د پاکستاني فوځ خیالي قتلونه، جګړې او چاودنې

د پاکستان خلکو ته د ځان سپین ښودلو او خپلې ناکامۍ پټولو په موخه له ډېر وړاندې لا پاکستاني رژیم د خپلو ټولو امنیتي مشکلاتو ستونزه پر افغانستان وراچوله، خو اوس دوه قدمه نور هم مخکې تللی او د خپلو خلکو او نړیوالو په سترګو کې د خاورو اچولو په هدف یې په افغانستان کې دننه خیالي قتلونو ته هم مخه کړې ده. هغه داسې چې څه موده وړاندې د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې لخوا چلېدونکو اکاونټونو خیالي ادعا وکړه چې په هلمند کې نامعلومو کسانو د بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه د هغې ډلې قومندان وژلی چې د پاکستاني رژیم پر خلاف مبارزه کوي.

تازه یې بیا ادعا کړې چې په مزار شریف ښار کې د محمد احساني په نوم یو داعشی، چې په پېښور کې یې فعالیت درلود، د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوی دی – په داسې حال کې چې، د امنیتي سرچینو له قوله، په مزار شریف ښار کې د قتل هیڅ کومه داسې پېښه نه ده شوې او نه هم د داعشیانو په لیکو کې د محمد احساني په نوم کوم مسؤل شته.

په افغانستان کې د خیالي قتلونو د راپور ورکولو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د پاکستان د آی ایس پي آر او نورو پوځي ادارو لخوا تمویلېدونکو رسنیزو ادرسونو نورو خیالي کیسو جوړولو ته هم مخه کړې ده. د ساري په ډول، کله چې د تیرې اګست میاشتې په وروستیو کې د پاکستاني رژیم الوتکو د افغانستان د هوايي حریم په نقضولو سره په خوست او ننګرهار کې د بېګناه افغانانو پر کورونو بمبار وکړ، ورسره سم د آی ایس پي آر ډولچي اکاونټونو په بې شرمانه ډول ادعا وکړه چې دا کورونه د پاکستاني الوتکو په بمونو نه، بلکې د دوو هغو ډلو د جنګیالیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې په راکټونو لګېدلي چې په پاکستان کې دننه د پاکستاني رژیم پر خلاف په مبارزه لګیا دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتیانو د خپلې دې بې شرمانه ادعا د ثابتولو لپاره د حقایقو په تحریف هم لاس پورې کړ: د پیښې د قربانیانو خبرې یې په غلط ډول وژباړلې، له ځانه یې جعلي خبرونه جوړ کړل، د دوی په اصطلاح له سیاسي کارپوهانو سره یې په دروغو ولاړې مرکې وکړې او پر خپل ټول وحشت یې د یوه منظم کمپاین له مخې پرده واچوله. (پاکستاني رژیم دا فارموله د تیرا په وروستي بمبار کې هم وکاروله او د لسګونو ملکي وګړو شهادت یې د خپل بمبار نه، بلکې د دوی د مخالفینو د بمونو د چاودنې نتیجه وبلله.)

د پاکستان ولس او افغانان پوهیږي چې پاکستان د څو فاسدو پوځي جنرالانو لخوا اختطاف شوی او دا چې دوی د خیالي قتلونو، جګړو، چاودنو او تورونو له لوبې څه هدف لري: دوی غواړي خپله ناکامي پټه کړي او یو وار بیا د ډالرو کڅوړې ترلاسه کړي، خو دوی باید په یاد ولري چې دا ځل نه افغانستان د ۲۰۰۱ افغانستان دی او نه نړۍ هماغه نړۍ پاتې ده. د دوی کړنې به قدم په قدم رسوا کیږي او یو وخت به یې خوند هم څکي.

Exit mobile version