د ټوليز امنيت ټولنه ( CSTO ) د معلوماتو په خلا کې

مهالنۍ تبصره

په نړۍ کې له امنيتي پلوه د ويرې او تشويش ايجاد او بيا پرې د ځينو نړيوالو سازمانونو او لويو هيوادونو له لوري له کوچنيو هيوادونو څخه د امتياز اخيستل يو تر ټولو آسانه تجارت ګرځيدلی دی، موږ د دې شاهدان يو چې نيږدې هره مياشت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او ځينو نورو ډلو د شتون او فعاليت په اړه يو مخ کاذب راپورونه خپروي، غواړي په دې راپورونو سره د لويو هيوادونو شومې برنامې پلې او هغوی ته زمينه برابره کړي چې له ځينو کوچنيو هيوادونو څخه باج واخلي.

د امنيت شورا په تقليد اوس ( CSTO ) سازمان ( چې د معلوماتو په زياته خلا کې قرار لري ) ورته هڅه کړې، د دې سازمان لوی درستيز ( جنرال سرديوکوف ) له ځينو خبريالانو سره په خبرو کې ادعاء کړې ده چې د تاجکستان سرحد ته نيږدې د ځينو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې شتون زيات شوی دی، داسې ښکاري چې دا بې تجربې جنرال هم د کاذبو اطلاعاتو ښکار شوی دی او تر خپلو سترګو لاندې د داعش د توليد نوی مرکز ( چې توليد يې منځنۍ آسيا، جنوبي آسيا او اروپا په سر اخيستې ) يا نه ويني او يا سترګې پرې پټوي.

نوموړی جنرال بايد پوه شي چې له افغانستان سره په سرحد کې د پرتو ځواکونو شاته يې د تاجکستان په خاوره کې ټول تاجکستان د داعشيت د توليد ستر مرکزونه شتون لري، د ايران په کرمان، د پاکستان په بلوچستان، د افغانستان په بغلان او بدخشان کې په دې وروستيو کې ترسره شوي ستر بريدونه د همدې توليداتو محصول دي. د دې جنرال همکارانو ته پکار دي چې نوموړی د کابل د علي آباد روغتون ته د درملنې لپاره را انتقال کړي تر څو يې درملنه ترسره او د دې جوګه شي چې په تاجکستان کې ‎د داعشيانو د توليد نوي مراکز درک کړي او په اړه يې لازم تدابير ونيسي او خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوي. له درملنې وروسته کيدايشي نوموړي ته د افغانستان استخباراتي دستګاه د هغه ۳۵ تنه وژل شوو او ۳۰ تنه نيول شوو تاجکستاني اتباعو په اړه هم معلومات ورکړي چې په افغانستان کې د لسګونو خونړيو بريدونو عاملان دي په تاجکستان کې توليد شوي وو او افغانستان ته صادر شوي وو.

 

 

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version