یو تریخ تاریخي حقیقت شته؛ خو ډېر خلک ترې سترګې پټوي او هغه دا چې: د یو ملت سقوط د تورې په ګوزار نه؛ بلکې د وهم له لارې پیلېږي، هغه وهم چې لومړی د خلکو افکار لاندې کوي، بیا کلاوې نړوي. دا وهم خلک دېته قانع کوي، چې لنډمهاله امتیاز هوښیاري، له ځواکمن سره سوله نجات او د ځواک له وسایلو تېرېدل د «وینې تویېدو د مخنیوي» لپاره ارزانه بیه وګڼي.
دا حقیقت هر کال د جنورۍ په میاشت کې زموږ حافظې ته سخت ټکان ورکوي (۱۴۹۲ میلادي کال د غرناطې د سقوط کلیزه) غرناطه د ګران اندلس وروستۍ سنګر. دا پېښه یوازې یو تاریخي ماتم یا ترخه خاطره نه ده، چې د «ابو عبدالله الصغیر» په ژړا، د الحمرا د دنګو ماڼیو په له لاسه وتلو او د ملوک الطوائف پاچاهانو په غمیزه کې ونغاړل شي؛ بلکې دا یوه تلپاتې قاعده ده، او هغه دا، چې: کوم امتونه چې له ځواک پرته د سولې ژمنې ومني؛ نو همدا سوله د هغوی د نابودۍ په وسیله بدلېږي.
په دې مقاله کې هڅه کوو دا تشریح کړو، چې څنګه د سولې وهم او تش تضمینونه د اندلس د ضایع کېدو لامل شول او هماغه میکانېزم څنګه نن په غزه او په بله بڼه په سوډان کې تکرارېږي.
• لومړی: غرناطه او د «دروغجنو تړونونو» دام
• دویم: غزه او د «نړیوالو تضمینونو» دام
• درېیم: سوډان او د «تجزیې» دام
• پایله: پوځي ځواک د تړونونو ژبه ده
لومړی: غرناطه او د «دروغجنو تړونونو» دام
هغه تاریخي پاڼې، چې مسلمانان او لوېدیځوال مورخین یې په یوه خوله تائیدوي، لکه المقري او Prescott، دوی دا خبره په دلایلو ثابته کړې ده، چې د اندلس اته سوه کلنه بقاء د دنګو ماڼیو یا یوازې د علمي ودې له امله نه وه؛ بلکې ځکه وه، چې د دغې اسلامي خاورې او سرحدونو ساتنه د یو وجودي فریضې په توګه درک کېده، نه د یوه لنډمهالي سیاسي انتخاب په توګه.
البته کله چې دا شعور ورو ـ ورو له منځه ولاړ؛ نو د «منظم شاتګ» منطق د پرېکړو مرکزونو ته لاره وموندله. دغه منطق و، چې ماتې یې د حکمت په جامه کې راونغاړله او پرلپسې امتیاز یې د پاتې شونو د ساتنې لپاره «هوښیار مانورونه» معرفي کړل؛ نو دا وخت و، چې د اسلامي خاورې دفاع له وجودي فریضې څخه په یوه سیاسي معامله بدله شوه، مبارزه او استقامت یوه بې محاسبې ماجرا یا هغه اقتصادي بار، چې ملي ثبات ګواښي وبلل شو او په دې توګه یې د جهاد ارزښت د مال له ارزښت نه قرباني کړ.
دا لړۍ د «غرناطې د تسلیمۍ تړون» کې تر خپل اوجه ورسېده؛ ځکه هلته تسلیمېدل د «لږ تاوان» په نوم تعریف شول. د غرناطې دغه تړون یوازې پوځي تسلیمي نه وه؛ بلکې د درواغجنو تړونونو منطق ته رواني تسلیمي هم وه؛ ځکه مسلمانانو ته ایزابېلا او فردیناند لخوا «سپېڅلي تضمینونه» ورکړل شول: د عبادت ازادي، ځاني امنیت او مالي خوندیتوب؛ خو دا ټول په یوه شرط، چې خپله وسله به په بشپړه توګه تسلیموي.
خو تاریخ ښيي، چې دا سپیڅلي تضمینونه او دا تړنونه مات شول، او هغه هم داسې، چې د تړون ماتول یو تصادفي کار نه و؛ بلکې یو منظم مسیر چې له مخکې نه سنجول شوی و.
د تړون/تسلیمۍ په سبا د تفتيش محاکم پیل نه شول؛ بلکې هغه مهال پيل شول، چې د غرناطې د مسلمانانو د پوځي ځواک ماتولو بهیر بشپړ شو او جانب مقابل لوری په دې یقیني شو، چې نور د ځواب توان نه لري؛ نو دغه وخت سپیڅلې ژمنې د غرناطې نه د مسلمانانو د یومخیزې تصفیې په وسیله بدلې شوې: سپیڅلي تضمینونه په محاکم تفتيش کې پخپله د مسلمانانو سره د وحشیانه کړنو په جوازونو بدل شول، چې موخه یې د مسلمانانو د دیني او کلتوري هویت له منځه وړل شول؛ تر دې چې سلګونه زره مسلمان ووژل شول، جبري وشړل شول، په زور عیسويان شول. دا هغه کسان دي، چې وروسته د «موریسکیانو» په نوم وپېژندل شول.
د تاریخ له زاویې دا یو څرګند دلیل دی او موږ ته را ښيي، چې نړیوال تضمینونه (یا د هر بهرني ځواک ملاتړ) د داسې یو دښمن پر وړاندې هېڅ ارزښت نه لري، چې هغه ستا شتون خپل ځان ته یو وجودي ګواښ ګڼي. غرناطه کې د تسلیمۍ اصلي موخه د وینو بندول نه و؛ بلکې په خوندي او منظمه توګه د مسلمانانو ذبحې ته زمینه برابرول و. نو هغه وهم ختمېږي: چې اسلحه د فاجعې لامل وه، نه؛ بلکې د وسلې تسلیمول خپله لویه فاجعه وه.
دویم: غزه او د «نړیوالو تضمینونو» دام
د غرناطې غمیزه تېر تاریخ نه دی؛ بلکې هغه نقشه ده، چې نن له هماغو جزیاتو سره، هماغه نصاری غزې ته وړاندې کوي. لکه څه ډول، چې پنځلسمه پېړۍ کې د اندلس له مسلمانانو غوښتنه وشوه، چې د «شرفي ژمنو او مذهبي تضمینونو» په بدل کې وسله کښېږدي؛ نن د نړیوالې ټولنې، لوېدیځو قدرتونو او ملګرو ملتونو په استازیتوب کې، د څو مسلمانو دولتونو، د غلامو حاکمانو پر مټ له غزې نه غواړي، چې د «بیا رغونې» او «تلپاتې امنیت» په بدل کې خپل دفاعي ځواک څخه تیر شي.
دا دام پر دوو ستنو ولاړ دی:
• وسله اخیستل (نزع سلاح):
د ملکي ادارې یا د سوله ساتونکو ځواکونو خبرې که څه هم عقلاني حل ښودل کېږي؛ خو په اصل کې د ایزابېلا هماغه زړې ژمنې دي. تاریخ وایي: وسله یوازینی تضمین دی، چې تړون ته ارزښت ورکوي؛ که وسله لاړه، تړون د جلاد په لاس کې کاغذ ګرځي.
• د مشروعیت سلبول:
د حماس اسلامي غورځنګ د «رفاه او امنیت» په وړاندې خنډ ښودل، هماغه پلمه ده، چې پخوا د اندلس د مسلمانانو د قانع کولو لپاره کارېدله، څو جهاد د بدمرغۍ لامل وښيي، حال دا چې د بقا یوازینی راز جهاد و، دی او وي به.
د جهاد او مبارزې اخلاقي او دیني مشروعیت له منځه وړل او د «ترهګرۍ» په نوم نومولو څخه یې موخه دا ده، ترڅو حماس اتلان د ولسي ملاتړ څخه جلا کړي. دا هغه درس دی، چې سلګونه زره موریسکیانو یې بیا بیه په وینه او په جلا وطنۍ ورکړه، چې بیا باید تکرار نشي. څوک چې له غزې غواړي، چې باید وسله تسلیم کړي او دا د «وینې بندولو» تر شعار لاندې کوي، په حقیقت کې دا معاصرې محکمة التفتيش ته زمینه برابروي؛ خو دا ځل به په اقتصادي شکنجه باندې غزه ذبح کوي: لوږه، محاصره، د راستنېدو حق لغوه کول، د تاریخ محوه کول او د ځمکو غصب.
تاریخ ثابته کړې، چې دښمن یوازې هغه تړون ته درناوی کوي، چې ستا تر شا ولاړه توره ویني. ډیپلوماسي بې له پوځي ځواک څخه، یوازې د غرناطې د دردناکې سناریو د تکرار بلنه ده.
درېیم: سوډان او د «تجزیې» دام
د اندلس فاجعه د غرناطې له تسلیمۍ څخه نه ده پیل شوې؛ بلکې له هغې نه مخکې د «طوایفو پاچاهانو» له دورې څخه پیل شوې وه. دا هغه وخت و، چې د بهرني دښمن پر وړاندې دفاع په داخلي جګړو بدله شوې وه، ځواک په دننه کې وسوځېد او بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره شوه. همدا انځور نن بیا په سوډان کې تکرارېږي.
داخلي شخړه یوازې دولت نه کمزوری کوي، بلکې بهرني ځواکونه د «منځګړیتوب» او «امنیت» تر شعار لاندې مداخلې ته هڅوي، ځکه کله چې ملي ځواکونه ستړي شي، نو بهرنی ځواک بیا یوازینی حل د دوو مستقلو دولتونو/ تحزیه کولو په توګه تحمیلوي. تاریخ دلته یو اړخ نه تورنوي، بلکې یوه قاعده رابرسېره کوي: امتونه یوازې د دښمن په زور نه؛ بلکې د ځان په زبېښلو هم ماتېږي. نن موږ وینو، چې سوډاني وینه د سوډاني لاس په وسیله تویېږي، بنسټونه یې ورانېږي، میلیونونه خلک بېکوره کېږي او ملي ځواکونه د سیمییزو او نړیوالو پروژو وسیلې ګرځي.
وروستۍ پایله تل یوه وي او هغه دا، چې بهرني تسلط ته لار اسانه کېږي. دا کمزوري هماغه حالت دی، چې سوډان ستراتیژیک موقعیت او شتمنیو (سره زر، کرنیزې ځمکې، اوبه) ته نړیوال اشغالګر ځواکونو سترګې نیولې او د چور تمه لري.
پایله: پوځي ځواک د تړونونو ژبه ده
له دې مقالې معلومه شوه، چې د اندلس درسونه یوازې تاریخي کیسې نه دي؛ بلکې د نن د خطرونو یوه نقشه ده او پیغام یې روښانه دی، چې:
• وسله هغه قلم دی، چې ریښتیني تړونونه پرې لیکل کېږي.
• دفاعي قوت له منځه وړل، د نجات لاره نه؛ بلکې د غلامۍ بنسټ دی.
نن، د غزې د بېوسلې کولو هڅې او د سوډان د داخلي زبېښاک ترمنځ، اندلس موږ ته غږ کوي، چې د هغه چا پر ژمنو تکیه مه کوئ، چې ستا شتون ځان ته ګواښ ګڼي، د خپل شته ځواک له عناصرو تېر نه شئ او جګړې داخل ته مه راوړئ. ځکه هغه امتونه چې له خپلو ماتېدنو زده کړه نه کوي، په دې محکومیږي، چې هماغه ماتې بیا ـ بیا تجربه کړي. ښایي په بېلابېلو نومونو وي؛ خو په یوه پایله.
د اندلس درسونه، ښايي وروستی زنګ وي، د دې لپاره، چې خپل لومړیتوبونه وپیژنو، مخکې لدې چې یوازې پیښماني زموږ پاتې پلازمېنه شي.
