د اسلامي لیدلوري له مخې، یو مشروع سیاسي نظام پر درېیو بنسټونو ولاړ وي: عدالت، شورا او د الهي احکامو پوره التزام. له ولسي زاویې بیا مشروعیت هغه مهال رامنځته کېږي چې حکومت حساب ورکوونکی وي، د خلکو خدمت وکړي او د اتباعو حقونه خوندي وساتي. هر هغه نظام چې له دې ځانګړتیاوو تش وي، که هر څو د زور او شتمنۍ په مټ د واک پر تخت کښېني، په حقیقت کې له مشروعیت بېبرخې ګڼل کېږي.
د همدې معیارونو له مخې پوښتنه راولاړېږي چې ایا د پاکستان اوسنی رژیم مشروع بلل کېدای شي؟ هېڅکله نه. ځکه چې:
د پاکستان واکمن نظام په عمل کې څرګنده کړې چې له دې بنسټیزو اصولو څخه ډېر لرې ولاړ دی. د لال مسجد او مدرسه حفصه هغه خونړۍ پېښې چې لسګونه بېګناه زدهکوونکي او عام وګړي پکې شهیدان شول، ایا د اسلامي عدالت له معیارونو سره سمون لري؟ د عافیه صدیقي زړهبوږنوونکې کیسه، چې د یوې نامتو مسلمانې عالِمې په توګه کلونه کېږي په امریکايي زندانونو کې تر سختو شرایطو لاندې ساتل کېږي، ایا د مسلمانانو د حقونو د دفاع بېلګه بلل کېدای شي؟
د تحریک لبیک په څېر ولسي خوځښتونه یوازې د اسلامي مقدساتو د دفاع په تور ځپل، څنګه د شورا له اصل سره توجیه کېدای شي؟ پراخ اداري فساد، رشوت او د مسلمانانو د بیتالمال لوټل، ایا د عدالت او امانتدارۍ نښه کېدای شي؟
په نړیوال ډګر کې هم د پاکستان رژیم له دوهمخۍ ډک دریځ غوره کړی دی. له یوې خوا د کورني مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د اسلام د دفاع دعوه کوي، خو له بلې خوا د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره د غزې د مظلومو مسلمانانو د وژنو په وړاندې چوپ پاتې کېږي او په عمل کې د صهیونیستي رژیم له موخو سره مرسته کوي.
ایا دا چلند د اسلامي امت په وړاندې د اسلامي حکومت له مسؤلیتونو سره څه تړاو لري؟
د یو عالم له لوري د داسې رژیم مشروع بلل بنسټیزې پوښتنې راولاړوي چې ایا دیني مشروعیت د اشخاصو په تایید رامنځته کېږي، که د الهي احکامو په عملي پلي کولو؟ هغه مهال چې د یوه رژیم کړنې له اسلامي معیارونو سره په ښکاره ټکر کې وي، ایا د عالمانو تایید یې ګناهونه سپینولای شي؟
په رښتیا سره، څنګه هغه رژیم مشروع وبولو چې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، مقدساتو ته سپکاوی کوي، د اسلام له دښمنانو سره لاس یو کوي او د مسلمانانو شتمني لوټي؟ ایا دیني مشروعیت د الهي رضا د ترلاسه کولو پرته ممکنه ده؟ او ایا دا ډول کړنې د الله تعالی جلجلاله رضا ترلاسه کولای شي؟
مګر دا رښتیا نه ده چې په اسلامي نظام کې واکمني د الله تعالی جلجلاله ده او حکومت یوازې د هغه د حکم امانت دی؟ کله چې امانتدار د ولس د خدمت پر ځای د شتمنۍ راټولولو او واکطلبۍ پر لاره ګامونه واخلي، ایا هغه بیا هم د اسلامي حکومت نوم وړلی شي؟
له هر آزاد انسانه پوښتنه دا ده: ایا د ظلم، بېعدالتۍ او فساد په وړاندې چوپ پاتې کېدل د ظالمانو ملاتړ نه دی؟ ایا د پاکستان د غیرتمند او باحمیت ولس لپاره وخت نه دی رسېدلی چې د دې انحرافاتو پر وړاندې ودرېږي او د یو رښتیني اسلامي او ولسي حکومت غوښتنه وکړي؟
په حقیقت کې، د هغه حکومت ترمنځ څه توپیر شته چې ښکاره سیکولر وي او هغه چې د اسلامي شعارونو تر سیوري لاندې د اسلام خلاف عمل کوي؟ بېشکه عقل او منطق حکم کوي چې دویم ډول حکومت د اسلام لپاره تر ټولو خطرناک دی؛ ځکه چې هم دین بدناموي او هم ولس غولوي.
د مشروعیت د یادو شویو معیارونو او د پاکستان د واکمن رژیم د منفي، زورواک او ظالمانه کړنو په پام کې نیولو سره په بشپړ یقین ویلای شو چې دغه حکومت نه دیني مشروعیت لري او نه ولسي. او باید هېر نه کړو چې مشروعیت د اشخاصو په تایید نه رامنځته کېږي؛ بلکې د دیني او انساني ارزښتونو په عملي ژمنې سره ترلاسه کېږي او دا حقیقت د هر مسلمان، ویښ وجدان ته روښانه دی.
