د کابل سقوط، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پېښ شو، د امريکا لپاره ناڅاپۍ ناکامي نه وه؛ بلکې دا د هغې اوږدې تراژيدۍ او غميزي وروستۍ پرده وه، کومه چې د امريکا د نه پوهاوي له زخم څخه راټوکېدلې وه، د هغې نړۍ په باب چې دوی غوښتل ور باندې سلطنت وکړي.
ما کلونه د استخباراتي ادارو په مینځ کې تېر کړل، او په خپلو سترګو مې لیدل چې دې ړوندتوب څنګه ورځ تر بلې وده کوله، پاليسۍ د حقایقو پر ځای د تسلي ورکوونکو خیالونو پر بنسټ ولاړې وې، موږ باور درلود چې په زور به عقيدې ماتې کړو، او دا چې د انسانانو باورونه به د بمونو د اور لاندې تسلیم شي، خو موږ خطا وو ـ ډېر، ډېر خطا!
د سيپټمبر د يوولسمې نېټې له پېښو وروسته، موږ ځان ته تسلي ورکوله چې دا بریدونه د بې منطقه کرکې زېږنده وه، موږ د دې منلو ته تیار نه وو چې د سپټمبر د یولسمې طراحانو نه يوازې دا احساس درلود چې دوی د حق لوري ته ولاړ دي، بلکې دا يې پر ځان فرض ګڼله، هغوی د دفاعي جهاد هغه فريضه ترسره کوله چې د لسيزو امريکايي پوځي تېريو، بندیزونو، او د مسلمانانو د مقدسو خاورو د سپکاوي پر وړاندې يو واجب غبرګون و.
دوی د سپټمبر یوولسمې پیښې ته د تصادفي تشدد په سترګه نه کتل؛ بلکې دا يې د مقاومت د يوې بلې بڼې دوام باله، دا چې مونږ دا منطق درک کاوه او که نه، دې خبري هېڅ اهمیت نه درلود.
زموږ د دې خبرې نه انکار چې د هغوی د نړۍلید ته په جدي سترګه وګورو، دا یقیني کړه چې موږ به هماغه تېروتنې بیا بیا تکراروو، کومو چې دا غبرګون راپارولی و.
زه به هېڅکله هغه شېبه هیره نکړم چې زما د سترګو پر وړاندې د دفاع سیکرتر ډونالډ رمزفیلډ ته دا خبر ورکړل شو، چې ملا محمد عمر د اسامه بن لادن د سپارلو انکار کړی دی، رمزفیلډ د غوسې نه سور شو؛ خپله څنګل یې په مېز ووهله، او د قهر نه په ډکو چیغو یې وويل:
“دا سړی ولې دومره سر زوری دی؟ دا خلک ولې د عقل له پولو وتلي دي؟”
بيا يې زما پر لور، چې يو ځوان افسر وم او لا هم په دې درنه ناسته کې د ګډون د حيرانتيا له وجې غلی ولاړ وم، سترګې راواړولې، او په زوره وغړنګېد:
“ښه، ته څه ځواب لرې؟ څو بمونه بايد پرې واچوو چې عمر دا سرغړونکی راوسپاري؟”
زه د وېري او درناوي ترمنځ ولاړ وم، زړه مې رپېدو، خو د خپلې ساه په راټولولو مې دا يوازینۍ خبره وکړه چې پرې پوهېدم:
“صاحب، هر څومره بمونه چې پرې ورواچوو، هومره به يې عزم نور هم کلک شي.
رمزفیلډ، چې شا يې اړولې وه، ناڅاپه لکه تندر راوګرځېد، او له دوسيېو ډک یو دروند فايل يې د خونې پر سر وغورځاوه؛ که څه هم دا يې د چا د ویشتلو په نيت نه و، خو زه اړ شوم چې ځان ټيټ کړم او د ګوزار نه ځان وژغورم، په هماغه شېبه کی دا هر څه يو له هغو ډېرو تندو صحنو نه يوه ښکاریده، چې موږ له پخوا ورسره اشنا و، خو بیا وروسته، کله چې جګړه کال په کال زموږ له کنټرول څخه وتله او حقایق راښکاره کیدل، زه پوه شوم چې دغه شیبې څه ستر راز رابرسېره کړی و.
په هغه ماڼۍ کې چې د نړۍ د زبرځواک ځواکمنان پکې ناست وو، موږ د هغې جګړې له طبيعت نه هېڅ خبر نه وو، د کومې جګړی په لور چې مو بې له تدبیره ګام اخستی و، د ملا عمر انکار لیونتوب نه و، بلکې د اسلام له نظره یو فرضي مکلفیت و، په ځانګړې توګه د افغانانو په کلتور کې هم د هغه مېلمه سره خیانت چې پناه ورته ورکړل شوی وي، نه بښل کېدونکی جرم ګڼل کېږي.
د بهرني یرغلګر پر وړاندې دفاعي جهاد کوم اختیاري کار نه دی، بلکې فرض دی او کله چې د امريکايي عسکرو قدمونه د افغانستان خاورې ته داخل شول، نو مقاومت بیا يوازې یو انتخاب نه و، بلکې يو حتمي امر شو.
هر ځل چې موږ جګړه پسې پراخوله، هر بم چې مو پرې کارولو، د افغانانو د دیني وجيبې احساس نور هم ژورېده، او د مقاومت اور لا پسې ډېرېدو.
د سي آی اې (CIA) دننه موږ شمېري تعقيبولې چی څومره مړي وشول، څومره ولايتونه خوندي شول، څومره ډالر مصرف شول؛ خو طالبان د خاورې، مال یا مقام لپاره نه جنګېدل، هغوی د وفادارۍ لپاره جنګېدل، د خدای، عزت، او د خپل وطن لپاره.
هغوی ځکه جګړه کوله چې ايمان يې ورته امر کاوه، او دا چی د زغم دوام پخپله د بريا يوه بڼه ده، موږ په تیروتنې سره د دوی انضباط (سمون) تندلارتوب ګڼلی و، فکر مو کاوه چې که زور زيات کړو، که ډېرې وسلې او ډېر ډالر مصرف کړو، نو بالاخره به دوی زموږ خبرې ومني، خو موږ سخت په خطا و، څومره چې مو فشار زيات کړ، هغومره د هغوی اراده نوره هم کلکه شوه.
افغانستان ځکه بریالی شو او تحمل یی وکړ چې یوازې ځواکمن نه و، بلکې د دې خلکو په زړونو کۍ لا هم داسې باورونه موجود دي چې ژوند یوازې د بقا لپاره نه دی، بلکې ځینې شيان د بقا نه هم ډیر مهم دي.
امريکا ځکه ناکامه شوه چې دا یې هېر کړل چې داسې باورونه لا هم ژوندی دي، او هېڅ امپراتوري که څه هم هره څومره ځواکمنه وي، نشي کولای دغه باورونه د بمونو، پیسو یا شعارونو په زور له منځه یوسي، تر څو چې امريکا دا حقیقت ونه مني، هره راتلونکې مداخله به یی همداسې په شرم، ستړیا او ماتې سره پای ته ورسيږي.