د شهيد مولوي عبدالحق حقاني( نعمان) تقبله الله ژوند او مبارزې ته لنډه کتنه:

#image_title

د ښو اخلاقو څښتن، د تقوا او عاجزۍ دنگ منار د غرونو او دښتو ښکاري باز.

شهيد مولوي عبدالحق حقاني (نعمان) د شاه رسول زوی د پکتیا ولایت د اريوب ځاځيو ولسوالۍ د شوخېلو د قوم د حسن الگډې د درې خولې کلي اصلي او فعلي اوسيدونکی و.

هر کله چې امريکا او متحدینو په ۲۰۰۱ ميلادي کال د افغانستان پر مقدسه خاوره باندې يرغل وکړ، همدا مهال نوموړي د پکتیا ولایت د اریوب ځاځيو ولسوالۍ مربوط، روقيان عالي ليسه کې ابتدايي زده کړې کولې، د بهرنیو اشغالګرو د ظُلم اوحشتونو له امله يې له هېواد څخه هجرت وکړ. زیاتره درسونه يې د جامعه دار العلوم حقانیه اکوړه خټک کې ولوستل، په ۱۴۳۷ هجري قمري کال یې له جامعه دار العلوم حقانیه اکوړه خټک څخه د فراغت پګړۍ په سر کړه.

د فراغت وروسته د پکتیا ولایت د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د حسن الگډې په جامعه ابو هريرة (رضي الله عنه) مدرسه کې د دلگۍ د سرپرستي ترڅنگ د مدرسې مهتمم او مدرس په حيث وټاكل شو.

د امريکا او د کابل غلامې ادارې د وحشت او ظُلم ليدنې له امله يې، د جهاد مقدسې لارې ته تر تدريس ترجيح وركړه او د جهاد گرمو سنگرونو ته را وړاندې شو.

د جهاد شل کلن بهير کې يې نه ستړي کيدونکي خدمتونه وکړل، هر کله چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا پکتیا ولایت ته مولوي صاحب عبدالرحمن مسلم د والي په حيث وگمارل شو، په دې وخت کې خوارجو په ننگرهار ولایت کې څه نا څه فعالیت تیز کړی وو، والي صاحب له مولوي عبدالحق حقاني (نعمان) څخه وغوښتل چې د ياد دجالي حزب د له منځه وړلو په موخه لازم گامونه پورته کړي.

شهید مولوي صاحب عبدالحق حقاني د الهي مسؤليت د ادا کولو ترڅنگ د خپل امیر د امر پر ځای کولو په موخه، د خپلې سيمې د جهادي قطعې مسؤل او بیا د خپلې ډلگۍ د سرپرست په توگه دې مقدسې غزا ته په هسکه غاره ور وړاندې شو.

ځکه چې مولوي عبدالحق حقاني د جهاد په سپیڅلې لار کې د نظامي تجربه کار او نه ستړي کېدونکو خدمتونو ترڅنگ، د صبر استقامت، شجاعت او غيرت لامثاله ځانګړنې لرلې، هغه ډېر په میړانې او غيرت سره د خوارجو داعشیانو سره و جنگېد، په زياته اندازه د دین او مذهب غله يې ورک کړل.

هغه به تل د جهاد په ډگر کې د مجاهدينو د يووالي او اتحاد په اړه فکر کاوه، تر څو دا د حق لارویان همېشه له خپله منځه شيطاني تشويشونه دفع كړي.

د ښو اخلاقو څښتن د تقوا او عاجزي دنگ منار د غرونو او دښتو ښکاري باز، د خاطرو او رازونو يو نامتو نمونه، د بهادرۍ، شجاعت، غیرت، زړورتوب او زمریالیتوب څپانده سیند، د ابراهيمي مينې ښکاره مثال د حمزه، حنظله او د خالد بن وليد رضى الله عنهم د لارې لاروى، چې د شهادت په نعره يې ژبې سوزي، پر غوږونو او زړونو د لمبو لمن را خپروي، بالاخره د ننگرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مربوط د کاخو په سيمه کې د خوارجو په مقابل کې د ۱۴۴۱ کال د ربیع الاول په ۱۰ تاریخ باندې د شهادت وياړ تر لاسه کړ.

نحسبهه کذالک والله حسیبه.
روح دې ښاد او يادونه دې د گلونو په شان، په زړونو کې ژوندي پاتې وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version