د شيطاني ځالو په وړاندې د استشهادي ډرونونو مرګوني ګوزارونه!

سيف الدين

المرصاد ته ځايي سرچينو تاييد کړه، چې د پاکستان د پوځي رژيم د وروستيو وحشيانه بمبارونو په ځواب کې د رد الظلم انتقامي بريدونو په لړ کې، د پاکستان پر حساسو ځایونو د استشهادي ډرونونو په واسطه مرګوني بریدونه شوي دي. په سيمه کې د افغان ځواکونو د روانو انتقامي ډرون بریدونو له وېرې پاکستاني پوځيان له خپلو مرکزونو راوتلي او د ملکي خلکو په کورونو او عامه تاسيساتو کې د خپل ځان لپاره سرپناه لټوي.

د شنونکو په باور، د افغان دفاعي ځواکونو هوايي عملیات، چې تر ډېره په معاصره پوځي ټکنالوژۍ ولاړ دي او له ډرون الوتکو څخه پکې استفاده کېږي؛ ډېر مهم او دقيق دي. دا ځکه چې د پاکستان په ډېرو لرې پرتو سيمو، مهمو ښارونو او آن په پلازمېنه اسلام آباد کې هم یوازې پوځي مرکزونه په نښه کوي او هڅه یې دا ده چې پوځي مراکز له ډېر لرې واټن څخه په دقيق ډول وڅاري، ترڅو عامه تاسيسات او ملکي کسان يې د مرګوني ګوزارونو ښکار نه شي.

يو بل مهم اړخ د استشهادي ډرونونو دقيق عمل دی، په داسې حال کې چې ځانګړي هدفونه بايد په ډېر احتياط سره وټاکل شي، نو يادې ډرون الوتکې په لوړه کچه د څارنې په وسيله د هدف ټاکنې توان لري، دا دقت مرسته کوي چې پوځي عمليات تر ډېره بريده محدود او مشخص وي. په همدې ډول د جګړې په ډګر کې د بې‌ځايه زيانونو د کمېدو امکان زياتېږي او د تېروتنو امکان کمېږي.

د نظامي چارو د پوهانو په وينا، دا په جګړه کې د اسلامي امارت د دفاعي ځواکونو يو پياوړی تکتيک دی، چې هڅه کوي ترڅو په لږ لګښت ستر نظامي اهداف د خپلو مرګوني ګوزارونو لاندې راولي. ځکه چې ډرون الوتکې د لګښت له پلوه هم نسبتاً اغېزمن وسايل بلل کېږي. د الوتکو يا ځينو نورو پوځي وسايلو په پرتله د ډرونونو کارول لږ لګښت ته اړتيا لري، خو په عوض کې مهم معلومات او دقيق اهداف په نښه کوي.

د افغان دفاعي ځواکونو استشهادي ډرونونه د سرتېرو د خونديتوب له پلوه هم خورا مهم او ارزښتمن دي. داسې چې لومړی د همدې ډرون الوتکو له لارې خطرناکې سيمې څارل کېږي، ترڅو هوايي ځواک وکولای شي چې د سيمې د وضعيت په اړه مخکې له مخکې معلومات ترلاسه کړي. دا کار د دې سبب ګرځي چې د عملياتو پلان په ښه توګه جوړ شي او د ځواکونو د احتمالي خطر کچه کمه شي.

د استشهادي ډرونونو د اهميت په برخه کې، که تاسې پاکستاني رسنۍ تعقيب کړې وي، نو حتماً به خبر شوي ياست چې د افغان دفاعي ځواکونو د استشهادي ډرونونو د وېرې له امله ټولې رسنۍ د خپل پوځي رژيم مشر ته ردې بدې وايي او په دې خبره يې ملامته کوي چې جګړه يې د پاکستان سرښار اسلام آباد ته انتقال کړه.

دا ټولې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان دفاعي ځواکونو هوايي ځواک د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې د حمزه کمپ په نوم؛ د پوځي افسرانو په استوګنځای ۲۸ بلاک باندې خپل هوايي بریدونه ترسره کړل، چې لسګونه پوځي افسرانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Exit mobile version