هغه څه چې د داعش له کړنو څخه په عراق کې پاتې دي، د دې فرقې د قوماندانانو او مشرانو پر تندي یو ناوړه داغ دی چې نهشي پاکېدلی، د دې ډول پېښو څېړنه به کلونه وخت ونیسي او دا زما په څېر د یوه عادي انسان کار نه دی چې وکولای شي د ماتې لیکنو په وسیله د دې حق ادا کړي.
په دې برخه کې، زه په لنډ ډول هغه څه تشریح کوم چې داعش په عراق کې ترسره کړل او په همدې مقاله کې به د داعش د جنایتونو په اړه د عراق تر موضوع پورې بسنه وکړو. له دې وروسته، موږ به د داعش حضور د نورو اسلامي هېوادونو په جغرافیه کې وڅېړو، هغه څه چې داعش په عراق کې ترسره کړل، په څو کرښو کې به په خلوص ډول وړاندې شي:
ما د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۹ پورې یو تفصیلي مهالوېش راټول کړی، چې د داعش د راڅرګندېدو نه تر سقوط پورې موده رانغاړي او ورسره مې دا هم بیان کړی چې هر پړاو یې د عراق پر اهل سنتو څه اغېزه درلوده. دا جدول یو ګډ روایت دی له تاریخي، نظامي او ټولنیز اړخه:
د داعش په عراق کې د راټوکېدو، اوج او پای تفصیلي مهالوېش:
وخت: ۲۰۱۳ (منی – ژمی)
پېښه: د فلوجې او رمادي جګړې د نوري المالکي د دولت او د سني مظاهرهچیانو تر منځ د اهل سنت اعتراضونه د تبعیض او د حکومت د امنیتي سیاستونو پر ضد.
اغېزې: د جهادي ډلې له سوریې څخه د عراق لوېدیځ ته راتګ. سیاسي درز لا ژور شو.
وخت: د ۲۰۱۴ پیل (جنوري)
پېښه: د فلوجې او د رمادي ځینې برخې د «عراق او شام اسلامي دولت» (داعش) لخوا نیول، د سني سیمو تر منځ د داعش واکمنۍ پیل.
اغېزې: قبایلو په پیل کې ګومان وکړ چې داعش به یې د دولت پر ضد مرسته وکړي، خو ډېر ژر پوه شول چې د داعش واکمنۍ د وژنو او وحشت مطلق تسلط دی.
وخت: جولای ۲۰۱۴
پېښه: د موصل سقوط او د داعش چټک پرمختګ په نینوا، صلاحالدین او کرکوک کې، تر ۲۰۰۳ وروسته د عراق تر ټولو ستر امنیتي ناورین.
اغېزې: داعش د عراق دویم لوی ښار ونیو، ډېری اهل سنت په پیل کې خوښ شول، خو وروسته د سختو اعدامونو او شکنجو ښکار شول.
وخت: جون – جولای ۲۰۱۴
پېښه: د «اسلامي خلافت» اعلان او د ابوبکر البغدادي د «خلیفه» په توګه ټاکنه
اغېزې: پراخ تبلیغات د سني نړۍ په منځ کې، خو د عراق د سني خلکو لپاره پایله دا شوه چې د محلي خپلواکۍ هره نښه له منځه ولاړه او د داعش بېرحمه واکمنۍ پیل شوه.
وخت: د ۲۰۱۴ وروستۍ میاشتې – د ۲۰۱۵ پیل
پېښه: د دیاله او صلاحالدین ضد داعش عملیات (د حشد الشعبي رافضي او د عراق د پوځ په ګډون)
اغېزې: د تکریت او شاوخوا ښارونو بېرته نیول. خونړۍ جګړې او د اهل سنت ملکي وګړو تلفات. د سني او شیعه مذهبي درزونه لا پسې ژور شول.
وخت: می – دسمبر ۲۰۱۵
پېښه: د الرمادي جګړه (الانبار ولایت)
د عراق پوځ او د سني قبایلو ځواکونو د نړېوال ائتلاف په هوایي ملاتړ ښار بېرته ونیو. پراخې ویجاړۍ، د بیا رغونې ورو پروسه او د سلګونو زرو سني وګړو بېکوره کېدل.
وخت: می – جون ۲۰۱۶
پېښه: د فلوجې آزادول لومړنی لوی ښار چې د داعش له لاسه ووت. ډېری سني کورنۍ د حشد الشعبي لهخوا د انتقام او ډلهییزو نیونو ښکار شوې.
وخت: اکتوبر ۲۰۱۶ – جولای ۲۰۱۷
پېښه: د موصل ستر عملیات، د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په منځني ختیځ کې تر ټولو ستره ښاري جګړه.
اغېزه: له یو میلیونه زیات ملکي وګړي محاصره شول. له نهو میاشتو جګړې وروسته، موصل د ۲۰۱۷ د جولای په ۱۰مه د روافضو لاسته ولوېد. داعش ته قوي ضربه ورسېده.
وخت: اګست ۲۰۱۷
پېښه: د تلعفر آزادونه د نینوا ولایت څخه د داعش منظم حضور پای ته ورسېد. ډېری سني کورنۍ د داعش د احتمالي همکارۍ په تور له خپلو کورونو منع شوې.
وخت: سپتمبر – اکتوبر ۲۰۱۷
پېښه: د حویجه عملیات (د کرکوک جنوب)
اغېزه: د عراق وروستۍ ښارۍ سیمه د داعش له لاسه ووتله. په دسمبر ۲۰۱۷ حیدر العبادي د «داعش خلافت د پای» اعلان وکړ.
وخت: ۲۰۱۸
پېښه: د الانبار د دښتو او د سوریې – عراق د پولو داعش له یوه سیمهییز حکومت څخه په چریکي ډله بدله شوه. د سني قبایلو رول د امنیتي عملیاتو په منځ کې محدود پاتې شو.
وخت: مارچ ۲۰۱۹
پېښه: د داعش وروستۍ کلا (باغوز) سقوط
اغېزې: د خلافت رسمي پای په دواړو هېوادونو (عراق او سوریه) کې. د داعش مشر ابوبکر البغدادي عراق ته ستون شو، خو د ۲۰۱۹ په وروستیو کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې په ادلب کې ووژل شو.
وخت: ۲۰۲۰ – ۲۰۲۴
پېښه: د داعش پاتې شوني د عراق په غرونو او دښتو کې لا هم کله نا کله بریدونه ترسره کوي، خو هېڅ سیمهییز واک نه لري. د دولت تمرکز د سني سیمو په بیا رغونه دی، که څه هم تبعیض او بېکاري لا هم دوام لري.
وروستۍ لنډه پایله؛
. د داعش د ځواکمنېدو اوج: له دوبي ۲۰۱۴ څخه تر دوبي ۲۰۱۵ پورې
. د سیمهیز سقوط پړاو: له جولای څخه تر دسمبر ۲۰۱۷ پورې
