د شهيد حافظ محمد ظاهر وارث (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

د وخت په تورو شپو کې سپېڅلی څراغ، د مېړانې په ژبه لیکل شوی شعر، او د نبوي اخلاقو په بڼه یو متین انسان، د وجدان د پاکوالي تفسیر، او د شهادت د لارې هغه آرامه سیوری چې ملت پرې د ویاړ ګلونه شیندي. شهید سعید حافظ محمد ظاهر “وارث ” د فضل‌ ربي زوی، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د قلعه عبدالوهاب د کلي اوسېدونکی، په ۱۳۷۴/۳/۲۴ هـ.ش کال کې په یوه دینداره او جهادپاله کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

شهید وارث تقبله اللّٰه کوچنی ماشوم و، چې د خپل کلي له ملا امام څخه یې لومړنۍ دیني او عقیدوي زده‌ کړې ولوستې، وروسته د ډاکټر عبدالوکیل په لېسه کې شامل شو، له دغه درسونو وروسته یې د قرآن کریم حفظ د توکرک په کلي کې د عمر فاروق (رضي الله عنه) په مدرسه کې وکړ.

د نوموړي د ورور محمد هارون د وینا له مخې، د میدان وردګو ولایت په سطحه د اشغالګرو او د هغوی د داخلي غلامانو ظلمونه د زغم له حده اوښتي وو. تر دې چې زموږ کورنۍ هم د دې ظلم ښکار شوه، ځکه د داخلي ملېشو له لورې موږ ته تل اخطارونه راکول کېدل، او د خپل کلي د پرېښودو ګواښونه به یې راته کول.

زموږ ورور د قرآن عظیم‌الشان حافظ، د دین او عقیدې لاروی و. له همدې امله زموږ پر کورنۍ د کړاوونو ورېځ خپره شوه، آن تر دې چې زموږ سپین‌ ږیري پلار ته هم سپکې او دردوونکې خبرې وشوې. د جمهوریت وحوشو به د متدینو او دینداره خلکو له کورنیو سره ډېر بد چلند کاوه.

ورور ته مې نور د علم په لار کې ورځ تر بلې خنډونه اېجادېدل، تر دې چې سبقونه یې پرېښودل او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې یې د جهاد په ډګر کې، د خپل اېمان او غیرت بیرغ پورته کړ. پاتې نور ژوند یې د جهاد په ګرمو مورچلونو کې تېر کړ، د الله د دین د لوړاوي او د هېواد د آزادۍ لپاره یې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه.

په ګڼ شمېر معرکو کې یې فعاله برخه واخیسته، نوموړی د خپل جنګي مهارت تر څنګ د ماینونو یو خورا ښه مسلکي استاذ او د سرې قطعې معاون هم پاتې شوی، هغه په خپله ولسوالۍ کې د داخلي او خارجي دښمنانو پر وړاندې کلک مقاومت ترسره کړ. تر داسې حده چې د خپلې سیمې په هر تعرض او کمین کې به حاضر و.

د وخت د خوارجو پر وړاندې یې هم په مېړانه او په پوره زړورتیا سره جهاد او مبارزه وکړه. له خپلو همسنګره ملګرو سره د ننګرهار ولایت ته څو ځله په تشکیل ولاړ، ده به یوه کيسه کوله ویل به یې: د جګړې پرمهال مو یو داعشي خوارج ژوندی ونیوه، خو دی د قرآن عظيم الشان حافظ و، چونکه زه هم حافظ وم زړه مې پرې ونه شو، کله مو چي مشرانو آمرینو سره رابطه وکړه، چې دا خو حافظ دی، څنګه یې کړو؟ له هغې خوا يې د وژلو امر راکړ، خو دوې ورځې وروسته بیا د هغه د جسد خوا ته ورغلو، پوهېږئ هغه څنګه شوی و، له جسد څخه یې بد، ناوړه او مردار بوی ولاړېده، په داسې حال کې چې زموږ شهیدان ملګري به له شهادت وروسته په میاشتو، میاشتو د جنګ په ډګر کې سره لمر ته پراته وو، مګر هېڅکله یې نه جسد خراب شوی او نه یې چېرته بوی نیولی. دې پېښې مو اېمانونه نور هم قوي او مظبوط کړل. له هغه ورځې وروسته مې بيا نور هېڅکله رحم نه پری کاوه.

کله چې بېرته خپل ولایت ته راستون شو، په د ۱۳۹۶/۳/۲۷ هـ.ش کال د روژې په مبارکه میاشت کې، د میدان ښار په مرکز کې یې، د داخلي ملېشو پر ضد پلان شوي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر د دین دښمنان له منځه یووړل او خپله یې هم د شهادت جام نوش کړ.
نحسبه کذالک والله حسیبه

د حافظ محمد وارث د ورور محمد جاوید له خولې د هغه دردونکې صحنې، ځورونکی بیان اورو هغه وایي: کله چې موږ د شهید وارث تقبله اللّٰه جسد کور ته راوړ، پر کور مو له قيامت څخه هم سخت منظر قائم و، د کورنۍ او ولس غم او درد بې‌ حده زیات و. د ښځو او ماشومانو چیغو زړونه دردول، خو تر ټولو سخته صحنه هغه وه، چې د دفن لپاره یې چارې پیل شوې او یو ملا راته وویل: جېبونه یې وګوره! ځکه ده د شهادت په وخت کې خبرې نه وې کړې، ما په دردېدلي زړه د خپل شهید شوي ورور جېبونه ولټول. ګڼ شمېر خلک زموږ سره ولاړ وو؛ د هغه په جېب کې پنځوس (۵۰) افغانۍ وې، تر څنګ یې په یوه ټوټه کاغذ ١٥٠ افغانۍ قرض او د مختلفو دوکاندارانو نومونه لیکل شوي وو. دغه پېښه او هغه د بې‌ وزلۍ صحنه اوس هم زموږ د کور ټولو غړیو ته ژور درد وربښي. د ده بېلتون لوی درد درلود، خو هغه خالي جیب به مې یې تر قیامته پورې هېر نه شي.

موږ د هغه د مېړانې، اېمان او قربانۍ یاد تل په زړونو کې ژوندی ساتو، خو په هغه کاغذ او لږو پیسو کې مو د غربت او بې‌ کسۍ یو تریخ داستان پټ دی. خو دی د قرآن حافظ و، د خپلو ټولو غمونو او اړتیاوو سره یې خوښ ژوند کاوه او حتی د خپل ژوند په اخري ساعتونو کې یې د دوکاندارانو پورونه په کاغذ کې ثبت کړي وو.

Exit mobile version