د شهید سید فرید الله “حذیفه” لنډه پېژندنه:

#image_title

د شهید سید فرید الله “حذیفه” لنډه پېژندنه:

د وخت یو دنګ ځوان، ښکلې څهره لرونکی، غیرتي او رعب لرونکی مجاهد شهید، سعید، سید فرید الله حذیفه د سید مبین زوی د سید جیلاني لمسی د میدان وردګو ولایت د دايميرداد  ولسوالۍ د تنګي سيدانو په کلي کې په ١٣٨٢ ه/ش کال په یوه متدینه او جهادي کورنۍ کې زیږدلی دی.
حذیفه خپلې لومړنۍ دیني او عصرې زده کړې، د خپل کلي له مدرسې(اصحاب صفه )او مکتب(شهید مولانه غلام درویش) څخه پیل کړې، شهید سید فرید الله حذیفه داسې مهال نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې په هېواد باندې صلیبیانو یرغل شوی و او هېواد تر اشغال لاندې و.
شهید حذیفه صاحب لا پوره د ځوانۍ په درشل قدم نه و ایښی، چې د طالبانو د اسلامي تحریک فعال غړی شو. نوموړي د جهادي مصروفیتونو تر څنګ د زده کړو لړۍ ته لا هم دوام ورکړ.
او د دیني زده کړو تر څنګ یې عصرې زده کړې هم تر منځنۍ دورې پورې تر سره کړې.
دې وخت کې جهادي مينې پرې غلبه وکړه او مستقیم یې جهادي مرکزونو ته ور ودانګل، چې د چک ولسوالۍ د بکسمند د درې د نظامي قائد جهادوال په نظامي صف کې یې رسماً جهاد پیل کړ.

له شهید حذیفه صاحب په ډېر کم وخت کې یو غلچکي او تندریز مجاهد جوړ شو، حذیفه او ملګرو یې پر ښکېلاکګرو او د دوی پر غلامانو باندې ځمکه سره تبۍ وګرځوله او هره ورځ به یې له هر لوري پرې تندریز ګوزارونه کول.

شهید حذیفه روڼ فکره، ټینګ عزم لرونکی، د غښتلي استعداد خاوند، تقواداره او یو مدبر شخصیت و.

شهید حذیفه د ښکېلاکګرو ځواکونو پر ضد د دین او وطن په دفاع کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د خپل عالي هدف (اعلاء کلمات الله) د الله تعالی رضاء، خپلواکۍ او د اسلامي نظام استحکام ته د رسېدو په لار کې، جسماني او رواني ستړیاوې وګاللې.

شهید حذیفه د ښکېلاک او د اسلامي نظام ضد خوارجو د ځپلو لپاره څو ځلې ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د داعشي (خوارجو) په وړاندې یې په څو ګرمو معرکو کې برخه واخیسته او تر ډېره یې د اسلامي نظام سرسخته او بدبین دښمانان په خپلو مبارکو لاسونو له منځه یوړړل، خپل او د نورو مسلمانانو زړونه یې ورباندې یخ کړل، د جهادي عملیاتو په جریان کې څو ځلې سخت زخمي شو او د الله تعالی په لاره کې یې ځو ځلې د وجود مبارکه وینه تویې کړه.

شهید حذیفه د وخت یو دنګ ځوان، ښکلې څهره لرونکی، غیرتي او رعب لرونکی مجاهد و، تل به یې حق وایه او د حق په ویلو کې یې د هېچا پروا هم نه کوله.
د امریکايي وحشیانو او د دوی د غلامانو لخوا ۱۶/۲/۱۳۹۹ نېټه د چک ولسوالۍ ته یوه لویه ځمکنۍ او هوایي  قوه راتله، تر څو د چک ولسوالي په خپل تسلط کې راولي او خپل شوم اهداف پکې پلي کړي، خو د رب ذوالجلال فیصله بله وه.
شهید حذیفه او د جهادي صف ملګرو یې د دوی مقابلې ته ور ودانګل.
له سختې مقابلې او ګرمې معرکې وروسته په همدې ورځ  شهید حذیفه او په څو نورو ملګرو باندې یې، بې پیلوټه (ډرون)  الوتکې برید وکړ او خپله دنګه ځواني یې ټوټه، ټوټه د رب د لقاء لپاره نذرانه کړه.
په تګ سره یې ډېر زړونه مات او ډېرې اوښکې وبهېدې، شهید حذیفه تقبله الله هغه څهره وه، چې په فراق سره یې دوستانو او دُښمنانو وژړل او آرمان یې کوي.
پاتې د نه وي چې حذیفه لا د ژوند شریک نه و پیدا کړی،چې لدې فاني نړۍ څخه یې مخه ښه وکړه.
نحسبه کذالک والله حسیبه

د شهید حذیفه یو ملګری کیسه کوي:
چې دا ځوان(حذیفه )د الله تعالی په عبادت کې دومره مخلص او غرق تللی و، چې د خپل راتلونکي ژوند په اړه یې ښې  وړاندېینې کولې، ملګری یې کیسه کوي او وایي: چې یو ورځ د تهجد په لمانځه ولاړ و.
سجده يې دومره اوږده کړه، چې زه بېرته خوب وړی وم، یو وخت د ده د ژړا په سنګهاري او اوښکو تویولو را ویېښ شوم.
مخ په قبله ناست و او لاسونه يې لوی رب ته لپه کړي و او په مخ باندې یې د تیز باران په شان اوښکې راروانې وې، په ما يې ناڅاپه پام شو.
څنګ ته یې ور وغوښتلم، ویل یې: نور څوک مې نه دي خبر کړي، دا مې له ځان سره هوډ کړی دی؛ زه به سږ کال روژه کې د خپل رب دیدار ته ځم.
حذیفه یو مجاهد ځوان و او د خپل رب سره یې ځانګړی راز و نیاز درلود، له خپل ربﷻ سره یې د کړې وعدې د پوره کولو په لور په بېړه راون و.
حورو هم خپل رب ته سوال کولو سره خپل کران محبوب مجاهد له الله تعالی نه غوښت، چې ورسره يې يو ځای کړي، نو د تقدير فیصله وه، د دين او وطن د دښمنانو سره د جهاد په سپېڅلې معرکه کې د شهادت لوړ مقام نوش کړ او د خپل ربﷻ سره کړې وعده یې پوره کړه، الله تعالی د رښتېنو خلکو وعدې رښتېنې کوي.
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
له مؤمنانو څخه ځيني داسي شخصيتونه شته چي له الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي. هفوی پخپله کړنلاره کښي هيڅ تبديلي را نه وستله.
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 23]
تقبله الله تعالی.!

عاصم جلال
Exit mobile version