ریچارډ بینټ د نړیوال شیطاني فکر استازی

ماهر بلال

#image_title

UN یا ملګري ملتونه هغه شیطاني او دجالي سازمان دی؛ چې د نړۍ هر وګړی یې پیژني، دا سازمان په ښکاره د انسانانو د خدمت ادعاوې کوي، خو په اصل کې د ایلومیناتیانو او د صیهونیستیانو د لاس آله دی.

 

د ملګرو ملتونو په نوم سازمان د نړۍ د مسلمانو او غیر مسلمانو هیوادونو؛ د جګړې او نا امنۍ مسؤل دی، ځکه دا هغه سازمان دی؛ چې د نړۍ هرې برخې ته یې د خپل دجالي سیاست له لارې فوځونه لیږلي، هغوی یې پرې وژلي دي، خو دوی یې له نندارې خوند اخیستی.

 

په ښکاره خو دا سازمان د یوې اهمې موخې لپاره جوړ شوی و؛ چې له ادرسه یې باید د ټولو ملتونو حقوقو ته درناوی او ساتنه یې شوې وای، خو امریکا چې اوس یې ټول نړیوال سازمانونه تر اثر لاندې دي؛ د دې سازمان اصلي موخه یې له مینځه وړې او خپل سیاسي اهداف یې را مخې ته کړي دي.

 

اصل د حیرانتیا وړ خبره خو دا ده؛ چې یاد سازمان پورې تړلي؛ ټولو کفارو او غیر کفارو، د اسلامي امارت په حاکمیت د شلمې پیړۍ په اوایلو کې یرغل راوړ، شل کاله یې جګړه وکړه، اسلامي امارت یې نړۍ ته ترهګر حکومت معرفي کړ او تر ننه د اسلامي امارت پښې وهي، خو د اسرائیلي یهودانو او صیهونیستي رژیم په وړاندې چوپه خوله دي.

 

د هغو یهودانو په وړاندې؛ چا چې ۱۴۰۰۰ ښځې شهیدانې کړې، په زرګونه ماشومان او سپینږیري یې قتل عام کړل، زرګونه کورونه یې بمبار کړل، لکونه خلک یې بې کوره کړل، داسې وحشتونه یې وکړل؛ چې په یادولو یې د انسان ویښته په بدن ولاړ احساسیږي، په ښکاره او پټه یې مظلومان حلال کړل، وه یې سوځول، آن غوښې یې ورته وخوړې، خو دې د دجال استازو پرې سوڼ هم ونه واهه، نه یې نړیوال قدرتونه پسې ولیږل؛ چې دا وحشتونه ودروي او په مقابل کې یې جګړه وکړي؛ نه یې د هغوی د دفاع او مرستې ږغ وکړ.

 

خو د اسلامي امارت په ضد یې شل کاله وړاندې؛ غربي ښکېلاک هڅولی و، په افغانستان یې یرغل وکړ، مګر د اسرائيلي ترهګرو په وړاندې چوپتیا؟!

 

اخر ولې؟ ځواب یې ساده دی، د کفر په اډانه کې جوړ شوي؛ ټول سیاسي او مدني ټولنې، سازمانونه او ادارې د کفر په ګټه کار کوي، اسلامي امت خواروي او د اسلام خلاف هر ډول ګټې تضمينوي، ځکه خو په دې دجالي استازولیو عقیده نده پکار، بلکې خپل اسلامي یووالی بیا اعاده کول اړین او اهم دي.

 

یاده دې وي، چې د ا.ا.ا د ریچارډ غونډې کافر په تور لیست اعلانولو سره، یو ځل بیا خپله سپیڅلې خپلواکي څرګنده کړه او د کفري سازمانونو هر ډول فرمایشونه یې یو ځل بیا د دوی په مخ ووهل، اوس به د دوی کرایه شوي جنګیالي بیا ځلي په جوش راتلل غواړي او د خپل بادار د بې حیثیتۍ غچ اخیستلو هيلي به لري؛ خو الحمدلله!

د تېر په څېر به د اسلام دا دښمنان کاڼه او ړانده وي، خدای تعالی به یې لاس تړلي د اسلامي امارت ځواکونو ته سپاري. بعون الله

هرماس الافغاني
Exit mobile version