ستر نعمت آزادي

صفت الله سیاح

د انسان په ماده کې الله جل جلاله جلب منافع او دفع د مضراتو ایښې ده. چونکې آزادي هم له یو اهمو نعمتونو څخه ده لکه څنګه چې الله جل جلاله بنو اسرائیلو ته په قران کریم کې بار-بار د فرعوت له چنګ نه ویستل ورته د یو نعمت په طور ذکر کوي نو ځکه دېته هم د منافع خطاب کولی شو، دا چې د هر انسان تقاضا ده چې منافع دې دده په برخه وي ځکه خو د آزادۍ او خپلواکۍ ارمانجن هم وي.

اسلام خپلو پیروانو ته د آزادۍ او حُریت درس ورکوي چې نه فکراً او نه هم جسماً د چا تر کنترول لاندې وي.

همدا وجه ده چې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې اجازت کړی دی او فرمایي: (أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ [الحج: ٣٩]).

ژباړه: هغو كسانو ته چې ورسره جګړه كولی شي (د قتال) جګړې اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظُلم كړى شوى دى، او بېشكه الله جل جلاله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى.

د تاریخ په اوږدو کې هر ملت هڅه کړې چې ځان د نورو له کنترول خلاص او آزادي تر لاسه کړي چې په دې سلسله کې زمونږ مسلمان او متدین اولس هم د روسي یرغل څخه د خلاصون په موخه شاوخوا یو نیم میلیون شهیدان ورکړل تر څو دا آزادي تر لاسه کړي.

له هغې وروسته بیا د ټولې نړۍ د کفارو د یرغل په وړاندې هم دې ولس نه هېریدونکې قربانۍ ورکړې.

په همدې خاطر په لومړیو کې د ټول اُمت مُسلمه او ورپسې د افغانستان غیور او متدین ولس ته ددې شاندارې فتحې او آزادۍ د لاسته راوړلو لپاره مُبارکي وایو!.

هرماس الافغاني
Exit mobile version