د داعش د ظلم داستان

دوهمه برخه

اویس احمد

 

دا يواﺯې د مهدي پلار نه وو چې داعشيانو په ﺯابل کې سر ترې پرې کړی وو. بلکې د مهدي په شان یې له نورو بې ګناه ګلاليو ماشومانو څخه هم سرونه پرې کړي دي.

له فتحې مخکې يو تسليم شوى داعشی وايي: چې داعشي مشرانو ويل؛ چې له غزني تر هراته ټول خلک بدعتيان، پير پرستان او مشرک دي، د دوی وژل داسې روا دي؛ لکه د کفارو، چې په لاس درشي صرفه مه پرې کوئ.

هغوى ته يواﺯې وهابيان مسلمانان معلومېدل!

يو ځل موږ څو کسه هزار ګان ونیول، چې ښځې ماشومان هم پکې وو، هر کله چې معلومه شوه چې هزارګان دي، د وژلو امر يې صادر شو، ويل يې دا لوى جهاد دی،

له دوى څخه سرونه پرې کړئ.

موږ اول له څو نارینه وو د بچيانو او ښځو ترمخ سرونه پرې کړل،

بيا مو له ماشومانو د ميندو ترمخ سرونه پرې کړل او په اخر کې مو له دوو ښځو هم سرونه پرې کړل او بيا مو په لوړ غږ د تکبير نعرې وکړې.

هغه مو ټول په يو موټر کې واچول او د سرک غاړې ته مو وغورځول، ما همغه ورځ فيصله وکړه، چې داعشيان په رښتيا خوارج دي او د تسليمېدو پلان مو ونيو، همداسې مې وکړل د رخصتي په بهانه راغلم له يو ميل توپک سره مو امارت ته ځان تسليم کړ.

خو ماته بيا د خوشالۍ ورځ هغه وه، کله چې د افغانستان اسلامي امارت عسکرو په ﺯابل کې په داعشيانو عمليات وکړل او هغوى يې ووژل. قسم په رب همغه قاتلان په خاورو کې داسې پراته وو، چې له مچانو او له بويونو څوک نږدې ورتللى نشول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version