د یو ناکام ریاست بله ناکامه هڅه

عبدان ساپی

#image_title

پاکستان یو داسې هیواد دی چې د لومړۍ ورځې څخه یې کنټرول د ایسټ انډیا کمپنۍ د پاتې شونو یعنې پوځ په لاس کې دی، په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو پالیسي يې د GHQ د نالایقو جنرالانو تر څارنې لاندې جوړیږي.

 

دې وضعیت پاکستان په نړیواله کچه په یوازیتوب او ستونزو کې راګیر کړی دی، چې زیان یې د پاکستان خلکو ته رسیږي.

 

د ناین الیون وروسته، یو نالایق جنرال پرویز مشرف د هیواد د ژغورلو په نوم پاکستان په تباهۍ کې واچوه، او پر مسلمان ورور هیواد د برید لپاره يې خپلو بادارانو ته داسې مرسته برابره کړه چې آن خپله امریکا یې هم تمه نه درلوده.

 

د مشرف دغه احمقانه فیصلې د پاکستان د تباهۍ اساس کېښود او په هیواد کې یوه نه ختمیدونکې جګړه پیل شوه چې تر ننه پورې روانه ده.

 

د پاکستان د پوځ او جنرالانو اوس تقريباً دا رسمي پاليسي ګرځېدلې چې د خپلې ناکامۍ پړه په نورو اچوي، خو چې لږه بریا هم خپله کړي، نو د خپل ملت د غولولو لپاره هغه خپل ځان ته منسوبوي.

 

په ۱۹۷۱ کال کې پوځ د پاکستان په دوه برخو ویشلو کې مرکزي رول ولوباوه، خو په بنګال کې د ښکاره ماتې سربېره، د پاکستان پوځي جنرالانو خپلې کارنامې په ویاړ لیکلې او خپله ناکامي یې په سیاسي مشرتابه او خپل دښمن هند باندې واچوله.

 

او کله چې په ۱۹۹۹ کال کې د کارګل په جګړه کې ناکام شول نو خپل مړې یې نه منل، په دې سره یې د خپلې ناکامۍ څخه ځان خلاص کړ.

 

په همدې طریقه یې، په یوه ټیلفوني زنګ په سیمه کې د امریکا جنګ ته ورودانګل، پوځ د هیواد په بيلابيلو برخو کې عملیات وکړل، امن و امان يې تباه کړ او ادعا یې وکړه چې ترهګر یې ختم کړل او امن یې راوست، تر څو په نړيواله کچه کريډيټ تر لاسه کړي.

 

خو کله چې اصلي حالت ښکاره شو، او د دوی د جعلي کاميابۍ د راز څخه پرده پورته شوه نو په ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان باندې یې تورونه ولګول چې پاکستان کې ترهګري له افغانستان څخه کیږي او ادعا کوي چې افغانستان د وسلوالو ډلو مرکز دی.

 

که موږ د پاکستان تاریخ ته وګورو، نو دا به ښکاره شي چې د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله او د ترهګرو تنظیمونو روزنه د دوی خپل کار دی او دوی په دې اړه نړیوال شهرت لري.

 

په کشمیر کې یې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره تر درجن زيات جهادي تنظیمونه جوړ کړل او په هند کې یې د ناامنۍ خپرولو لپاره وکارول، چې په هند کې یې د خونړي بريدونه ريکارډ وس هم موجود دی.

 

پاکستان نه د دې خبرې ثبوت لري او نه هم اخلاقي حق چې ادعا وکړي چې بریدونه له افغانستان څخه کیږي، ځکه چې په پاکستان کې فعال جهادي او قومي تنظیمونه پراخې ساحې لري چې له هغه ځايه څخه هغوی د بريدونو انتظام کولای شي.

 

په بلوچستان کې د بلوچ قوم پرست تنظیمونو شتون دا ثابتوي چې ټول څه د پاکستان دننه کیږي، او د لوړو امنیتي تدابیرو باوجود هلته پر چينایي وګړو بريد دا ثابتوي چې هر څه د پاکستان له دننه څخه کيږي.

 

د تحریک طالبان پاکستان له لوري د پاکستاني پوځ سره کوڅه په کوڅه جنګ، په افغانستان پورې څه اړه لري؟

 

د دولتي ادارو دا پروپاګنډ یواځې د پاکستانیانو د غولولو هڅه ده، او په بلوچستان او خیبر پختونخوا کې خپل ضعیف کنټرول ته د «هر څه ښه دي» ښکاره کولو په هڅه کې دي.

 

حقیقت دا دی چې د پاکستان د دولتي پالیسیو او ظلمونو له امله خلک د دوی په مقابل کې دي، او دا د حقوقو جګړه اوس د آزادۍ جګړه ګرځیدلې ده، چې کنترول یې د پاکستان د ادارو تر توان وتلی دی نو ځکه پر افغانستان باندې تورونه لګوي.

 

پاکستان د خپلو تېرو غلطو پالیسیو په تعقیب، د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې او په افغانستان اسلامي امارت باندې د فشار لپاره د داعش په شان نړیوال ترهګر تنظیمونه کاروي، دوی ته یې نه یوازې خوندي پناه ځایونه ورکړي، بلکې مالي او لوجستیکي ملاتړ یې هم کوي.

 

په خیبر، باجوړ، دیر او بلوچستان کې د دولتي ادارو تر څارنې لاندې د داعش مرکزونه اوس یو ښکاره حقیقت دی، چې په هيڅ رقم د ردولو وړ نه دی.

 

پاکستاني ادارو “جهت الرباط” په نوم یو بل جعلي تنظیم پیل کړی دی چې د افغانستان اسلامي امارت پر ضد پروپاګنډ وکړي. د جهت الرباط نومي دا پروپاګنډ تنظیم چې نه یې مشر معلوم دی او نه یې غړي، د GHQ په یخو خونو کې جوړ شوی چې یوه احمقانه هڅه ده.

 

د پاکستان د دولت دا پروپاګنډ ماموریت به دوی ته څه ګټه ونه رسوي، ځکه چې يو خو حقیقت پټیدای نه شي او بل دا چې افغانستان اوس د رښتیني وارثانو لاس ته لويدلی دی. الحمد لله

هرماس الافغاني
Exit mobile version