د داعش په نامه وبا (طاعون)اوومه برخه ابو هاجر الکردي د داعش د جنایاتو داستان نه ختمېدونکی دی او دغه وژونکې فرقې زرګونه جنایات او ناورینونه ترسره کړي دي.

#image_title

د داعش په نامه وبا (طاعون)اوومه برخه
ابو هاجر الکردي

د داعش د جنایاتو داستان نه ختمېدونکی دی او دغه وژونکې فرقې زرګونه جنایات او ناورینونه ترسره کړي دي.

هغه څه چې زما په ماتو لیکنو کې څرګندېږي، د جګړې له ډګر څخه تجربه او د سترګو لیدلی حال دی.

کله چې مجاهدينو د ابو رضوان له شهادت وروسته يو شمېر بغدادي عسکر اسیران کړل او د مجاهدينو سره په بند کې وو، درې تنه مهاجر چې دوه يې د شمال ختيځې آسيا او يو تن يې د کاسټاریکا اوسېدونکی وو.

له دوی سره به د خبرو پر وخت کې چې لاسونه او پښې یې تړلي وو، پر مجاهدینو باندې به یې د برید کوښښ کاوه او په وار وار یې ویل چې که چېرته موږ بریالي شو او لاسونه، پښې مو خلاصې شي، نو ستاسو سرونه به له تنې لرې کړو چې دا به زموږ لپاره د سلو کالو د عبادت څخه هم غوره وي.

که له دوی پوښتنه کېده چې ولې له مجاهدينو څخه په دومره لوړه کچه کرکه کوئ، ځواب به يې دا وو: چې تاسې د الله تعالی له دین څخه مرتد شوي یاست (معاذ الله) او ستاسو جرم تر کفارو ډېر دروند دی او په جګړه کې ستاسو ختمول زموږ لپاره لومړیتوب لري.

د داسې خبرو له اورېدو وروسته مې دويم ځل وپوښتل: ولې مجاهدينو ته د مرتد خطاب کوئ؟ ځواب يې دا وو؛ ځکه تاسې له اسلامي دولت سره په جګړه کې یاست، چې په اوسني عصر کې لومړنی جهادي پاڅون دی او په همدې خاطر د قرانکریم د آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو پر بنسټ دا ډول حکم په تاسو باندې نافذ دی.

يو بل تن چې نوم يې ابو اسري دمشچي و، هم دغه ډول بې بنسټه دلايل وړاندې کول، خو کله چې به ما غوښتل له هغوى سره په عقلي او روا دلايلو خبرې وکړم، نو زما د خبرو له اورېدو به یې ډډه کوله.

دا ډول خلک او داسې بې اساسه دلایل د بغدادي د اتباعو د پوهې د کمښت ښکارندویي کوي. مثال یې د هغه چا په څېر دی چې سترګې لري خو ګټه ترې نه اخلي، سترګې یې پټې او د مختلفو خلکو په لارښوونې سره په داسې لاره قدم وهي چې نه پوهېږي چېرته روان دی؟ او نه هم په ژوند کې کومه موخه لري؛ ځکه چې ځانونه یې په ړوندتوب او ناپوهۍ وهلي دي.

عاصم جلال
Exit mobile version