د شر و فساد او داعش خراسان غربي پروژه آی ايس آی ته ورکول شوې

ډاکتر سباون مالیار

#image_title

ذبيح الله مجاهد په يوه خپره کړې اعلاميه کې وايي چې ځانګړو ځواکونو په کابل او ننګرهار کې په جلا جلا عملياتو کې د فتنه ګرو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې کابل کې یې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو؛ او په بامیانوکې یې پر خارجي سیلانیانو برید کې د لاس لرلو سربېره يو شمېر نور بريدونه هم کړي وو.

اعلاميه زياتوي چې په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر؛ د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو.

همدارنګه ښاغلی مجاهد وايي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ځانګړو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په پايله کې نيول شوي داعشيان؛ ډېری یې د پاکستان د بلوچستان په مستونګ سيمه کې روزل شوي، او همدا راز افغانستان کې له ځپلو وروسته هم يادې سيمې ته تښتېدلي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان خلاف د هرې وسله والې ډلې ملاتړ کړی؛ چې موخه یې په افغانستان او سیمه کې ناامني رامنځته کول دي؛ پاکستان د داعش خراسان او شمالي ټلوالې په مرسته هڅه کوي چې ا.ا.ا کمزوری کړي تر څو وکولای شي په سیمه کې د غرب پروژې عملي کړي.

د پاکستان پوځ او آی ايس آی د شر و فساد ډلې او داعش خراسان روزنه کوي تر څو د ا.ا.ا مخالف يې وجنګوي او هم يې د سيمې او نورو هېوادونو ته و رسوي؛ تر څو چې د سیمې د ناامنۍ او د غربي ګټو خونديتوب پرې وکړي؛ د پاکستان پوځ او جاسوسي اداره(آی ایس آی) له دغو ډلو څخه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه پورته کوي؛ له غرب، عربستان، او نورو هېوادونو څخه مالي ملاتړ هم پرې ترلاسه کوي.

پاکستان له یو طرفه ځان د سولې او امنیت خواخوږی ګڼي، خو له بلې خوا همدا هېواد په خپله خاوره کې د همسايه هېوادونو مخالف ډلې تمویلوي؛ د آی ایس آی د غلامۍ سیاست؛ چې د غرب او نورو نړیوالو قوتونو لپاره د سیمې پروژې عملي کوي؛ د سیمې لپاره یو ستر ګواښ دی.

شمالي ټلواله او داعش خراسان دواړه د پاکستان په هدایت عمل کوي او هڅه کوي چې د سیمې د امنیت د خرابولو لپاره خپلې پټې اجنډاوې پلي کړي؛ د ذبیح الله مجاهد اعلامیه هم دې حقیقت ته اشاره کوي چې دا ډلې په پاکستان کې روزل شوې دي او مالي او تسلیحاتي مرستې ترلاسه کوي.

د ټي ټي پي پخواني وياند احسان الله احسان هم څه وخت مخکې يوه مقاله نشر کړه چې پکې یې د داعشیانو، آی ايس آی او پوځ باره کې ډېر حقايق راسپړلي وو، چې څنګه او کوم د پوځ مېلمستونونو کې ساتل او روزل کېږي.

د پاکستان پوځ او آی ایس آی نه یوازې په سیمه کې د نورو هېوادونو لپاره ستونزې جوړوي؛ بلکې د خپل ولس سره هم له کلونو راهیسې ظلمونه کوي؛ د پاکستان داخلي سیاست په ټولیز ډول د پوځ او استخباراتي ادارې په لاس کې دی او هره سیاسي اداره او ولس چې يې د پوځ خلاف غږ پورته کړي هغه یا له منځه وړل کېږي یا بندیان کېږي؛ د بېلګې په توګه، عمران خان چې غوښتل یې د پاکستان بهرنۍ پاليسي له غرب څخه خپلواکه کړي؛ نو بندي کړای شو چې اوس هم بند کې د مرګ شيبې شماري.

پاکستان له خپل پيدایښت راهیسې د غرب لپاره د سیمې پروژې عملي کوي او بدل کې یې له غرب څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي؛ د پاکستان آی ایس آی تل د غرب او یهودو د پروژو د پلي کولو لپاره فعالیت کړی، او د سیمې د ناامنۍ لپاره یې مختلفې ډلې او تنظیمونه روزلي دي.

دغه پروژې آی ايس آی او د پاکستان پوځ د امريکا، اسرائيل او عربستان په مالي مرسته په سيمه کې تطبيق کوي تر څو د غربي هېوادونو او عربستان مخالفينو ته په سيمه کې مشکل جوړ او غربي ګټې پرې خوندي کړي.

د غرب دښمنان لکه ايران، روسيه، چين ته به دوی هله مشکل جوړ کړای شي چې افغانستان کې امن خراب وي او بل په سيمه کې بغير له پاکستان څخه غرب بل کوم ښه غلام د اتحادي په نامه نه لري.

د دغه پلان د تطبيق لپاره دوی افغانستان د جګړې ډګر ټاکلی خو د ا.ا.ا په راتګ سره د دوی دغه پلانونه شنډ شوه؛ د شر و فساد ډله او داعش ورځ تر بلې پر ورکېدو او ختمېدو شول؛ آن تر دې چې په ټول افغانستان کې پرې د سر پناه ځايونه ودرېدل او پاکستان، تاجکستان او غربي هېوادونو ته و تښتېدل.

پاکستان او غرب د دغو ډلو ضعف ته په کتو يو بل پلان وتړه او د داعش او شر و فساد ډلې تر منځ يې غونډې جوړي او دوی يې سره يو کړل؛ تر څو په ګډه د ا.ا مقابل و جنګېږي چې د غربي نړۍ او جاسوسي سازمانونو مرستې دغو ډلو ته د آی ايس آی په لاس را رسېږي او د پلان ګذاري لپاره يې د پاکستان ځمکه او آی ايس آی خدمت کې شول.

خو پر دې هر څه سربېره پاکستان او غرب دغو ډلو(شر و فساد او داعش خراسان) ته د تبليغاتو تر څنګ د ا.ا مخالف تبليغاتو ته هم اوږه ورکړه؛ پر ميډيا او نړيوال سټېجونو پر ا.ا تورونه پوري کوي چې ټي ټي پي افغانستان کې ده.

د دوی دغه دوه مخی سياست ټوله نړۍ ويني؛ خو چين، ايران، روسيه او انډيا بايد په ګډه د ا.ا سره يو ځای د پاکستان د دغه دوه مخي سياست او سيمه کې د امن د خرابوالې او غربي ګټو د خونديتوب مخه بايد ونيسي که نه بيا ځلي به سيمه کې اور بل شي.

د پاکستان پوځ او آی ایس آی په دې پروژو کې خپله بقا ویني؛ ځکه له غرب څخه د پیسو په اخېستلو د خپل هېواد اقتصادي ستونزې حل کوي. په همدې اساس پاکستان د سیمې هېوادونو لپاره یو لوی امنیتي ګواښ دی.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې په هېواد کې سرتاسري امن راوستی دی. اوس د افغانستان په ډېرو برخو کې امنیت تأمین دی او ولس په سوله او امن کې ژوند کوي. د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د پرمختګ لپاره د یو واحد نظام په جوړولو تمرکز کړی دی؛ او د ناامنۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل اقدامات کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت په ټوله نړۍ کې دا پیغام خپور کړی دی چې افغانستان نور د جګړو او ناامنۍ مرکز نه دی او نه به هم د افغانستان سيمه د کوم هېواد مخالف استعمالېږي. اوسني افغان حکومت هڅه کړې چې په هېواد کې یو قوي نظام جوړ کړي؛ چې د ولس ټولنیزې، اقتصادي، او امنیتي اړتیاوې پوره کړي. افغانستان اوس د یو واحد اسلامي نظام تر چتر لاندې دی او د ولس د ګټو په ساتنه کې له هېڅ قربانۍ څخه ډډه نه کوي.

پايله

دا ښکاره ده چې پاکستان د سیمې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ اصلي عامل دی. د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ایس آی) په همسايه هېوادونو او سيمه کې د امن د دښمنانو تمویل کوي، او د سیمې هېوادونو لپاره یو ستر امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

په همدې توګه، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې اسلامي امارت کمزوری کړي. خو د افغانستان اسلامي امارت له خپلو وسله‌ والو مخالفینو سره په کلکه مقابله کړې ده او په هېواد کې یې سرتاسري امن راوستی دی. افغان حکومت باید همدغسي د پاکستان له پټو پلانونو څخه خبر او د پاکستان د ناوړه پلانونو مخه ونيسي.

نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه؛ باید په جدي توګه د پاکستان د دوه مخې تګلارې او د شر و فساد خپروونکي باغي ډلو د فعالیتونو پر وړاندې اقدام وکړي. یوازې د سيمې د هېوادونو د همغږۍ له لارې به وکولای شو چې د پاکستان د ناوړه فعالیتونو مخه ونیسو او په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره یو قوي بنسټ جوړ کړو.

ماخذونه:

د ذبيح الله مجاهد اعلاميه:

ځانګړو ځواکونو د باميانو او کابل بريدونو کې لاس لرونکي د داعش ډلې مهم غړي نيولي

بي بي سي پښتو:
https://www.bbc.com/pashto/articles/cdx907r6qd5o

یوې برتانوي ورځپاڼې چې د «The Sunday Guardian» دی سنډی ګارډین په نامه مشهوره ده، د باخبرو سرچینو په حواله د ۲۰۲۴ ميلادي کال د جنوري مياشتې پر ۲۸ يو راپور خپور کړی چې پکښي ويل سوي د پاکستان پوځ افغانستان ته د داعش خراسان څانګې اورپکو د تګ راتګ زمینه برابروی.

د احسان الله احسان پوره مقاله د داعش باره کې په لاندي لينک کې کتلای سئ چې چيري، کوم مېلمستون کې، کوم داعشيان ساتل کېږي او د هر داعشي د کور و ځای او هر څه يې واضح بيان کړي.

ISIS leadership enjoying hospitality of Pakistan agencies

عاصم جلال
Exit mobile version