له دوو کلونو زیات وخت کېږي چې د غزې په تړانګه کې په بشپړه کچه نسلوژنه روانه ده؛ داسې وحشتناک جنایتونه چې د نړۍ د زبرځواکونو د ړندو سترګو او د بشري حقونو د دروغجنو مدعیانو په مخ کې ترسره کېږي، خو بیا هم هېڅ څوک دې ته نه دي چمتو چې داسې اقدام وکړي چې په رښتینې معنا مخنیوی کوونکی وي.
که له غزې تېر شو، د مسلمانانو د بېکوره کېدو دا ترخه کیسه په نورو ځایونو کې هم تکرارېږي؛ نه په غیر اسلامي هېوادونو کې، بلکې په هغه هېواد کې چې په ناحقه ځان اسلامي جمهوریت بولي او آن ځان د اټومي وسلو لرونکی یوازینی اسلامي هېواد معرفي کوي، حال دا چې په حقیقت کې د صهیونیستي رژیم پر قدمونو روان دی او د هغه ټولې شرموونکې کړنې یو په بل پسې تقلیدوي.
هو! هغه هېواد بل ځای نه، بلکې پاکستان دی؛ هغه خاوره چې له ډېرې مودې راهیسې د داسې پوځ تر ولکې لاندې ده چې د لوېدیځ امرونو ته غوږ نیسي او د هغوی د خدمت په لاره کې له هېڅ هڅې درېغ نه کوي، که څه هم دا کار د پاکستان دننه د زرګونو انسانانو د بېکوره کېدو لامل شي؛ دا وضعیت دا مهال د خیبر په تیراه سیمه کې پېښېږي.
وروستۍ کوچېدنه د جنورۍ له ١٠مې پیل شوې او ټاکل شوې ده چې د جنوري تر ۲۵مې پورې به دوام وکړي، چې اټکل کېږي ۱۲۰۰۰ کورنۍ، چې شمېر یې له ۶۰۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰۰ کسانو پورې رسېږي، اړې شوې دي خپل کورونه، کروندې او حتّی د ژوند د تېرولو سرچینې پرېږدي. بېځایه شوي خلک د پېښور، کوهاټ او نورو نسبتاً خوندي سیمو پر لور روان دي، خو ډېر یې په موقتي کمپونو کې د لومړنیو اسانتیاوو له نشتون، د ژمي له سړې هوا سره لاس او ګرېوان دي. ماشومان، ښځې او زاړه کسان تر ټولو ډېر زیان ویني؛ لوږه، ناروغۍ او د سرپناه نشتون د هغوی ورځنی ګواښ دي.
که څه هم د پاکستان پوځي رژیم دا کوچېدل «لنډمهاله» بولي او د آزادي غوښتونکو پر ضد د عملیاتو برخه یې ګڼي، خو سیمهییز راپورونه او شننې په ځانګړي ډول د وزیر اعلی سهیل آفریدی وروستۍ څرګندونې ښيي چې دا اقدامات تر ډېره سیاسي او اقتصادي انګېزې لري. د طبیعي زېرمو لکه ځنګلونو، د سرو زرو او مسو کانونو څخه ګټه اخیستنه او آن د داعش په څېر د ترهګرو ډلو مېشتول، د یادو پټو موخو له ډلې بلل کېږي.
دې بېځایه کېدو نه یوازې یو بشري بحران رامینځته کړی، بلکې پراخې اقتصادي، ټولنیزې او رواني پایلې هم لري: د کورونو او ځمکو له لاسه ورکول، د طبیعي سرچینو لوټ کول، قبیلوي تاوتریخوالی، خپګان او د کلتوري هویت له لاسه ورکول. دا وضعیت نوی نه دی، بلکې د کلونو په اوږدو کې بیا بیا تکرار شوی دی. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو بېځایه کول او آن په ۲۰۲۴ کال کې هغه حالت چې لا هم د کوکيخېل قبیلې زرګونه کسان نه دي توانېدلي خپلو سیمو ته ستانه شي، د یوې منظمې الګو څرګندونه کوي.
تر اوسه پورې د پاکستان په قبایلي سیمو کې له ٥.٧ میلیونه څخه زیات کسان د جبري بېځایه کېدو تر اغېز لاندې راغلي او ډېر یې لا هم په کمپونو او یا ناامنه ځایونو کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې نړیواله چوپتیا او رسنیز محدودیتونه د تیراه بېکوره شوي خلک د نړۍ له سترګو پټ کړي دي، هغوی هره ورځ د ژمي له یخنۍ، د خوړو او روغتیايي خدمتونو له نشتون او د پوځي ځواکونو د وېرې او ګواښ له سیوري سره لاس او ګرېوان دي.
دا یو ترخ حقیقت دی؛ د نړیوال سیاست او قدرتونو تر سیوري لاندې د مسلمانانو د بېکورۍ یو بل انځور، هغه خلک چې نه په کوم لرې اشغال شوي هېواد، بلکې د «پاکستان اسلامي جمهوریت» په نوم هېواد کې، د بېعدالتۍ، تبعیض او پټو او ښکاره سیاستونو قرباني کېږي؛ چېرته چې ځمکه او انسانان یې د سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره نذرانه کېږي.
