د سوریې ځمکه د داعش له خلافت څخه پاکه اعلان شوه

سوریي او کردي ځواکونو خبر ورکړی چې له اوږدو جګړو وروسته یې د سوریې ځمکه په بشپړ ډول له تش په نامه اسلامي خلافت څخه پاکه کړه.

د کردې ملیشو قومندان مصطفی وویل چې د باغوز هغه وروستنۍ سیمه چې د داعش جنګیالي پکي ځای پر ځای وو، له پرلپسې او اوږدو جګړو وروسته یې پاکه کړه چې کابو دوې اونۍ ورباندې جګړه وشوه.

د نوموړي په وینا په تیرو دوو ورځو کې جګړې توندي شوې او په آخر کې هغه ځایونه ټول د ځواکونو له لوري ونیول شول چیرته چې د داعش جنکیالي تم ؤ. البته خال خال ډزي اوس هم اورېدل کیږي او داسي ښکاري چې لا ځیني د ګوتو په شمیر جنګیالي ژوندي پاتي دي.

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې پر داعش د جګړې کړۍ خورا راتنګي شوي او په سلګونو غړي یې د وسلو په ایښودلو سره کردي ځواکونو ته تسلیم شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version