د شهید حافظ محمد “طلحه” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

شهید سعید حافظ سید محمد “طلحه” د قاري سید بدرالدین “هاشمي” زوی، په۱۳۷۱ هـ.ش کال د سرپل ولایت، صياد ولسوالۍ د شاه توت کلي په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانیستې، طلحه د یادې کورنۍ له هغه بااېمانه او استوارو زامنو څخه و، چې خپل مبارک ژوند یې د علم، خدمت او جهاد په لاره کې تېر کړ. له کوچنیوالي یې د دیني زده کړو سره مینه درلوده او د یوې دیندارې او باایمانې کورنۍ په غېږ کې را لوی شو.

د دیني زده کړو پیل:
ده خپل علمي سفر د کوثرالعلوم مدرسې څخه پیل کړ، همدلته یې د قرآن کریم حفظ بشپړ کړ او د “حافظ” لقب یې ترلاسه کړ. وروسته یې په نورو معتبرو مدرسو لکه ارچتو، خانقاه او رحمانیه کې دیني زده کړو ته دوام ورکړ، هغه نه یوازې په دیني علومو کې مهارت وموند، بلکې د اسلامي اخلاقو او جهادي روحیې څښتن هم شو.

له اسلامي امارت سره یوځای کېدل:
په ۱۳۹۴ هـ. ش کال کې، حافظ محمد “طلحه” د افغانستان اسلامي امارت له سر سپارلو مجاهدینو سره یو ځای شو او په بېلابېلو برخو کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړل. د ده اخلاص، زړورتیا او ژمنتیا هغه د سرپل او جوزجان ولایتونو په کچه د یو اغېزمن مجاهد په توګه معرفي کړ.

د داعش پر ضد مبارزه او شهادت:
کله چې د ۱۳۹۷ هـ. ش کال په دوران کې د داعش منحرفې ډلې په درزاب ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه پیل کړل او د خلکو امنیت یې ګډوډ کړ، د اسلامي امارت مجاهدینو د خلکو او اولس د دفاع لپاره له دوی سره جهاد او مبارزې ته ملا وتړله. شهید طلحه هم له خالص نیت او قوي روحیې سره په دې جګړه کې برخه واخیسته او د دواعشو پر وړاندې یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې سينه پر سینه مبارزه پیل کړه.

بالاخره د ۱۳۹۷ هـ. ش د چنګاښ (سرطان) په ۱۵مه نېټه، نوموړی د یوې نښتې پر مهال د داعش لخوا د درزاب ولسوالۍ د آخپلاق په کلي کې اسیر شو. د ۱۴ ورځو اسارت وروسته، د جمعې په ورځ د دین او انسانیت د دښمنانو له لوري په بې‌ رحمۍ سره شهید کړل شو. د ده شهادت د تکفیري افراطیت پر تندي یو دایمي داغ او د حق د لاري د مجاهدینو د فداکارۍ څرګند ثبوت و.
نحسبه کذالک والله حسیبه

له شهادت وروسته بریا:
یوازې شل ورځې وروسته له هغه چې حافظ محمد “طلحه” او نور مجاهدین د الله په لاره کې شهیدان شول، د اسلامي امارت مجاهدین وتوانېدل، چې د داعش ډلې ته سخته ماتې ورکړي او د جوزجان ولایت درزاب ولسوالي يې په بشپړه توگه فتحه کړه. دا بریا د همدغه شهیدانو د سپېڅلو وینو برکت و.

Exit mobile version