د داعش رواني تبليغات! دویمه برخه

حمزة الخراساني

د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په نښه کول:

داعش ډله د یو ویجاړونکي تبلیغاتي ماشین په توګه، نه یوازې په وسلو بلکې په انځورونو او کلمو هم وجنګېدله، د دې ډلې د پروپاګند یو له تر ټولو ناوړه اړخونو څخه د ښځو، ماشومانو او ځوانانو سیستماتیک په نښه کول و؛ هغه قشرونه چې په اسانۍ سره د تاوتریخوالي د دوام لپاره په وسیلو بدلېدای شول.

دې ډلې له رواني او ټولنیزو زیان منو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره، د یوه نسل مغزونه دومره ومینځل چې نه یوازې د تاوتریخوالي قرباني شي، بلکې پخپله د تاوتریخوالي خپرونکي هم وګرځي، ښځې د میندو او ساتونکو د دودیز رول لوبولو پر ځای، د «نکاح جهاد» په سمبولونو بدلې شوې؛ هغه ماشومان چې باید په کتاب او قلم سره لوی شوي وای، وسلې یې په لاس کې واخیستې، او ناهیلو ځوانانو د «سپېڅلي هویت» دوکه وخوړه او د وژنو، قاچاق او لوټمارۍ په ماشینونو بدل شول، هغه وحشیان چې ځانونه یې د کمزورو ملاتړي ګڼل، بې دفاع کمزوري یې یا په بې ګناه توګه شهیدان کړل او یا یې د وژنې او لوټمارۍ په لاره کې د وسیلې په توګه وکارول.

د دېو‌ صفته داعشیانو لپاره ماشومان یوازې د راتلونکي سرتېري نه وو، بلکې د وحشت د عادي کولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ګڼل کېدل. د هغو ماشومانو انځورونه چې په پوځي جامو کې یې د ډزو تمرین کاوه، یا د کوچنیو هلکانو انځورونه چې پرې شوی سر یې په لاس کې نیولی و، ټول د یوه حساب شوي رواني تاکتیک برخه وه، دې ډلې غوښتل د دې صحنو په ښودلو سره، اخلاقي پولې له منځه یوسي او تاوتریخوالی د یوې ورځنۍ لوبې کچې ته راټیټ کړي.

حتی د داعش تر کنټرول لاندې ښوونځیو کې د ماشومانو زده کړې د علم او ادب پر بنسټ نه، بلکې د توطیې د تیوریو او کینې پر بنسټ ډیزاین شوې وې، دوی پوهېدل که چېرې وکولای شي د یوه ماشوم ذهن له پیل څخه جوړ کړي، نو په راتلونکي کې به د هغه د کنټرول لپاره زور ته اړتیا ونه لري؛ هغه به پخپله د خپلو افکارو زندانبان شي.

خو باید ومنو چې د ښځو څخه ناوړه ګټه نور هېڅ‌چا څخه هم د داعش په تبلیغاتو کې نده پورته شوې، له یوې خوا، دوی به یې د «خلافت ساتونکې» په توګه معرفي کولې او له بلې خوا به یې دوی د په جنسي او تبلیغاتي وسیلو بدلولې، د داعش افراطي ډلې د محجبو او وسله والو ښځو د انځورونو په خپرولو سره هڅه کوله چې د تاوتریخوالي یو ښځینه انځور وړاندې کړي؛ لکه څنګه چې وژل او وژل کېدل، نه یوازې د نارینه کار نه دی، بلکې ښځینه دنده هم ده.

حتی په ځینو مواردو کې هغه لویدیځوالې ښځې چې له داعش سره یوځای شوې وې، د رسنیو د پام راجلبولو لپاره د وسیلې په توګه کارول کېدې؛ په رسنیو کې د دوی شتون هم کنجکاوي راپاروله او هم یې وېره عادي کوله، خو حقیقت دا وو چې دا ښځې، په پای کې یا په جنسي غلامۍ نیول کېدې یا په غوره حالت کې د «خلافت د سرتېرو» د نسل د تولید د ماشینونو په توګه ورته کتل کېدل.

خو یو نه‌منونکی حقیقت دا دی چې ځوانان د داعش تر ټولو مهم هدف وو، دا ډله په ښه توګه پوهېده چې بې لارې ځوان، د اومه موادو په څېر دی چې هر ډول بڼه ورکول کېدای شي، د «تعلق احساس» څخه نیولې تر «د ژوند معنا» پورې د تشو وعدو په ترکیب سره یې هغوی په دام کې اچول، د اروپایي او عربو ځوانانو لپاره د داعش تبلیغاتو سره توپیر درلود خو یو لوری یې درلود: د اروپا د بې وزلو سیمو یوه هلک ته، «جهاد» د نژادپالنې او بې هویتۍ څخه د تېښتې د لارې په توګه ښودل کېده او یوه عرب ځوان ته، د فاسدو حکومتونو پر وړاندې یو انقلابي حرکت. په دواړو حالتونو کې پایله یوه وه: د مرګ په کلیپونو کې په یو بې نومه او بې نښې څېرې بدلېدل؛ هغه څوک چې نه یې هویت درلود، نه راتلونکی او یوازینی یادګار یې هغه جنایت و چې ترسره کړی یې وو.

که څه هم د داعش سقوط د دې ډلې تبلیغاتي جوړښت ته سخت ګوزار ورکړ، خو د نښه شويو ټولنو پر بدن یې ژور ټپونه پرېښودل، هغه ماشومان چې د نفرت په فضا کې روزل شوي، هغه ښځې چې له ځانه پردۍ شوې او هغه ځوانان چې د خپل ژوند غوره کلونه یې د دې توهم په منګولو کې تېر کړل، اوس له یو لویې ننګونې سره مخ دي: څنګه کولای شو هغه څوک چې له ماشومتوبه ورته ښودل شوي «نور ووژنه»، اوس عادي ژوند ته راوګرځوو؟ د دې پوښتنې ځواب د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د زده کړې، رواني درملنې او ټولنیزې بیارغونې په ډګر کې نغښتی دی، داعش ډله لاړه خو فکري بچیان یې لا هم په تمه ناست دي او لا هم کم او زیات د خلافت توهم په سر کې لري.

Exit mobile version