د شهید ملا محمد منصوري تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

د أمت نومیالي

#image_title

شهید ملا محمد منصوري تقبله الله د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ د شورابه کلي اوسېدونکی و، هغه په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې، په یوه مذهبي او دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.

 

لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې د خپل کلي د مسجد له ملا امام سره پیل کړې او بیا یې په ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ هجري شمسي کلونو کې د شرعي علومو د زده کړې لپاره فاریاب ولایت ته سفر وکړ، له دې وروسته یې په ۱۳۸۷ تر ۱۳۸۹ هجري شمسي کلونو کې کابل او په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ هجري شمسي کلونو کې یې پېښور او کوټې ته سفرونه وکړل.

 

شهید ملا محمد منصوري تقبله الله له کوچنیوالي سره سم له فقر او نادارۍ سره لاس او ګرېوان و، خو دغه ستونزې یې هیڅکله د هغه د زده کړو او جهادي فعالیتونو په وړاندې خنډ نه شوې، هغه په ډېر جدیت او بریا سره خپلې دیني زده کړې تر لویې دورې پورې بشپړې کړې.

 

د جهاد او دعوت پیل:

په ۱۳۹۱ هجري شمسي کال کې، شهید ملا منصوري تقبله الله د امریکايي اشغال او فتنې د ختمولو په موخه، مسلح جهاد او دعوت په رسمي توګه پیل کړ، هغه یو باایمانه او زړور دعوتګر و، چې له ذلت څخه یې کرکه کوله او په ډاګه یې د جهاد لاره خپله کړه.

 

شهید ملا محمد منصوري تقبله الله به تل د مسلمانانو د بې اتفاقۍ له امله خفه و او په دې یې افسوس کاوه، چې ولې دوی په یو صف کې د دښمن پر وړاندې نه درېږي، هغه د هغو کسانو پر حال ډېر افسوس کاوه چې د جهاد او مجاهدینو مخالف و.

 

شهید منصوري تقبله الله د خپل دیني او ایماني مسؤولیت د ترسره کولو لپاره پرته له دې چې ستړیا احساس کړي، د دعوت کار ته دوام ورکاوه، د هغه د دعوت غږ په مساجدو، مجالسو او نورو ځایونو کې د مینې او دلسوزۍ سره یو ځای پورته کېده.

 

شاید مبالغه به نه وي که ووایو؛ چې شهید ملا منصوري تقبله الله د واقعي مجاهدینو او د اسلامي امت له صادقینو څخه و، هغه خپله ځواني د جهاد او د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره وقف کړې وه، په ټوله کې؛ شهید ملا منصوري د لوړو اخلاقو او سترو ځانګړتیاوو څخه ډک شخصیت و، چې د هغه ټول ژوند د تأمل او مکث وړ دی.

 

باید د دې ډول شخصیتونو د ژوند پاڼې واړول شي او د هغوی قربانۍ راتلونکو نسلونو ته مشعل وګرځي، ترڅو راتلونکی نسل د هغه په رڼا کې ګامونه واخلي او د خپلو مشرانو په لاسته راوړنو ویاړ وکړي.

 

په نظام کې د هغه مسؤولیتونه:

شهید ملا محمد منصوري تقبله الله په اسلامي نظام کې لاندې مسؤولیتونه درلودل:

 

١:- د مرغاب ولسوالۍ د کمېسیون مدیر

٢:- د مرغاب ولسوالۍ د دعوت او ارشاد مدیر

٣:- د څلور ولسوالیو (چارصده، مرغاب، دولتیار، لعل او سرجنګل) عمومي سرپرست

٤:- د غور ولایت د اقتصاد مرستیال.

٥:- د منبع الجهاد ځانګړی استازی و.

 

د هغه جهادي او نظامي فعالیتونه نه یوازې د غور ولایت په حدودو کې وو، بلکې په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې یې هم دوام درلود، سره له دې چې ډېر فعالیتونه یې د غور ولایت په ساحه کې ترسره کړي وو.

 

د شهادت کیسه:

د شهید ملا محمد منصوري تقبله الله د شهادت کیسه له دې ځایه پیلېږي چې کله داعش د مرغاب ولسوالۍ د رغسکن کلي ته ورسېدل او هلته یې قرارګاه جوړه کړه، نو دا د امارت اسلامي د مجاهدینو لپاره لوی خنډ وګرځېد، د وخت د والي الحاج مولوي عبدالقیوم تر مشرۍ لاندې مجاهدین د دې فتنې د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړه او د داعش جنګیالي یې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ ته په شا وتمبول.

 

وروسته د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر هیبة الله اخوندزاده له خوا د څلورو ولایتونو مسؤلینو ته د پراخو عملیاتو امر وشو، چې په دغو عملیاتو کې خوارجو (داعش) ته لویه ضربه ورسېده.

 

وروسته له شاوخوا شل ورځې مبارزې، په ۱۳۹۷ هجري شمسي کال کې، شهید ملا محمد منصوري تقبله الله د درزاب ولسوالۍ په یوه چاودنه کې، چې د خوارجو خبیثو لخوا پلان شوې وه، د سهار له لمانځه وروسته د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، نحسبهه کذالک والله حسیبه.

هرماس الافغاني
Exit mobile version