د داعش مخکیني ظلمونه!

ليکوال: ماری چیستین

 

ژباړه: عبدالحکیم

 

داعشيانو به ماشومان مجبورول، چې د قربانیانو له سرونو سره فوټبال وکړي. داسې شواهد شته چې د داعش غړو ماشومان مجبورول، چې د پرې شويو سرونو سره فوټبال وکړي، ترڅو د تاوتریخوالي په وړاندې بې حسه شي. لندن مېشته د کویلیم فاونډیشن څیړونکو لیکلي: ماشومان نه یوازې تاوتریخوالي ته بې حسه کیږي، بلکې دوی دا عملونه په راتلونکي کې بيا نورمال ګڼي، او بالاخره یې دفاع کوي. په يو ويډيو کي ليدل کيږي؛ چې له داعشيانو سره ماشومان هم د بندیانو په مرګ کې ملګري وي او دغه ماشومان د ډله ایزو سرونو د پرې کولو څخه مخکې لویانو ته چاقوګان توزیع کوي. یوه ۱۶ کلن کډوال امجد یعقوب وايي؛ چې د فلسطین په کوڅه کې مې د داعش دوه غړي ولیدل، چې له یوه ټوټه شوي سر سره يې د فوټبال په ډول لوبې کولې. د 2014 کال د جون په مياشت کې، داعش ډلې په ټویټر کې د (ENG) او (Brazil2014) په شمول د نړیوال جام سره تړلي هشټاګونه وچلول او همدا رنګه دوی د وژل شویو کسانو، تصويرونه خپاره کړل، چې سرونه یې د فوټبال په توګه کاروي. ۵۵ کلن ابراهیم عبدالفتاح وویل؛ ما پرې شوي سرونه ولیدل او داعشيانو به خلګ د هغوى د مور او پلار په مخ کې وژل، موږ زيات ويريدلو، موږ له ټلویزیون څخه د دوی د ظُلمونو په اړه اوریدلي و، مګر کله چې موږ په خپلو سترګو ولیدل، نو اوس زه تاسو ته ویلای شم، چې هغوى په حقيقت کې ظَالمان وو. په همدې راپور کې داسې شواهد هم موندل شوي، چې داعش ډلې تر ۳۱۰۰۰ پورې ښځې امیندوارې کړي دي. همدا راز داعش په سوریه او عراق کې، د خپل جعلي خِلافت د آبادولو او مشهورولو لپاره د ښځو د استخدام لپاره ټولنیزې رسنۍ کارولې او ډېری میرمنې د انګلستان، استرالیا او متحده ایالاتو څخه ورته راتللې. میا بلوم د میساچوسټس لویل پوهنتون کې د تروریزم او امنیت مطالعاتو مرکز د سپتمبر په 2014 کې وویل؛ داعش دغه ښځې د دې لپاره استخداموي، چې د ماشومانو فابریکوي توليد وکړي او دوی د جعلي خِلافت د جوړېدو په لټه کې وو/دي او اوس اړتیا لري، چې دغه دولت مشهور کړي. داعشيانو بیا دغه ماشومان، چې ځینې یې تر شپږو کلونو پورې وو، په روزنیزو کمپونو کې شاملول. یوه ویډیو، چې عنوان يې دى د (جهاد ښوونځی) په دغه ويډيو کې ليدل کيږي، چې دوى ماشومانو ته دا ور زده کوي، چې څنګه د يو شخص سر پرې کړو او شکنجه يې کړو او ځان په وسلې سمبال کړو. همدارنګه دغې ډلې د ۲۰۱۴ کال په اګست کې د داعش د چیچنیا له یوه مهم مشر عمر الشیشاني سره، یوه ویډیو هم خپره کړه، چې د دې ډلو، د ماشومانو څخه د یوه وړتیا ښایي، چې ژر تر ژره ټوپک پرزه پرزه کوي، بیا یې یوځای کوي او بيا توپک ته مرمۍ ورتيروي او له هغې وروسته ماشومان د دیوال شاته پټیږي او د الشیشاني لپاره جعلي پوځي تمرینات ترسره کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version