د «طاغوت» پرونی خادم نن له ځان پرته مسلمان نه ويني

زبیر عاطف

د خراساني خوارجو ټول تبلیغاتي مواد، هغه که مقاله وي، که غږیز بیان وي او که ویډیو او کتاب، له یوې مخې له ځان پرته د ټولو مسلمانانو پر تکفیر راڅرخي. خو نن راشئ وسپړو چې دا تبلیغاتي مواد چې د چا تر نظر تیریږي هغه څوک دی او سابقه یې څه ده؟

د خراسان د خوارجو د اعلام ادارې په سر کې د سلطان عزیز عزام په نوم کس دی، نوموړی د تش په نوم خراسان ولایت د رسمي تبلیغاتي موادو د تهیې، تنظیم او نظارت مسؤلیت لري.

د نوموړي تر نظر تېرو خپرو شویو کتابونو ته په کتلو ښکاري چې دا به ډېر کلک مسلمان وي، خو حقیقت دا دی چې نوموړی که د ده د خپل اوسني دریځ او فتوا پر اساس وتلو ويلای شو چې پخپله یوازې اووه کاله مخکې مسلمان شوی دی. سلطان عزيز مو ۷ کاله مخکې مسلمان شوی ځکه وباله چې ده اووه کاله مخکې هغه کارونه کول چې د ده د اوسنۍ ډلګۍ په نزد یې ترسره کوونکی مرتد او له اسلامه وتلی بلل کیږي. دا چې عزام کوم کارونه کول، لاندې به یې وليکو.

معاصر خوارج عمومًا په دې نظر دي چې د دوی د عقیدې په خلاف جوړو نظامونو کې هر مسؤلیت ترسره کوونکی کس کافر او مرتد دی. دوی په ځانګړي ډول د هغو کسانو په تکفیر کې ډېر جدي دي چې د دوی په اصطلاح د «طاغوتي» رژیم په جوړښت او استحکام کې زیات رول لوبوي.

اووه کاله مخکې، عزام پخپله هم د کابل د تیرې ګوډاګۍ ادارې د ټاکنو کمېسیون کې دنده درلوده، خلک به یې رایې اچونې ته هڅول او هم یې له مؤسسو سره کار کاوه. نوموړی په خپل یوه کتاب کې پخپله مني چې معاش به یې په ډالرو و.

عزام شاعر و او شعرونه یې اوس هم په هغو ادبي مجلو کې پراته دي چې لومړی مخ به یې ټول د یوې نامحرمې ښځې انځور نیولی و. ده د ننګرهار په بېلابېلو راډیوګانو کې، د سپین غر او اصلاح غږ راډیو په شمول، کار کړی دی.

د مسلمانانو دا اوسنی تکفیروونکی د درې مورچل په نوم د یوې مشهورۍ ترکۍ ډرامې سخت مینه وال و، تر دې چې د خپل اصلي فېسبوک حساب نوم یې هم د یادې ډرامې د یوه کرکتر په نوم جوړ کړی و او د هغه انځور یې پرې درولی و.

نن وګورئ، هغه کس چې پخپله به یې د طاغوتي رژیم د طاغوت د حاکمولو لپاره کار کاوه، نن هغه مجاهد تکفیروي چې طاغوت ته د ده د خدمت پر مهال په سنګر کې و. نن د طاغوت مخکنی خادم او د صف اول سپاهي د طاغوت پر ضد جنګېدلی مجاهد تکفیروي. نن هغه کس چې په راډیوګانو کې به یې د مینې کیسې او شعرونه ویل او ژبه یې په يوه منکر کې مصروفه وه، په هماغه خوله په ډېره سپکه لهجه له خپلې ډلګۍ پرته ټول هغه کسان چې د ده دلګۍ ترې د جهاد او هجرت مفاهیم زده کړي تکفیروي.

د خوارجو ټوله ډله له همداسې متنفرو، دوه مخو او سپکو کسانو ډکه ده. موږ یې د منحرف منهج یوازې یو کس د مشت نمونه خروار په ډول ذکر کړ، نور قضاوت لوستونکو ته پرېږدو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version