د داعش ناوړه پديده او د ځواکونو د جذبولو ستراتیژي لومړۍ برخه جنید زاهد

#image_title

په حقیقت کې د حق او باطل ترمنځ جګړه له ډېره پخوا څخه د انسانانو ترمنځ روانه ده، هغه کسان چې د حق او حقیقت په لټه کې وي؛ د عدل او د حق دین په لاره کې ولاړ دي، او هغه کسان چې له مستقیمې دیني لارې څخه بې لارې شوي؛ په غلطو او غیر معروفو لارو حرکت کوي.

داعش هم یو له دغو شیطاني پیروانو څخه دی چې په معاصر تاریخ کې یې ځان د حق او حقیقت په وړاندې درولی، نو له دې امله، داعش د خپل سیاسي ژوند د دوام او بقا لپاره اړ دی؛ چې ځواک ترلاسه کړي او ځان په نظامي او جهادي حرکتونو کې ځای پر ځای کړي.

دغه حرکت او ډله د سیمې او نړۍ د بې قیده او شرطه استخباراتي ملاتړ په لرلو او د عصري تبلیغاتي وسیلو په کارولو سره؛ هڅه کوي چې ځوانان د خپلو جوړو شوو بریاوو په ښودلو سره جلب او جذب کړي.

هغه ځوانان چې له دیني پوهې کمزوري او تجربې یې خامې دي، د دې ډلې په فکري او تبلیغاتي دام کې لویږي او د ډېرو چلونو او فریبونو سره دې لارې ته راکښل کېږي.

داعش د دې لپاره چې په خپل انساني ځواک کې ډېروالی راولي، د دې ستراتیژۍ لپاره ډېرې لارې په پام کې نیولي دي:

د سرتېرو د جلبولو او جذبولو څرنګوالی:
١: بصري توکي؛
په حقیقت کې داعش د سرتېرو جلبولو لپاره دې طریقې ته لاس اچولی چې لومړی خپل بصري توکي (ویډیوګانې او تصویري ګامونه) وړاندې کوي او په دې برخه کې له مجازي ټولنیزو رسنیو زياته ګټه اخلي.

په داسې ډول؛ چې په ماهرانه توګه، د تاوتریخوالي او فاضله ښار (ټولنیز نظم، عدل، انصاف) تصور سره یو ځای کوي، تر څو هغه کسان چې ایډیولوژیکي افراطیت ته مائل دي او هغه کسان چې د خپلو فردي اړتیاوو پوره کولو ته لېواله دي؛ په یو وخت کې را جلب کړي.

د دې مسئلې د درک او د حقیقت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې د «دابق» انټرنيټي مجلې ته چې په عربي او انګلیسي ژبو خپرېږي، مراجعه وشي.

٢: د مجازي فضاوو څخه د ځواکونو په جلبولو کې کټه اخیستل؛
داعش له هغو لږو تروریستي ډلو څخه ده؛ چې له مجازي شبکو ځانګړې ګټه اخلي، تر څو له نورو هېوادونو څخه انساني ځواکونه جلب کړي، د نړیوال کېدو په عصر کې د ارتباطي ټکنالوژۍ د اهمیت په نظر کې نیولو سره، دې ډلې د «الاعتصام» په نوم د یوې رسنیزې موسسې د تأسیس اقدام کړی دی؛ ترڅو د داعش د تبلیغاتو ارګان شي.

په حقیقت کې دې ډلې د رسنیو امپراتوري پیل کړې ده ترڅو د ځوانانو فکرونه تر خپل واک لاندې راولي.

دا ډله ځانونه په مجازي فضاوو او رسنیو کې د داسې یوې ډلې او سازمان په توګه معرفي کوي، چې ګواکي د بې عدالتیو، محرومیتونو او سپکاویو پر وړاندې مبارزه کوي، دا په حقیقت کې هغه څه دي؛ چې په دې عصر کې ډېری خلک یې په لټه کې دي، په دې توګه د دې لارې نه د سرتېرو جلبولو لپاره تر ټولو غوره او ډېره ګټه اخلي.

په حقیقت کې یې د انټرنیټ او مجازي فضا داسې وسیله برابره کړې؛ چې نوي غړي او یا هغه کسان چې غواړي دې ډلې سره یو ځای شي، په غوره ډول د دې ډلې له لوړ پوړو غړو سره په اړیکه کې شي، او له دې لارې د دوی ذهنونه پاک او مخکې ټاکل شویو موخو ته لارښوونه وکړي.

٣: تور تبلیغات(غولوونکي تبلیغات)؛
د دې ډلې لخوا په مجازي فضاوو کې پېل شوي تبلیغات، تور تبلیغات نومولی شو، ځکه چې لکه تور رنګ، تر هغه پورې چې سپین پرې غالب نه شي، نه لیدل کېږي او نه درک کېږي.

دا ډله په ځوانانو کې فکري او مذهبي وسوسې واردوي او دوی خپلو بدو موخو ته ورکاږي.

د حقیقت له عناصرو څخه د ځانګړو او پیچلو رسنیزو تکتیکونو ګټه اخیستل، د اسلامي هېوادونو حاکمان او حکومتونه دُښمن بلل؛ د دې حرکت یوه برخه ګڼل کېږي، دا ګامونه په مجازي فضا کې چې ټول ورته لاسرسی لري؛ د انساني حقونو او عدالت تبلیغاتو په توګه مطرح کوي.

په حقیقت کې؛ دا ډله د نوي ځواک د جذبولو لپاره، هغه لږه ساحه چې په لاس کې یې لري؛ په مجازي فضا کې د مینې او محبت څخه ډکه ښيي، په خپلو مجازي، بصري تشکیلاتو سره په دې نړۍ کې؛ د خپلو افرادو لپاره د جنت ښکلا وړاندې کوي، ناپوه انسانان د دې بڼه او رنګ له امله تېر ایستل کېږي او ځانونه په دې لاره کې ښکېل کوي.

عاصم جلال
Exit mobile version