د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! څوارلسمه برخه

أبو ریان حمیدي

له بندیانو د فدیې اخیستل:

کله چې د مدینې لښکر مدینې منورې ته راورسیده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملګرو سره مشوره وکړه چې له بندیانو سره څه وکړو؟

أبو بکر رضی الله عنه ورته وویل: فدیه به ترې واخلو، دوی زموږ خپلوان او د کورنیو غړي دي، که فدیه ترې واخلو، کېدای شي زړونو ته یې د اسلام رڼا داخله شي، او بله داچې دا به زموږ مالي تقویه هم وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر بن الخطاب نه مشوره وغوښته، هغه ورته وویل: ودي وژل شي، هر صحابي ته خپل قریب په لاس ورکړئ، چې مرۍ یې غوڅه کړي، تر څو مشرکین پوه شي چې زموږ په سینو کې د دوی لپاره رحم نشته.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د أبو بکر رایه غوره کړه، او بندیان یې د فدیو په بدل کې ازاد کړل، البته د فدیې فیصله د ټولو په حق کې نه وه، ځیني چې مالي توان به یې نه و، له فدیې پرته ازاد شول، او د ځینو چې به لیکل زده وه، دا پرې لازمه شوه، چې د مسلمانانو لسو بچیانو ته به لیکل ښیي، بیا ازاد دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحي کاتب (زید بن ثابت) هم په همدې موقع کې لیکل زده کړل.

عمر رضی الله عنه وایي، په سهار چې راغلم رسول الله صلی الله علیه وسلم او أبو بکر رض الله عنه دواړو ژړل، د فدیې د قبلولو له امله متعال رب دغه ایتونه د عتاب په توګه نازل کړي وه:

“مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ”

ژباړه: د هیڅ نبي لپاره مناسبه نه ده چې بندیان ولري یا دا چې د بندیانو په بدل کې فدیې واخلي، تر هغو چې وینې توی نه كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ، خو الله جل جلاله ستاسو لپاره د اخرت د ثواب اراده لري او الله ښه غالب، او ښه حكمت والا دى.

فاتح لښکر چې کله مدینې منورې ته ورسید، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بندیان په صحابه کرامو تقسیم کړل، تر څو ویې ساتي، او ټولو صحابه کرامو ته یې داسې وفرمایل: “استوصوا بالأساری خیرا ” یعنې له بندیانو سره نېک چلند کوئ.

جالبه داده چې دا لښکر د بري نشې نه و پسې اخیستی، د فاتح لښکر معمول دا وي چې د مفتوح لښکر برخوال تر تېغ تېروي، که یې تېر نکړي نو عفو یې د احسان نهایي درجه ده، خو صحابه کرامو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغې توصیې له امله لومړی بندیانو ته خوراک ورکاوه، که به څه پاته شول، نو پخپله او کورنۍ به یې خوړل، که به نشول پاته، نو په خورما به یې ګذاره کوله.

د مصعب بن عمیر سکنی ورور عبد العزیز بن عمیر وایي، چې زه له یو أنصاري صحابي سره وم، هغوی به سهار او بېګا لږه ډوډۍ پخوله او ماته به یې راکوله، دوی به په خورما باندي ګذاره کوله، ما به ډېر ټینګار کاوه، چې تاسو یې وخورئ، خو دوی به ویل چې ستاسو په حق کې موږ ته د رسول الله همدا توصیه ده.

دغه و د ایثار او قربانۍ د سرلارو هغه معمول چې له امله یې په دنیا د واکمنۍ راج چلیده، د روم او فارس درنې امپراتورۍ هم ددغو ملنګانو په وړاندي ټینګې نشوې.

هېره دي نه وي، چې د بدر په بندیانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوم (أبو العاص بن الربیع) هم و، زینب رضی الله عنها یې په نکاح وه، د فدیو رالېږلو په تسلسل کې زینب رضی الله عنها خپل د غاړې امېل چې په واده کې خدیجې رضی الله عنها ورکړی و، د فدیې په توګه رالېږلی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په مشوره سره امېل بیرته ور ولېږل، او أوبو العاص یې ور خوشي کړ، خو دا یې پرې شرط کړه، چې مدینې ته له هجرت نه به د زینب مخنیوی نه کوي، أبو العاص بیا وروسته اسلام راوړی دی.

د أبو العاص په ګډون مطلب بن حنطب، صیفي ابن أبي رفاعه او ابو عزه عمرو بن عبد الله، دوی ټول له فدیې پرته ازاد شول.

أبو عزه د لوڼو پلار و، بې وسه و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې خپله بې وسۍ وړاندي کړه، هغه صلی الله علیه وسلم له فدیې پرته خوشي کړ، أبو عزه به له هغه وروسته تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ستاینه کې اشعار زمزمه کول، او د هغه مهرباني به یې ستایله.

د عمیر بن وهب زوی هم د بدر په اسیرانو کې و، دی مدینې ته درسول الله صلی الله علیه وسلم د قتل په اراده راغی، خو عمر رضی الله عنه چې ولید، پرې شکي شو، او لاس تړلی یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راووست، هغه صلی الله علیه وسلم یې د راتګ لامل ترې وپوښتل، خو ده به ویل چې د زوی دخلاصولو لپاره راغلی یم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هغه ته او صفوان چې د کعبې څنګ ته ناست واست څه مو ویل؟ له دې پوښتنې سره جوخت عمیر اسلام راووړ او ویې ویل: أشهد أن لا إله إلا الله و أشهد أن محمدا عبده ورسوله.

عمیر او صفوان دواړو دغه پلان د کعبې تر څنګه سره غوټه کړی و، صفوان یې د کورنۍ کفالت په غاړه اخیستی و، او دی یې مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت لپاره رالېږلی و، خو خبر نه و، چې هغه له تیارو د رڼا غیږې ته لاړ.

Exit mobile version