د داعش وحشت!
صلاح الدین (ثاني)
د اسرائيلو په لاس جوړ شوی، د جعلي او وحشي خلافت وحشت له حد تېر شوی.
له یوې خوا د فلسطین مظلوم مُسلمانان د اسرائيلو په وحشت او دهشت کې شپې او ورځې سبا کوي، له بلې خوا د اسرائيلو له تربیه شويو داعشي ملیشو څخه ټول اُمت په درد اخته دی.
د جعلي او وحشي خلافت داعش (خوارج) کټ مټ د پخوانیو خوارجو په نقش قدم روان دي.
د علی (کرم الله وجهه) په دور کې کله چې خوارجو خپلو هم نظرو ته د نهروان سیمې ته د هجرت امر وکړ او هلته ورسېدل، نو د نهروان په سیمه کې د نبي (علیه السلام) یو صحابي اوسېده، چې نوم يې عبدالله بن خباب بن الارت وه، خوارجو هغه اسیر کړ او ورته یې وویل، چې ته د الله له دین څخه مُرتد شوی یې(العیاذ بالله) ځکه چې ته د علی (رضی الله عنه) په تحکیم رضا يې، همغه وه چې هغه صحابي یې په چاړه سره ذبحه کړ، د هغه شهیدول ورته بس نه وه، چې د هغه اومیندواره (حامله) مېرمن یې هم ذبحه کړه، د هغې له نس څخه یې ماشوم وویست او هغه یې هم په چاړه ذبحه کړ، چې دا د پخوانیو خوارجو له لویو وحشتونو څخه یو وحشت وو.
اوس راځو اوسنیو داعشي خوارجو ته.
د داعشي خوارجو ظُلمونه او وحشتونه که د کتاب او پاڼې په مخ لیک کړو، نو جلدونه خو څه، چې په کتابخانو کې به ځای ورته پیدا نشي، خو زه تاسو ته دلته یو څو مهم وحشتونه راخلم، چې یو یې په همدې وختونو کې کړی.
لومړی: د سوریې د خاورې اتل او نومیالی مجاهد ابو محمد الفاتح چې په ١٩٨٣م کال د دمشق په ښار کې زیږیدلی وو، نوموړی په ٢٠١٢ کې د شباب الهدی په نوم یو ګروپ (ډلګۍ) جوړه کړه او د بشارالاسد په خلاف یې په وسلوال جهاد پیل وکړ، چې په کمه موده کې یې ډېرې سیمې فتحې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې، وروسته یې د الاتحاد الاسلامي لاجناد الشام په نوم حرکت پیل کړ، چې د جبهة النصرة مربوط وه.
خو د ٢٠١٤ \٤\١٥ تاریخ د ابو محمد الفاتح کورته (٤) نفره داعشیان ورغلل، چې ګواکې میلمانه دي.
کله چې شپه شوه، دې داعشیانو په ډېر ظُلم او وحشت سره ابو محمد الفاتح، ښځه، لور، دوه زامن، یو ورور او د هغه ښځه، په ډېر بې رحمانه توګه په شهادت ورسول؛ چې حتا د محمد بچیان لا صغیران ول او د دوی ټولو (٧) واړو معصومې وینې یې توی کړې.
داسې وحشت چې هېڅکله به یې تاریخ هېر نکړي.
او همداسې بد بختانه چې یو خواشینونکی خبر مو تر لاسه کړ.
هغه دا چې د صومالیا هېواد په تلاتیت سیمه کې داعش خوارجو د القاعدې د یوه مخکښ او مشهور مشر (ابو حمزه المهاجر) زوی چې لا بالغ شوی نه وه، په شهادت رسولی.
داسې کوچنی ماشوم چې لا تر اوسه د الله (ج) د حساب او کتاب لاندې نه ؤ راغلی او ځمکې هم ور نه عذاب نه اخستو، بلکې د یوې مهربانې مور په څېر یې په خپله غېږ کې ښُکلا وه، دې داعشي خوارجو په شهادت ورساوه.
اوس اې اُمته تاسې قضاوت وکړئ، چې دا داعشیان د حرقوص لارویان دي او کنه؟
د دې داعشي خوارجو او هغو پخوانیو خوارجو ترمنځ فرق شته؟
داعش د اسلام لپاره جګړه نه بلکې له مُسلمه اُمت سره د شخصي دُښمني او د یهودو د ګټو لپاره جګړه کوي.
اوس دې داعشیانو پلویان او ملګري او خپله داعشیان خوارج د دې جواب ورکړي، چې خلافټ اسرائيلي د صغیرانو په وینو راځي؟ نه، قسم په الله (ج) که تاسې کامیاب شئ.