په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان په پاک حریم د بشر د ټولو حقوقو او قوانینو د نقض سربېره، په داسې حال کې یرغل وکړ چې زمونږ ټول دیني، اسلامي، کلتوري، سیاسي او نظامي روایتونه او مقدسات یې تر پښو لاندې کړل.
ډول ډول ظلمونه او بې درېغه وحشتونه یې تر سره کړل، شاوخوا یو نیم میلیون بې دفاع افغانان یې شهیدان، دوه میلیونه زخمیان او معلول، او تر لس میلیونه پردیو هېوادونو ته مهاجر شول، د دغه وحشیانه تېري پر وړاندې د افغانانو د مسلم حق د دفاع په پار د وخت سترو علماء کرامو د جهاد فتوی صادره کړه او دا یرغل یې د دیني او سیاسي اړخه وغندی.
له همدې امله د افغان کهول ټولو سپينږیرو، ځوانانو، ښځینه و، ماشومانو او ټولو اقشارو د خپل دیني او اسلامي مکلفیت له مخې د جهاد ډګر ته را ودانګل، ډول ډول قربانۍ یې ورکړې، ستړیاوې او ستومانۍ یې و ګاللې او بالآخره یې دغه سپېڅلی جهاد د سر په قیمت او د اشغال په ماته د لس کالو په موده کې په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال د دلوې په ۲۶ مه نېټه د بریا تر درشله ورساوه، الحمد لله والمنة.
په دغه مبارکه غزا کې د سرو لښکرو د شکست او ماتې سربېره د هغوی ۱۴۴۵۰ تنه روسي یرغلګر ووژل شول، ۴۹۹۸۳ تنه یې ټپیان او ۳۳۰ تنه یې لا تر اوسه لا درکه دي، د دغه لس کلن ناورین اصلي عاملین هغه افغانی الاصله خو پردي پاله ګوډاګیان وه چا چې ددې ملت په دین او کلتور د یرغل لپاره د شوروي اتحاد په پښو کې په نانواتي ځانونه اچولي وه، دوی هم د یرغل پر مهال د سرو لښکرو سره په ټانګونو سپاره د افغانانو په خاوره را واوښتل.
د دغه څو خرڅ شویو څهرو څخه یو شمېر مشهوره یې ببرک کارمل، حفیظ الله امین، نجیب او داسي نور یادولای شو، دوی د خپل څو ورځني اقتدار د ترلاسه کولو او ساتلو په موخه د سرو لښکرو سره په ګډه دلته د افغانانو په ټول وژنه لاس پوري کړی و، دوی د افغانانو د وژلو او زورولو په بدل کې د سرو لښکرو پر سینه میډالونه و ټومبل او هغوی ته یې د افغانانو د وژلو په مقابل کې د اتلانو لقب ورکړ.
دغه یرغل په حقیقت کې د افغانستان د څلوېښت کلن ناورین او نا آرامۍ بنسټ و، چې عاملین به یې خدای او دا ملت هیڅکله ونه بښي او تاریخ به یې په بدنامو ټکو په خپله حافظه کې ساتي.
زموږ مکلفیت دادی چې د اوسني فرصت څخه په استفادې د هېواد د هر اړخیزې آبادۍ سربېره د ځوان نسل د ویښتابه او رواني جوړښت لپاره خپل مسئولیت په پوره معنی ترسره کړو، ددې ورځې ( د دلوې ۲۶ مې ) اصلي اتلان ور وپېژنو او غلامې څهرې دوی ته مطرح کړو تر څو اتل او بوتل، تاریخ شرموونکي او تاریخ ګټونکي سره جلا شي، چې ننۍ ورځ یې ښه موقع بللی شو.
ددغه ویاړمنې ورځ اتلولي او بریا زموږ هغو نیکونو او افغانانو ته منسوبېږي چا چې د سر په بیه دا هېواد د سرو لښکرو له اشغاله خلاص کړ، دوی زموږ د تاریخ په زرینو پاڼو کې د اتلانو په نوم ثبت دي او موږ تل پرې ویاړو، د دوی جهادي کارنامې زموږ اوسني او راتلونکې نسل ته یو زرین درس راکوي، او تل به یې لارې تعقیبوو؛ ان شاءالله.