د سيمې او منځني ختيځ وروستي بدلونونه

بصیر عابد

منځنی ختيځ چې د نړیوال اقتصاد له سترو بسترونو څخه دی؛ په دې وروستیو کې یې وکړي تر سخت مادي او معنوي فشار لاندې دي. نه یوازې ددې سیمې عرب هېوادونه/ملتونه؛ بلکې نور هغه هېوادونه چې دیني، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ګډې اړيکې سره لري تر سخت فشار لاندې دي. که چېرې د سيمې د ګاونډیو ملتونو همداسې چوپتیا دوام وکړي؛ ښايي په نږدې راتلوونکي کې تر دې هم له بدو حالتو سره مخ شي.

د اوس مهال لپاره خو یوازې ایران په ښکاره له ټول غرب او اسرائیلو سره ډغرې وهي، که له یوې خوا یې په قطر، کویټ، سعودي او نورو عربي هېوادونو کې د آمريکايي بنسټونو بنيادونه لړزولې؛ بلخوا يې د همدې هېوادونو ځينې بنسټونه هم په نښه کړي؛ چې ممکن په دغو هېوادونو کې د انتقام تلپاتې روحیه رامنځ ته کړي، خو که چېرې دغه هېوادونه پر خپلې غربپالې پالیسۍ غور وکړي، چې ټول عمر يې ګټه دښمن ته رسېدلې او اوس هم مسلمان ملتونه د غربي او اسرائیلي موخو او ګټو لپاره قرباني ورکوي؛ نو د منځني ختيځ او سيمې راتلوونکی به د سوکالۍ او امن په لور خپل مزل پیل کړي، چې دا کار یوازې او یوازې له سيمې او منځني ختيځ بلکې له ټولو اسلامي هېوادونو د غربي او په ځانګړي ډول د ټولو امریکايي نظامي او غيرې نظامي بنيادونو کډه کول دي.

سره له دې چې امریکا او اسرائیل په ښکاره ناکامه ښکاري او ایران یې په وړاندې بریالی څرکندېږي؛ امریکا په ټول قوت پر ایران بریدونه کوي، خو په سوریې، ترکیې او پاکستان کې تر اوسه پر امریکايي اهدافو د هېڅ ډول برید خبر نشته، دا کار له یوې خوا د ایران ستراتېژيک احتیاط ګڼلی شو؛ ځکه چې که ایران دا کار وکړي؛ شونې ده، چې دغه هېوادونه په خپله د ایران په وړاندې اقدام وکړي او یا امريکا ته اجازه ورکړي؛ چې د ځمکې له لارې له ایران سره مخ شي، چې پاکستان د خپلو مجبوریتونو پر بنسټ وار له مخه دې کار ته اماده دی؛ ترڅو د خپل مات اقتصاد د تمویل یوه سرچینه پیدا کړي؛ لکه څنګه یې چې د امریکې په خوله له افغانستان سره بې دلیله ناکامه جګړه پیل کړې.

دې ټولو ننګونو ته په کتو د منځني ختيځ او سيمې هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه (چې په نږدې وخت کې یې د حاجيانو کاروانونه روانېږي) باید د غرب په مقابل کې د ایران تر څنګ ودرېږي؛ ترڅو هغه ګټې چې غربیان یې وړیا وړي، راوګرځوي او د خپلو ملتونو د دیني، فرهنګي، سیاسي او د اوسنۍ نړۍ دَ پام وړ ارزښت (اقتصاد) په خپل کابو کې وساتي.

روانو حالاتو نه يوازې د سيمې هېوادنو بلکې د نړۍ ټولو دولتونو ته چلنجونه او ننګونې رامنځ ته کړي؛ ځکه چې له یوې خوا د اوکراین او روسیې ټکر، بلخوا د اسرائیلو او امریکا له ایران سره ټکر په نړۍ کې د تېلو پر بیو مستقیمه اغېزه کړې، چې دا په خپله پر نورو موادو اغېز کوي؛ بلخوا د نړۍ یوه لویه برخه هوايي او ځمکنۍ لارې ناامنه شوي.

د پایلې په توګه د امریکا او وینزیویلا، امریکا-اسرائیل او ایران، ایران او جزیرة العرب، امریکا او چین، امریکا او شمالي کوریا، امریکا-پاکستان او افغانستان تر منځ ناندریو کې تر ټولو لوی ورانی امریکا جوړ کړی، چې په وړاندې یې باید مقابل هېوادونه ګډه تګلاره رامنځ کړي؛ څو نړۍ له خطرناکې اټومي جګړې څخه وژغوري؛ چې د وروستیو څېړنو او وړاندوینو پر بنسټ به د اټومي جګړې له پېښېدو وروسته د نړۍ اوسېدونکي شاوخوا درې میلیارده ناروغ او معیوب انسانان وي، چې د ژوند وسایل به يې لرګين او ډبرين وي او د اوسېدو ځای به یې غارونه وي.

Exit mobile version