېدو او د امریکايي اشغالګرو له وتلو وروسته، هغه د کډوالو د وزیر په توګه وټاکل شو او خپله ټوله هڅه یې وکړه چې د مسلمان کډوالو کرامت بېرته ور وګرځوي، د ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په برخه کې د هغه هلېځلې د هغه د اسلامي رسالت پر ژور تعهد شاهدي ورکوي.
موږ د هغه قافلې وارثان یو چې شهادت یې خپل منزل ټاکلی دی، دا قافله په هر نسل کې د حقیقت څراغ هغو کسانو ته سپاري چې چمتو وي خپله وینه د دین او عدالت په دفاع کې قرباني کړي، شهادت یوازې د جګړې ډګر ته نه محدودېږي؛ بلکې هر هغه ځای چې انسان د ظلم او باطل پر وړاندې د حق او عدالت د اقامې لپاره ودریږي، هغه ځای د جهاد ډګر دی.
دا هغه حقیقت دی چې تاریخ پرې ګواهي ورکوي، شهادت نه پای دی او نه زوال؛ بلکې دا د تلپاتې ژوند او د ایمان د لمر ختلو څوکه ده، د اسلامي نظام بقا او د حق د بیرغ دوام پرته له ایثار او فداکارۍ ناممکن دی، که څه هم دښمنان داسې ګومان کوي چې د مؤمنانو په وژلو سره به د حق څراغ مړ کړي؛ خو هغوی نه پوهېږي چې د شهید وینه هغه روښانه مشال دی چې د خلکو زړونه نور هم ځلوي.
پر خپل ولس باور ولرئ، ځکه چې د فتنې په ورځو کې امین او صادق کسان لږ موندل کېږي؛ خو هماغه لږشمېر خلک بس دي چې د حق لاره رڼا وساتي، د خلیلالرحمن حقاني شهادت موږ ته دا حقیقت رایادوي چې د جهاد لاره پای نه لري او نه قربانۍ کمیږي؛ بلکې هر نسل د دې نوراني ځنځیر یوه کړۍ ده. إنا لله وإنا إليه راجعون
شهادت هغه میراث دی چې موږ پرې ویاړو او دا د انساني کرامت او الهي تعهد نښه ګڼو، دا لاره دې تلپاتې وي او دا قربانۍ دې د حق د بیرغ د پورته ساتلو لپاره تر قیامته پاتې شي!