د پاکستاني پوځي رژيم پر وړاندې د ستراتیژیک زغم پای

بصیر عابد

افغانستان له دفاعي اړخه په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه کمزوری بلل کېده، خو داسې ښکاري چې د افغانستان اسلامي امارت دغه معادله معکوسه کړې ده؛ په کور دننه یې امنیت ټینګ کړی او اوس په ګاونډ کې پراته ګواښونه له منځه وړي. نږدې پنځه کاله کېږي چې افغان حکومت د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه په غوره ډول رهبري او ساتلي دي.

په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه تل دا هڅه کېده چې افغانستان بېواکه او ناامنه وساتل شي، څو له دې جغرافیې څخه په اسانۍ خپلې ګټې پورته کړي. په ښکاره ډول دغه هڅې اوس هم د پاکستاني اجیر پوځي رژیم له لوري دوام لري، چې ښايي نور سیمه‌ییز او نړیوال لاسونه هم تر شا ولري. افغانستان له یوې خوا د خپل اقتصادي ارزښت له مخې او له بلې خوا د خپلې سپېڅلې اسلامي تګلارې له مخې ګڼ سیمه‌ییز او نړیوال دښمنان لرلي دي.

لکه څنګه چې په اوسنیو حالاتو کې افغانستان یو ځل بیا د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړ نظام لري، چې د دې جغرافیې هر اړخیزې ګټې او ارزښتونه یې خوندي کړي دي. بلخوا سیمه‌ییز هېوادونه د افغان حکومت بریالۍ تګلارې ته په کتو د اړیکو د جوړولو هڅه کوي، خو د نړیوالو قدرتونو له وېرې لا هم له زیانمن احتیاط څخه کار اخلي.

د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان پوځي رژیم، چې په خپل تاریخ کې تل د نورو لاسپوڅی پاتې شوی، یو ځل بیا هڅه کوي چې د درېیمګړو په اشاره د افغانستان د ناکامې جمهوري ادارې غړي، د داعش فتنه‌ګر او خپل اجیر پوځ د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت پر ضد وکاروي.

امریکا په افغانستان کې شرمونکې ماتې خوړلې ده، او پاکستان چې تل په سیمه کې د ترهګرۍ ځاله بلل شوی، نه یې ملت یو موټی دی، نه یې جغرافیایي موقعیت ځانګړی اهمیت لري او نه هم له سیمه‌ییز اقتصادي اړخه د پام وړ ارزښت لري. دغه هېواد په خپل تاریخ کې خپله اداره د ترهګرۍ د روزنې په بدل کې په کرایه ساتلې ده. اوس داسې ګومان کېږي چې پاکستان د خپل تاریخ په تکرار، له لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړي ډول له امریکا څخه د افغانستان د ناامنۍ لپاره د داعشیانو د روزنې، د جمهوري ادارې د اجیرانو د راټولولو او د خپل اجیر پوځ د استعمال پروژه اخیستې ده.

د افغانستان اسلامي امارت په لنډ وخت کې دغو واقعیتونو ته په پام ځان منسجم او چمتو کړی دی. په وار وار یې د پاکستان پوځي رژیم خپلو تېروتنو او ناحقه تېریو ته متوجه کړی و، خو د پاکستان د ولس په وینا د هغه هېواد نااهله پوځي چارواکي دومره د غلامۍ په نشه کې ډوب دي چې د سوچ او هوش ځواک یې له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت، چې له پاکستان څخه موجودو ګواښونو ته متوجه و، له پرله‌پسې خبرداریو سره سره ولیدل چې پاکستاني پوځي رژیم خپله ورکړل شوې پالیسي تعقیبوي. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت مجبور شو چې خپله لاس په کار شي او د پاکستان دننه په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعشي خوارجو او هغو ترهګرو پر مرکزونو عملیات ترسره کړي، چې د افغانستان او مظلوم ملت امنیت یې ګواښه.

له شواهدو، قراینو او د افغان حکومت له چلند څخه داسې ښکاري چې نور به د پاکستان پر وړاندې د ستراتیژیک صبر له پالیسۍ څخه تېر شي او د چټک غبرګون تګلاره به څو برابره پیاوړې وکاروي.

Exit mobile version