د مستونګ او هنګو بریدونه د څه لپاره؟

ابو محمد

پرون د پاکستان په بلوچستان ایالت مستونګ سيمه کې د ميلاد النبي پر جلسه او په خيبر پښتونخوا ايالت کې د هنګو په سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې، چې متأسفانه د ډېرو بې ګناه مسلمانانو وينې پکې توی شوې دي.
دا او په دې وروستيو کې دې ته ورته بريدونه د دې خبرې ښکارندويي کوې چې پاکستاني چارواکي د خپلو خلکو په دفاع کې کاملاً پاته راغلي دي.
د پروني بريدونو پړه که څه هم تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستې خو دا د فتنه ګرو خوارجو د هغو بريدونو لړۍ ده چې په دې وروستيو کې يې په پاکستان کې پر علماوو، ديني مراکزو، مسجدونو او مدرسو شروع کړي دي، او په يوه معنا پاکستاني چارواکي زمينه سازي ورته کوي.
د يادونې وړ ده چې په سيمه (افغانستان/پاکستان/ ايران) کې په دیني مدارسو، اجتماعاتو او جماتونو.. کي د بریدونو يو لوی پلان د اسلامي امارت د استخباراتي ارګانونو له لوري کشف شوی وو. اسلامي امارت هغه پلان خنثا او عاملين يې په سزا ور سول. همدا راز یې پاکستان او ايران ته ددغه پلان د عاملينو پوره راپور په لاس ورکړ، چې د المرصاد د معلوماتو له مخې پاکستان د «خان» په نوم د دې بريدونو طراح ونيو او بيرته يې خوشي کړ!

د دې راپور له مخې موږ ويلای شو چې ځيني پاکستاني چارواکي په قصدي توګه داعش ته زمينه برابروي، تر څو سيمه نا امنه وښيي او پړه يې پر افغانستان واچوي.
خو هېره دې نه وي چې اسلامي امارت او د سيمي ګاونډي هيوادونه نور د دې دسيسو سره اموخته دي او پاکستان هم باید پوه شي چې دا پالیسي به د پاکستاني مسلمانانو د وينو له تويولو پرته بله هيڅ سياسي نتيجه ورنه کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version