د افغانستان له لوري ګواښونه او د پاکستاني پوځ د جوړېدو لومړنی بنسټ
په ۱۸۴۸م کال کې، کله چې برتانیې پر افغانستان یرغل وکړ، خپل وفادار سردار دوست محمد خان یې د کابل پر تخت کښېناوه. خو دا واکمني د ظاهر تر شا وه؛ په حقیقت کې سیمه د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلې وه. په ۱۸۶۳م کال کې د دوست محمد خان له مړینې وروسته، د افغانستان او برتانیې اړیکې ورو ورو ترینګلې شوې. نوي امیر د برتانیې پر وړاندې سرغړونه وکړه او له روسیې سره یې اړیکې نږدې کړې هغه روسیه چې د برتانیې لپاره ستر سیال بلل کېده.
همدا حالات وو چې په ۱۸۷۸م کال کې د دویمې انګرېز-افغان جګړې اور بل شو. برتانیې کابل ونیو او یعقوب خان یې د خپل لاسپوڅي امیر په توګه وټاکه. خو ډېر ژر یې دا حقیقت درک کړ چې د افغانستان غرونه یوازې جغرافیه نه ده، بلکې د یوه نه ماتېدونکي ملت د ارادې سنګرونه دي.
برتانیه پوهه شوه چې افغان ملت په زور غلامول ناشوني دي. نو ځکه یې خپله تګلاره بدله کړه: پر ځای د مستقیمې واکمنۍ یې وغوښتل چې په افغانستان کې داسې یو حکومت موجود وي چې د دې د لوېدیځو پولو لپاره ګواښ ونه ګرځي.
سربېره پر دې، دا هم څرګنده وه چې افغانستان به د روسیې او برتانیې ترمنځ د سیاسي سیالۍ دایمي ډګر پاتې شي. له همدې امله، برتانیې خپلې ستراتېژۍ ته نوې بڼه ورکړه:
۱. د هند د لوېدیځو سرحدونو ټینګ ساتنه
۲. د روسي نفوذ مخنیوی
۳. او د هر هغه احتمالي پاڅون ځپل چې د دوی پر ګټو سیوری واچوي.
د همدې موخو لپاره، برتانیې پرېکړه وکړه چې په لوېدیځ هند (اوسنی پاکستان) کې خپل پوځ لا پیاوړی او منظم کړي.
په همدې لړ کې، برتانوي جنرالان لکه لارډ رابرټس (چې لومړی د فرنټیر فورس مشر پاتې شوی و، وروسته یې پر افغانستان د یرغل مشري وکړه او په ۱۸۸۵م کال کې د بنګال د پوځ قوماندان وټاکل شو) او جورج مک من (Mac Munn) په دې باور شول چې پوځ باید د سیمې له هغو قومونو جوړ شي چې هم جګړهییزه وړتیا لري او هم د استعمار پر وړاندې وفادار پاتې کېږي. همدا مفکوره وروسته د جنګیالو نسلونو (Martial Races) په نوم مشهوره شوه.
د همدې پالیسۍ له مخې، د هند نیمې وچې ځینې سیمې ځانګړې وټاکل شوې، چې تر ټولو مهمې یې دا وې:
جهلم، راولپنډي، اټک، کوهاټ او بونېر.
له دې سیمو څخه د خلکو استخدام په چټکۍ سره پیل شو. په ۱۸۸۵م کال کې، کله چې لارډ رابرټس د بنګال د پوځ مشري په غاړه واخیسته، دا لړۍ نوره هم چټکه شوه او د مدراس او بمبۍ پوځونو ته هم وغځېده. وروسته لارډ کیچنر دا بهیر لا منظم کړ.
کیچنر د برتانوي پوځ لوی بدلون (تنظیم نو) رامنځته کړ. تر ۱۹۰۳م کال پورې یې د بنګال، مدراس او بمبۍ پوځونه سره یو ځای کړل او یو مرکزي پوځ یې جوړ کړ، چې شاهي هندي پوځ (Royal Indian Army) بلل کېده. وروسته دا پوځ په څلورو لویو قوماندو ووېشل شو: بنګال، پنجاب، مدراس او بمبۍ.
په دې کې د پنجاب قوماندې ځانګړی اهمیت درلود، ځکه دا د افغانستان پولې ته نږدې پرته وه. همدې قوماندې ته د لوېدیځ هند د مهمو سیمو پنجاب، سرحد (خیبر پښتونخوا)، سند او بلوچستان د ساتنې مسؤلیت وسپارل شو. تر ۱۹۰۰م کال پورې، د شاهي هندي پوځ تر نیمايي ډېر ځواک له همدې جنګي قومونو څخه جوړ شوی و، چې ډېری یې د پنجاب او سرحد سیمو پورې تړاو درلود.
همدا د پنجاب پوځې قومانده د ننني پاکستاني پوځ اصلي بنسټ وګرځېد. له همدې امله، د دې قوماندې رامنځته کېدل د پاکستاني پوځ د لومړني بنسټ اېښودنې په توګه یادېږي، او لارډ کیچنر د دې پوځ له بنسټګرو څخه شمېرل کېږي. کله چې دا ټول تاریخي شالید په پام کې ونیول شي، نو دا درک کول اسانه کېږي چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د پاکستان د پوځ ډېری پرېکړې د هماغې استعماري مفکورې دوام وې. د بېلګې په توګه، د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د روس پر وړاندې جګړه کې د هغوی ملاتړ تر ډېره د ستراتېژیکو ګټو پر بنسټ و، نه یوازې د دیني فکر له مخې.
همدارنګه، که د پاکستان پوځ کله د افغانستان له اسلامي امارت سره مرسته کړې هم وي، نو دا د شرعي نظام د ملاتړ له امله نه وه؛ ځکه که داسې وای، نو تر هر څه مخکې به یې په خپل هېواد کې شریعت نافذ کړی وای.
په حقیقت کې، دا د هماغې برتانوي تګلارې تسلسل دی: په کابل کې باید داسې حکومت موجود وي چې د دوی د امنیتي ګټو پر ضد ونه درېږي.
او که دا شالید په پام کې ونیول شي، نو د سپټمبر له یوولسمې وروسته د پاکستان د پوځ هغه پرېکړه چې له اسلامي امارت سره یې اړیکې پرې کړې او د امریکا ملاتړ یې غوره کړ هېڅکله هم U turn نه شي بلل کېدای.
ځکه دا پوځ له پیله همداسې جوړ شوی و: که د افغانستان حکومت د دوی د اشارو منلو ته غاړه کېنږدي، نو پر وړاندې یې اقدام وشي او پر ځای یې بل مناسب کس او یا د دوی د خوښې رژیم واک ته ورسول شي.
