د بهرنیو هیوادونو له بانکي سیسټمونو څخه غلا:
داعش ډله د خپل دوام او پراختیا لپاره، پراخو مالي سرچینو ته اړتیا لري، د مالي سرچینو د لاسته راوړلو بېلابېلې لارې چارې د دې ډلې فعالیتونه اغیزمنوي په ځانګړې توګه هغه لارې چارې چې دې ډلې ته اجازه ورکوي ترڅو له نړیوالو مالي سیستمونو څخه ګټه پورته کړي، د بهرنیو هېوادونو له بانکي سیستمونو څخه د مالي سرچینو غلا، یو له هغو مهمو او پېچلو لارو څخه شمېرل کیږي چې د داعش ډلې په پراخولو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.
داعش د سایبري حملو، غیرقانوني حوالو سیستمونو او د جعلي مالي اسنادو د جوړولو له لارې له نړیوالو بانکي سیسټمونو څخه غیر قانوني پیسې غلا کړي دي، د دې لارو چارو له لارې، داعش ډلې په میلیونونو ډالره عاید ترلاسه کړي دي چې د وسلهوالو عملیاتو، تبلیغاتو او د سیمو د کنټرول لپاره یې پرې پانګونه کړې ده، د څېړنو له مخې، یوازې له سایبري بریدونو او غیر رسمي مالي لارو څخه د داعش کلنی عاید تر څو دېرش میلیونو ډالرو پورې رسېدلای شي.
دا موضوع د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی ځکه چې د داعش د مالي سرچینو د پرېکولو هڅې تر ډېره له ټکنالوژۍ د ناوړه ګټې اخیستنې له کبله ستونزمنې شوې دي، سربېره پر دې، د نړیوالو بانکونو د نظارت کمزوري سیستمونه او د مالي ناقانونه شبکو پراخوالي، داعش ته د مالي سرچینو د لاسرسي اسانتیا برابره کړې ده، په دې برخه کې، د داعش ډلې له بانکي سیستمونو څخه د غلا ستراتیژی د تحلیل ترڅنګ، یو شمېر عملي نړیوالې پېښې هم تر غور لاندې نیول شوې دي.
د داعش له بهرنیو بانکي سیستمونو څخه د مالي سرچینو د غلا تګلاره/ستراتیژي:
داعش د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې په دودیزو مالي سرچینو متکي پاتې نه شو، بلکې د نوې ټکنالوژۍ، سایبري تکتیکونو او د بانکي سیستمونو د کمزوریو څخه یې په چټکۍ او هوښیارۍ سره ګټه پورته کړې ده، د دې ډلې مالي ستراتیژي په دې ډول جوړه شوې چې د نړیوالو مالي بازارونو پر امنیتي څارنو باندي ستر فشارونه راوړي او له دې لارې خپلې غیرقانوني مالي سرچینې خوندي وساتي.
دا کړنلاره نه یوازې د داعش د تمویل لپاره حیاتي ارزښت لري، بلکې د همدې ډلې د فعالیتونو پراخېدلاو دوام هم تضمینوي، یو له بنسټیزو میتودونو څخه چې داعش یې په دې لړ کې کاروي، د سایبري بریدونو او هک کولو پرمختللي تکتیکونه دي، دوی د آنلاین بانکدارۍ د سیستمونو د امنیتي کمزوریو په پیژندلو سره، د فیشینګ، مالویر او نورو سایبري وسایلو په مرسته د حسابونو معلومات غلا کوي.
دا ډول بریدونه عموماً هغه بانکونه هدف ګرځوي چې د پرمختللي امنیتي ټکنالوژۍ یا څارنې څخه محروم وي، ځکه چې دا ډول بانکونه د هک لپاره اسانه هدف ګڼل کېږي، له دغو هک شوو حسابونو څخه داعش په مستقیم ډول مالي سرچینې ترلاسه کوي چې د هغوی د وسلهوالو فعالیتونو او نور عملیاتو لپاره مالي تمویل برابروي، دا سایبري بریدونه د داعش د مالي شبکې په توګه د یوې نوې او اغېزمنې ستراتیژۍ نښه ده چې تر ډېره د نړیوالو څارونکو له نظره پټه پاتې کېږي.
له بلې خوا، داعش د غیر رسمي حوالو سیستم چې په منځني ختیځ او جنوبي آسیا کې دود دی، د پیسو انتقال لپاره بېنظیرې ګټې اخلي، دا سیستم د رسمي بانکي حوالو پر خلاف، له رسمي ثبت او څارنې پرته فعالیت کوي، چې له دې امله نړیوالو څارونکو ته د پېژندلو او کنټرول له پلوه یو ستره ننګونه ده، داعش له دې لارې په اسانۍ بغییر له کومې نښې پرېښودلو، خپلې مالي سرچینې له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدوي.